يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او اتۀ دېرشم زبور

د حضرت داؤد د شُکر ګزارۍ سرود

۱زۀ به د زړۀ د اخلاصه، ستا ثناء صِفت وکړم، اے مالِکه خُدايه،

او د نورو معبودانو په وړاندې به زۀ ستا د شُکر ګزارۍ سندرې ووايم.

۲زۀ به ستا مقدس کور طرف ته سجده وکړم،

او زۀ به ستا د نوم ثناء صِفت ادا کړم،

ځکه چې تۀ ډېر مينه ناک او وفادار يې،

او تا په ټولو څيزونو باندې خپل نوم او کلام اوچت کړو.

۳ما چې کله هم تا ته سوال زارى کړې ده، تا قبوله کړې ده،

تا زۀ په طاقت ورکولو تکړه او زړَور کړم.

۴اے مالِکه خُدايه، د دُنيا ټول بادشاهان دې ستا ثناء صِفت وکړى،

چې کله دوئ ستا د خولې کلام واورى.

۵دوئ دې د مالِک خُدائ د طريقو ثناء صِفت وکړى،

ځکه چې د مالِک خُدائ جلال لوئ دے.

۶کۀ څۀ هم چې مالِک خُدائ ډېر اوچت دے،

خو بيا هم د ښکته خلقو خيال ساتى،

خو هغه کبرژن د ډېر لرې نه پېژنى.

۷زۀ کۀ څۀ هم د مصيبتونو په مينځ کښې ګرځم،

تۀ زما ژوندون بچ کوې.

تۀ خپل لاس زما د دشمنانو د غصې په خلاف راوږدوې،

د خپل ښى لاس سره دې ما بچ کوې.

۸مالِک خُدائ به زما دپاره خپل مقصد پوره کړى،

ستا مينه، اے مالِکه خُدايه، د تل دپاره پاتې کيږى،

د خپلو لاسونو کارونه مۀ پرېږده.