يوسفزئ
د تورات شريف درېم کِتاب

د ليويانو کِتاب - څوارلسم باب

د څرمنې د بيمارو نه پس پاکوالے

۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل ۲دا اصُول د هغه کس د پاکوالى دپاره دى چې د جذام د بيمارۍ نه روغ شوے وى. چې په کومه ورځ اِعلان وشى چې هغه پاک دے، نو هغه به اِمام له بوتلے شى، ۳او اِمام به هغه د خېمو نه بهر بوځى او وبه يې ګورى. کۀ هغه کس روغ شوے وى، ۴نو اِمام به حُکم وکړى چې دوه حلال مارغان دې د دِيار د لرګى د يوې ټُکړې سره، يو د تک سور تار او د وېلنى بوټى سره راوړلے شى. ۵بيا به اِمام حُکم وکړى چې يو مارغۀ دې د خاورې لوښى دپاسه حلال کړے شى چې د چينې تازه اوبۀ په کښې وى. ۶هغه به ژوندے مارغۀ د دِيار د لرګى، د تک سور تار او د وېلنى سره، د هغۀ مارغۀ په وينه کښې ډُوب کړى کوم چې حلال شوے وى. ۷هغه به اووۀ ځله هغه وينه په هغه سړى باندې وشيندى کوم چې د جذام د بيمارۍ نه پاکولے شى او بيا به هغه اِعلان وکړى چې دا کس پاک دے. هغه به ژوندے مارغۀ آزاد کړى چې په هوا کښې والوځى. ۸هغه کس به خپلې جامې ووينځى، ټول وېښتۀ به کل کړى او غسل به وکړى، نو پاک به شى. بيا هغه خېمو ته تلے شى، خو هغه به اووۀ ورځې د خپلې خېمې نه بهر اوسيږى. ۹په اوومه ورځ به هغه بيا خپل سر، ږيره، وروځې او د بدن نور ټول وېښتۀ کل کړى، هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، نو هغه به پاک شى. ۱۰په اتمه ورځ به هغه دوه ګډُورى او يوه ګډورۍ چې د يو کال وى او هيڅ عېب په کښې نۀ وى، درې کلو اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى او د ليټر درېمه حِصه د زيتُونو تېل دې راوړى. ۱۱اِمام به هغه کس او دا نذرانې د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې خولې ته يوسى. ۱۲بيا به اِمام يو ګډُورے او د تېلو د ليټر درېمه حِصه يوسى او دا به د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه پېش کړى. هغه به دا د اِمام دپاره مالِک خُدائ ته د خاص نذرانې په توګه پېش کړى. ۱۳هغه به ګډُورے په هغه مقدس ځائ کښې حلال کړى چرته چې د ګناه نذرانې او د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلالولے شى. دا ځکه چې د ګناه د تاوان نذرانه، د ګناه د نذرانې په شان د اِمام ده او ډېره مقدسه ده. ۱۴اِمام به د ګډُورى لږه وينه واخلى او د هغه کس د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د هغۀ د ښى لاس په غټې ګوتې پورې او د هغۀ د ښۍ پښې په غټې ګوتې پورې دې ولګوى د کوم کس چې اِعلان کيږى چې دا پاک دے. ۱۵اِمام به د زيتُونو لږ تېل واخلى او د خپل ګس لاس په تلى کښې به يې واچوى، ۱۶د خپل ښى لاس ګوته به په دې کښې ډُوبه کړى او لږ به هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې اووۀ ځله وشيندى. ۱۷هغه به څۀ تېل چې د هغۀ د لاس په تلى کښې دى او څۀ د ګډُورى وينه واخلى او د هغه کس د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د هغۀ د ښى لاس په غټې ګوتې پورې او د هغۀ د ښۍ پښې په غټې ګوتې پورې ولګوى چې د کوم کس اِعلان کيږى چې دا پاک دے. ۱۸د هغۀ د لاس په تلى کښې چې کوم پاتې شوى تېل دى هغه به د دې کس په سر باندې ولګوى. نو د هغۀ د پاکوالى کفاره به ادا کړى. ۱۹بيا به اِمام د ګناه نذرانه پېش کړى او د پاکوالى کفاره به ادا کړى. د هغې نه پس، هغه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلال کړى ۲۰او دا به د غلې نذرانې سره په قربان‌ګاه باندې پېش کړى. نو اِمام به د پاکوالى کفاره ادا کړى او هغه کس به پاک شى. ۲۱کۀ هغه غريب وى او نور څۀ نۀ شى اخستلے، نو د هغۀ د پاکوالى د کفارې ادا کولو دپاره دې هغه يو ګډُورے د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه پېش کړى، دا به مالِک خُدائ ته د اِمام دپاره يوه خاص تُحفه وى. هغه به صِرف يو کلو اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، دا د غلې د نذرانې دپاره او د ليټر درېمه حِصه د زيتُونو تېل راوړى. ۲۲هغه به دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې هم راوړى، يوه د ګناه نذرانې دپاره او يوه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى. ۲۳د هغۀ د پاکوالى په اتمه ورځ به هغه دا د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې اِمامانو له راوړى. ۲۴اِمام به ګډُورے او د زيتُونو تېل واخلى او مالِک خُدائ ته به يې د يوې خاص تُحفې په توګه د اِمام دپاره پېش کړى. ۲۵هغه به ګډُورے حلال کړى او د دې څۀ وينه به واخلى او د هغه کس د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د ښى لاس په غټې ګوتې پورې او د هغۀ د ښۍ پښې په غټې ګوتې پورې ولګوى. ۲۶اِمام به لږ تېل د خپل ګس لاس په تلى کښې واچوى ۲۷او د خپل ښى لاس د يوې ګوتې سره به څۀ تېل د مالِک خُدائ په حضور کښې اووۀ ځله وشيندى. ۲۸هغه به څۀ تېل هم په هغه ځايونو پورې ولګوى چې څنګه يې وينه لګولې وه، د هغۀ د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د هغۀ د ښى لاس په غټې ګوتې پورې، او د هغۀ د ښۍ پښې په غټې ګوتې پورې. ۲۹د هغۀ په تلى کښې چې کوم پاتې شوى تېل دى هغه دې د هغه کس په سر واچوى او داسې به د پاکوالى کفاره ادا کړى. ۳۰بيا به هغه يوه ګوګوشتکه يا کونتره پېش کړى، ۳۱دا به د ګناه د نذرانې په توګه او هغه بله د غلې د نذرانې سره، د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى. نو اِمام به د مالِک خُدائ په حضور کښې د هغه کس د پاکوالى کفاره ادا کړى. ۳۲دا قانون د هغه چا دپاره دے چې د جذام بيمارى لرى خو د خپل پاکوالى دپاره عامې نذرانې نۀ شى اخستلے.

په کورونو کښې د وروستوالى پشم

۳۳بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل ۳۴‏-۳۵او د هغه کورونو په حقله دا اصُول يې ورته وښودل چې خورېدونکى پشم په حقله وى. (دا اصُول د بنى اِسرائيلو دپاره وُو چې کله هغوئ د کنعان مُلک ته ننوتلى وے نو د هغې نه پس به پرې عمل کېدلے، کوم مُلک چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکولو چې خپل يې شى.) کۀ چا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ د هغۀ په کور پشم راوستے دے، نو هغه به خامخا ځى او د دې په حقله به اِمام ته وائى. ۳۶نو چې کله اِمام پشم ليدلو له هلته ورځى نو هغه به حُکم وکړى چې هر څۀ دې د هغه کور نه بهر وويستلے شى، هسې نه چې د هغه کور ټول سامان ناپاکه اِعلان کړے شى. نو د دې نه وروسته دې اِمام کور ته ورشى ۳۷او پشم به وګورى. کۀ په دې کښې شين بخن يا سور بخن داغونه وى چې دېوال خرابوى، ۳۸اِمام به د هغه کور نه لاړ شى او اووۀ ورځې به يې بند وساتى. ۳۹په اوومه ورځ به هغه واپس راشى او بيا به يې وګورى. کۀ پشم خور شوے وى، ۴۰هغه به حُکم وکړى چې هغه کاڼى دې لرې کړے شى چې په کومو باندې پشم ښکارى او د ښار نه بهر په يو ناپاک ځائ کښې دې وغورزولے شى. ۴۱بيا دې هغه دننه ټول دېوالونه وتراشى او هغه راغورزېدلې خاوره دې د ښار نه بهر يو ناپاک ځائ ته يوړے شى. ۴۲چې کوم کاڼى لرې کړے شوى وى نو د هغې په ځائ دې نور استعمال کړے شى او دېوالونه دې په نوې خټه باندې لېو کړے شى. ۴۳د کاڼو د لرې کولو او دېوالونو د تراشلو او لېولو نه پس کۀ بيا په هغه کور کښې پشم راښکاره شى، ۴۴نو اِمام به لاړ شى او وبه يې ګورى. کۀ پشم خور شوے وى، نو کور ناپاک دے. ۴۵هغه کور دې خامخا وران کړے شى او د دې کاڼى، لرګى او د دې ټولې خاورې دې د ښار نه بهر يو ناپاک ځائ ته يوړے شى. ۴۶هر څوک چې هغه کور ته دننه لاړ شى کله چې هغه تاله وى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۴۷هر څوک چې په دې کور کښې څملى يا په کښې خوراک وکړى نو خامخا به خپلې جامې وينځى. ۴۸کۀ کله اِمام د دې کتلو له راشى او د کور د بيا لېولو نه پس پشم راڅرګند شوے نۀ وى، نو هغه به اِعلان وکړى چې کور پاک دے، ځکه چې پشم ورک شوے دے. ۴۹د کور د پاکولو دپاره، هغه به دوه مارغان، د دِيار لرګے، يو تک سور تار او د وېلنى يوه څانګه واخلى. ۵۰هغه به يو مارغۀ د خټې يو لوښى دپاسه حلال کړى چې د چينې تازه اوبۀ په کښې وى. ۵۱بيا به هغه د دِيار لرګے، د وېلنى څانګه، تک سور تار او هغه ژوندے مارغۀ واخلى او دا به د هغه حلال شوى مارغۀ په وينه کښې او په تازه اوبو کښې ډُوب کړى. او دا وينه او اوبۀ دې په کور باندې اووۀ ځله وشيندى. ۵۲نو هغه به دا کور د مارغۀ د وينې په ذريعه، د تازه اوبو او ژوندى مارغۀ، د دِيار لرګى، د وېلنى او د سور تار سره پاک کړى. ۵۳بيا به هغه ژوندے مارغۀ آزاد کړى چې د ښار نه بهر په هوا کښې والوځى. نو داسې هغه به د کور د پاکوالى دپاره کفاره ادا کړى او دا به پاک شى. ۵۴دا قانون د جذام بيمارۍ او خارښت په حقله دے، ۵۵‏-۵۶د زخمونو، پړسوب، يا دانو، او يا په جامو يا کورونو کښې د پشم په حقله دے. ۵۷کۀ يو څيز پاک يا ناپاک وى نو په دې قانون به فېصله کولے شى.