يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو څلوېښتم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

د رحم دپاره د يو بيمار درخواست

۱بختور دے هغه څوک چې د مسکينانو خيال ساتى،

کله چې دے په تکليف کښې وى مالِک خُدائ ورله خلاصون ورکوى.

۲مالِک خُدائ به د هغۀ حفاظت کوى او ژوند به يې په امان کښې ساتى،

هغه به په دُنيا کښې ورله برکت ورکړى او د دشمنانو د لاس نه به يې ساتى.

۳مالِک خُدائ به يې په بيمارۍ کښې خيال ساتى

او هغه به يې د بيمارۍ د کټ نه روغ رمټ کړى.

۴ما ووئيل چې، ”اے مالِکه خُدايه، په ما رحم وکړه ما له شفا راکړه،

ځکه چې ما ستا خلاف ګناه کړې ده.“

۵زما دشمنان په بدنېتۍ سره داسې وائى چې، ”کله به دے مړ شى،

او نوم به يې څومره زر د زمکې مخ نه ورک شى؟“

۶هغوئ چې کله زما ليدو له راځى نو فضول خبرې کوى،

او دروغ وائى او په زړۀ کښې شرارت راجمع کوى،

او چې کله بهر ځى نو په هر ځائ کښې زما غېبت کوى.

۷زما دشمنان ټول زما خلاف خبرې کوى،

هغوئ زما خلاف بد سوچونه کوى،

۸او دوئ وائى چې، ”په سخت رنځ پروت دے

او د بيا پاڅېدو امکان يې د ‎دې رنځ نه نشته دے.“

۹تر دې چې زما نزدې دوست په چا باندې چې ما پوره يقين کولو،

نو هغه چا چې روټۍ به يې ما سره خوړه هغه هم زما خلاف شولو،

۱۰خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، په ما رحم وکړه،

چې د هغوئ نه خپله بدله واخلم، ما دوباره روغ کړه.

۱۱چې تۀ رانه رضا يې زۀ په دې پوهېږم،

تا زۀ د دشمنانو لاسونو ته پرې نۀ ښودم.

۱۲تا زۀ زما د تقوىٰ په وجه اوچت کړم،

او د تل دپاره دې په خپل حضور کښې وساتلم.

۱۳مبارک دې وى مالِک، د بنى اِسرائيلو خُدائ،

د ازل نه تر ابده آمين، آمين.