يوسفزئ
تاریخى

د قاضيانو کِتاب - اوؤم باب

د جدعون ميديانيانو له شکست ورکول

۱يوه ورځ جدعون او د هغۀ ټول سړى وختى پاڅېدل او د حرود چينې په خوا کښې يې خېمې ولګولې. د ميديانيانو خېمې د هغوئ شمالى طرف ته په مېدان کښې د موره غر ته نزدې وې. ۲مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”تا سره چې کوم سړى دى دا زما دپاره ډېر زيات دى چې هغوئ له په ميديانيانو باندې فتح ورکړم. کېدے شى چې هغوئ دا سوچ وکړى چې هغوئ د خپل طاقت سره دا ګټه موندلې ده، نو مغروره به شى. ۳خلقو ته اِعلان وکړه، هر څوک چې يرېدلې وى يا يې زړونه بائيللى وى نو هغوئ دې واپس کور ته لاړ شى او مونږ به دلته د جِلعاد د غر سره ايسار شو.“ نو دوويشت زره واپس لاړل او لس زره ايسار شول. ۴بيا مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”تا سره دا سړى اوس هم ډېر زيات دى. هغوئ لاندې اوبو ته بوځه او زۀ به هغوئ ستا دپاره هلته بېل بېل کړم. چې زۀ تا ته ووايم چې دا سړى به تا سره خامخا ځى نو هغه به ځى او چې کوم سړى درته وښايم چې نۀ به ځى نو هغه به نۀ ځى.“ ۵جدعون سړى اوبو له بوتلل او مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه کسان چې د سپى په شان په ژبه اوبۀ څښى، د هغه ټولو نه جدا کړه چې په خپلو ګوډو باندې ټيټ شى او اوبۀ وڅښى.“ ۶هلته درې سوه سړى داسې وُو چې هغوئ په لَپو کښې اوبۀ راواخستلې او وې څښلې، او نور ټول په خپلو ګوډو باندې ټيټ شول او اوبۀ يې وڅښلې. ۷مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”د دې درې سوو سړو په ذريعه چې په لَپو باندې اوبۀ څښى، زۀ به تاسو بچ کړم او په ميديانيانو باندې به فتح درکړم. باقى نور ټول کورونو ته ولېږه.“ ۸نو جدعون هغه ټول بنى اِسرائيليان کور ته ولېږل بغېر د هغه درېو سوو نه، چا چې بيګلې او سامان ساتلے وو. د ميديانيانو کېمپ د هغوئ نه لاندې په مېدان کښې وو. ۹په هغه شپه مالِک خُدائ جدعون له حُکم ورکړو، ”پاڅه او په خېمو حمله وکړه، زۀ تا له په هغوئ باندې فتح درکوم. ۱۰خو کۀ تۀ د حملې کولو نه يرېږې، نو د خپل نوکر فوراه سره لاندې خېمو ته لاړ شه. ۱۱چې هغوئ څۀ وائى نو تۀ به هغه واورې او تا ته به د حملې کولو حوصله مِلاو شى.“ نو جدعون او د هغۀ نوکر فوراه د دشمنانو د خېمو غاړې ته لاړل. ۱۲ميديانيان، عماليقيان او د صحرا قبيلو سړى د مُولخانو د لښکر په شان په مېدان کښې خوارۀ شوى وُو او د هغوئ اوښان د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وُو. ۱۳کله چې جدعون راورسېدو، هغۀ واورېدل چې يو سړے خپل ملګرى ته خوب بيانوى. هغۀ وفرمائيل، ”ما خوب وليدو چې د اوربشو يو ګول روټۍ راورغړېده او يوه خېمه يې ووهله، خېمه په بل مخ واوړېدله او راوغورزېدله.“ ۱۴د هغۀ دوست جواب ورکړو، ”دا د بنى اِسرائيلو تُوره ده چې د يوآس زوئ جدعون دے، د دې بل هيڅ مطلب نشته. خُدائ پاک هغۀ له په ميديانيانو او زمونږ په ټول لښکر باندې فتح ورکړې ده.“ ۱۵کله چې جدعون د هغه سړى د خوب او د هغې د مطلب په حقله واورېدل، نو هغۀ د مالِک خُدائ عبادت وکړو. بيا هغه واپس د بنى اِسرائيلو خېمو ته لاړو او وې فرمائيل، ”پاڅئ، مالِک خُدائ تاسو له د ميديانيانو په لښکر باندې فتح درکوى.“ ۱۶هغۀ درې سوه سړى په درېو ډلو کښې تقسيم کړل او هر يو سړى له يې يو بيګل او يو منګے ورکړو چې په کښې به چراغ وو. ۱۷هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ چې کله د خېمو غاړې ته ورسېږم، ما ته ګورئ او چې زۀ څۀ کوم نو هغه شان وکړئ. ۱۸کله چې زۀ او زما قبيله بيګلې وغږوُو، بيا تاسو خپلې بيګلې د خېمو نه ګېرچاپېره وغږوئ او داسې نعرې ووهئ، دپاره د مالِک خُدائ او د جدعون.“ ۱۹جدعون او د هغۀ سل سړى د نيمې شپې نه لږ مخکښې د خېمو غاړې ته راغلل، هم په هغه وخت پهره دار بدل شوى وُو. بيا هغوئ بيګلې وغږولې او چې د هغوئ سره کوم منګى وُو نو هغه يې مات کړل، ۲۰او هغه نورو دوو ډلو هم دغه شان وکړل. هغوئ ټولو په خپلو ګسو لاسونو کښې چراغونه نيولى وُو، په ښو لاسونو کښې يې بيګلې وې او چغې يې وهلې، ”تُوره د مالِک خُدائ او جدعون دپاره.“ ۲۱ټول سړى د خېمو نه ګېرچاپېره په خپل خپل ځائ باندې ودرېدل او د دشمن ټول لښکر وتښتېدو او چغې يې وهلې. ۲۲کله چې د جدعون سړو بيګلې غږولې، نو مالِک خُدائ د دشمن لښکر دې ته جوړ کړو چې د خپلو تُورو سره په يو بل باندې حمله وکړى. هغوئ د بيت‌سِطه پورې د صريرات طرف ته او طبات ته نزدې ابيل‌محوله پورې منډې وهلې. ۲۳بيا د نفتالى او آشر قبيلو او د منسى د دواړو برخو نه سړى راوغوښتلے شول او هغوئ په ميديانيانو پسې لاړل. ۲۴جدعون د غرونو مُلک ټول اِفرائيم ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ووائى، ”لاندې راشئ او د ميديانيانو سره جنګ وکړئ. د اُردن سيند او د بيت‌باره پورې ټول نِهرونه ونيسئ، چې ميديانيان ترې نه راپورې نۀ وځى.“ نو د اِفرائيم سړى راغونډ کړے شول او هغوئ د اُردن سيند او د بيت‌باره پورې نِهرونه ونيول. ۲۵هغوئ د ميديانيانو دوه مشران، عوريب او زئيب ونيول، عوريب يې د عوريب په ګټ باندې ووژلو او زئيب يې د زئيب د انګورو په لنګرۍ کښې ووژلو. هغوئ په ميديانيانو پسې وُو او د عوريب او زئيب سرونه يې جدعون له راوړل، چې هغه اوس د اُردن نمرخاتۀ طرف ته وو.