يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او شپاړسم زبور

۱د مالِک خُدائ سره مينه کوم ځکه چې هغۀ زما سوال زارى اورېدلې ده،

هغۀ زما سوال زارى د رحم دپاره اورېدلې ده.

۲ځکه چې هغه اوس په ما خيال ساتى او خپل غوږ يې ما ته راړولے دے،

ترڅو چې زۀ ژوندے يم زۀ به هغۀ نه سوال کوم.

۳د مرګ پړو راګېر کړے يم،

د قبر سخته په ما راغلې ده،

زۀ په خپل خفګان او تکليفونو کښې ډوب شوم.

۴نو ما بيا د مالِک خُدائ په نوم چغه کړه،

چې، ”اے مالِکه خُدايه ما بچ کړه.“

۵مالِک خُدائ مهربانه او صادق دے،

زمونږ خُدائ پاک پوره رحيم دے.

۶مالِک خُدائ ساده زړۀ لرونکى خلق بچ کوى،

کله چې زۀ ډېر سخت حاجتمند ومه هغۀ زۀ بچ کړم.

۷نو زما روحه يو ځل بيا خپل آرام ته راشه،

ځکه چې مالِک خُدائ ما سره ښۀ دے.

۸خو تا په خپله اے مالِکه خُدايه زما روح د مرګ نه بچ کړو،

زما سترګې دې د اوښکو نه اوچې کړې،

زما پښې دې د تيندک خوړلو نه بچ کړې.

۹نو بيا به زۀ د مالِک خُدائ په وړاندې،

د ژوندو په مُلک کښې وګرځم.

۱۰نو زما دا ايمان وو نو ځکه ما ووئيل چې،

”زۀ ډېر په تکليف کښې يم.“

۱۱او ما په خپله مايوسۍ کښې دا ووئيل چې،

”ټول انسانان دروغژن دى.“

۱۲نو زۀ به څنګه مالِک خُدائ له د هغې بدل خلاص کړم،

د هغۀ د ټولو هغه ښېګړو چې ما سره يې کړى دى.

۱۳زۀ به د خلاصون جام اوچت کړم،

او زۀ به د مالِک خُدائ په نوم سوال زارى وکړم.

۱۴زۀ به د مالِک خُدائ سره خپلې ټولې وعدې پوره کړم،

د هغۀ د ټولو خلقو په وړاندې به خپلې وعدې پوره کړم.

۱۵د مالِک خُدائ په نظر کښې

د هغۀ د مقدسينو مرګ ډېر اهم دے.

۱۶اے مالِکه خُدايه په رښتيا سره ستا خِدمتګار يم،

لکه ستا د وينځې د زوئ په شان زۀ ستا خِدمتګار يم،

تا زۀ د زنځيرونو نه آزاد کړے يمه.

۱۷زۀ به تا ته د شُکر ګزارۍ قربانى وکړم،

او د مالِک خُدائ په نوم به دُعا وغواړم.

۱۸زۀ به د مالِک خُدائ سره خپلې ټولې وعدې پوره کړم،

د هغۀ د ټولو خلقو په وړاندې به خپلې وعدې پوره کړم.

۱۹د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې

يروشلمه ستا په مينځ کښې

مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى.