يوسفزئ
نبوى

د يوحنا رسول رويا - شپاړسم باب

د خُدائ پاک د قهر جامونه

۱بيا ما د خُدائ پاک د کور نه يو اوچت آواز واورېدو چې هغه اووۀ فرښتو ته يې وئيل چې، ”لاړې شئ او د خُدائ پاک د قهر اووۀ جامونه په زمکه توئ کړئ.“ ۲نو اوله فرښته لاړه او په زمکه يې خپل جام توئ کړو او د ناسور خوراکى دانې په هغه خلقو ښکاره شوې چې د بلا نښه يې په ځان کښې وه او هغه بُت ته يې عبادت کړے وو. ۳او دوېمې فرښتې خپل جام په سمندر کښې توئ کړو او د هغې اوبۀ د مړى د وينې په شان شوې او په سمندر کښې هر ژوندے څيز مړ شو. ۴او درېمې فرښتې خپل جام په دريابونو او په چينو کښې توئ کړو او وينې شول. ۵بيا ما واورېدل چې په اوبو اختيار لرونکې فرښتې ووئيل چې، ”اے قُدوسه خُدايه، تۀ چې يې او وې، تۀ په خپل عدالت کښې صادق يې. ۶ځکه چې هغوئ د مقدسينو او ستا د نبيانو وينې توئ کړې دى او تا هغوئ ته د څښلو دپاره وينې ورکړې، هغوئ د دې سزا لائق دى.“ ۷او ما د قربان‌ګاه نه يوه چغه واورېدله، ”آو، مالِکه خُدايه پاکه، تۀ په ټولو قادر يې، ستا ټولې فېصلې رښتينې او په حقه دى.“ ۸او څلورمې فرښتې خپل جام په نمر توئ کړو او دا اختيار ورله ورکړے شو چې په خپلو شغلو خلق وسيزى. ۹او هغوئ بد بد وسوزېدل خو هغوئ د خُدائ پاک په نوم کُفر ووئيلو، چا سره چې د دې افتونو د نازلولو اختيار دے، خو هغوئ د توبه ويستلو نه اِنکارى شول او نۀ يې د هغۀ ثنا ووئيله. ۱۰او پينځمې فرښتې د بلا په تخت خپل جام توئ کړو او د هغۀ په بادشاهۍ کښې تيارۀ شوله. او خلقو د درد نه خپل غاښونه چيچل، ۱۱او هغوئ د خپل درد او د ناسور په وجه آسمانى خُدائ پاک ته کُفر ووې، او څۀ بد کارونه چې هغوئ کړى وُو، د هغې نه يې توبه ونۀ کړله. ۱۲او شپږمې فرښتې خپل جام د فرات په لوئ سيند کښې توئ کړو او د هغې اوبۀ وچې شوې چې د نمرخاتۀ د بادشاهانو دپاره لار تياره شى. ۱۳بيا ما وليدل چې د اژدها، د بلا، او د دروغژن نبى د خولې نه د چيندخانو په شان درې پيريان راووتل. ۱۴دا هغه پيريان دى چې معجزې ښائى، هغوئ د دې دپاره ځى چې د دُنيا ټول بادشاهان د قادر خُدائ پاک د لوئ ورځې د جنګ دپاره راجمع کړى. ۱۵”ګورئ، زۀ د غل په شان درځم. بختور دے هغه چې بېدار وى او جامې يې اغوستې وى نو چې هغه به بربنډ نۀ شى او خلق به د هغۀ شرم ونۀ وينى.“ ۱۶نو هغوئ بادشاهان هغه ځائ ته راجمع کړل چې په عبرانۍ کښې ورته ارمِګدون وائى. ۱۷بيا اوومې فرښتې خپل جام په هوا توئ کړو او د خُدائ د کور د تخت نه يو اوچت آواز راغلو چې هغۀ وفرمائيل چې، ”هر څۀ پوره شول.“ ۱۸له دې نه پس د برېښنا شُغلې او د تندر ګړزا او يوه دومره سخته زلزله راغله چې د بنى آدم د پېدايښت راسې چرې هم نۀ وه راغلې. ۱۹او هغه لوئ ښار په درېو حِصو تقسيم شو او د دُنيا ښارونه ونړېدل، او خُدائ پاک ته لوئ بابل راياد شو بلکې د خپل غضب او قهر نه ډکه پياله يې په هغوئ وڅښله. ۲۰هره يوه جزيره غېبه شوله او يو غر هم ليدے نۀ شو. ۲۱او په بنى آدمو له آسمان نه تقريباً پنځوس کلو وزن برابر ږلۍ وورېدله او هغوئ د ږلۍ په افت خُدائ پاک ته کُفر ووئيلو ځکه چې هغه افت ډېر سخت وو.