يوسفزئ
د تورات شريف څلورم کِتاب

د شمېر کِتاب - يوويشتم باب

د بنى اِسرائيلو کنعانيانو له شکست ورکول

۱کله چې د کنعان په جنوبى حِصه کښې د عراد بادشاه واورېدل چې بنى اِسرائيل د اتهارِم په لاره راروان دى، نو هغۀ ورباندې حمله وکړه او څۀ يې ترې نه ونيول. ۲بيا بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ سره دا وعده وکړه، ”کۀ تۀ مونږ په دې خلقو بريالى کړې، نو مونږ به د هغوئ ښارونه پوره تباه کړُو او تا ته به وقف شى.“ ۳مالِک خُدائ د هغوئ آواز واورېدو او په کنعانيانو يې بريالى کړل. نو بنى اِسرائيلو هغوئ او د هغوئ ښارونه تباه کړل او په هغه ځائ يې حُرمه نوم کېښودو.

د پيتلو مار

۴بنى اِسرائيليان د حُور غرۀ نه د بحرِقُلزم په لار روان شول چې د ادوم نه ګېرچاپېره مزل وکړى. خو په لاره کښې خلق ډېر بې‌صبره شول ۵او د خُدائ پاک او موسىٰ خِلاف يې خبرې شروع کړې. هغوئ ووئيل، ”تاسو مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو د دې دپاره څۀ چې په دې صحرا کښې مړۀ شُو، چرته چې نۀ روټۍ شته او نۀ اوبۀ شته؟ نور مونږ دا بې‌کاره خوراک نۀ شُو برداشت کولے.“ ۶بيا مالِک خُدائ په خلقو باندې زهريله ماران راولېږل او ډېر اِسرائيليان يې وچيچل او مړۀ شول. ۷خلق موسىٰ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ دا ګناه کړې ده چې د مالِک خُدائ او ستا خِلاف مو خبرې کړې دى. نو مالِک خُدائ ته سوال وکړه چې دا ماران لرې کړى.“ نو موسىٰ د خلقو دپاره دُعا وکړه. ۸مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې د يو زهريله مار نمونه جوړه کړه او په يوه ډاګه يې ولګوه، نو هر څوک چې چيچلے شوے وى او هغې ته وګورى نو روغ به شى. ۹نو موسىٰ د پيتلو نه مار جوړ کړو او په يوه ډاګه باندې يې ولګولو. هر څوک به چې چيچلے شوے وو او هغۀ به د پيتلو مار ته وکتل نو ژوندے به پاتې شو.

د بنى اِسرائيلو موآب ته سفر

۱۰اِسرائيليان وړاندې لاړل او په اوبوت کښې يې خېمې ولګولې. ۱۱چې د هغه ځائ نه لاړل نو د موآبيانو د علاقې نمرخاتۀ طرف ته د عى عباريم په صحرا کښې يې خېمې ولګولې. ۱۲بيا هغوئ د زرد په وادۍ کښې خېمې ولګولې. ۱۳هغوئ د هغه ځائ نه بيا لاړل او د ارنون د سيند نه پورىې غاړه يې خېمې ولګولې په هغه صحرا کښې چې د اموريانو د علاقې پورې خوره وه. ارنون د موآبيانو او اموريانو په مينځ کښې د حد پوله وه. ۱۴نو دا ځکه د مالِک خُدائ د جنګونو په کِتاب کښې ليکلى دى، ”د سوفه په علاقه کښې د واهيب ښار او هغه واديانې، د ارنون سيند، ۱۵د واديانو ژور ځايونه چې د عار ښار پورې خوارۀ دى او چې د موآب د حد پولې ته رسيږى.“ ۱۶د هغې ځائ نه هغوئ هغه کوهى له لاړل چې د بير په نامه ياديږى، دا هغه کوهے دے چې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خلق راغونډ کړه او زۀ به هغوئ له اوبۀ ورکړم.“ ۱۷په هغه وخت بنى اِسرائيلو دا سندره ووئيله، ”کُوهو، خپلې اوبۀ راوباسئ، مونږ ورته يوه سندره وايو. ۱۸کوهے شهزادګانو کنستلے دے او د خلقو د مشرانو سره د بادشاهۍ د امسا سره او د هغوئ د امساګانو سره.“ هغوئ د صحرا نه متنه ته لاړل، ۱۹او د هغې ځائ نه نحلى‌اېل ته او د نحلى‌اېل نه بامات ته لاړل، ۲۰او د بامات نه د موآبيانو په علاقه کښې وادۍ ته لاړل، د پِسګه د غرۀ د سر نه لاندې، چې مخ يې صحرا ته دے.

په سيحون بادشاه او عوج بادشاه باندې فتح موندل

۲۱بيا بنى اِسرائيلو د اموريانو بادشاه سيحون ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ۲۲”مونږ پرېږده چې ستا په مُلک کښې تېر شُو. او مونږ او زمونږ څاروى به د لارې نه نۀ اوړُو او نۀ به ستاسو پټو او د انګورو باغونو ته ځُو او مونږ به ستاسو د کُوهو نه اوبۀ نۀ څښو، په لويه لاره به سيدها روان يُو چې ستاسو علاقې نه ووځُو.“ ۲۳خو سيحون بنى اِسرائيلو له اجازت نۀ ورکولو چې د هغۀ د علاقې نه تېر شى. هغۀ خپل ټول لښکر راجمع کړو او په صحرا کښې يهض ته ووتل او په بنى اِسرائيلو يې حمله وکړه. ۲۴خو بنى اِسرائيلو په جنګ کښې ډېر دشمنان ووژل او د ارنون سيند نه واخله تر يبوق سيند پورې زمکه يې ترې نه ونيوله، خو د يبوق نه وروستو د عمونيانو د علاقې د حد پوله ډېره مضبوطه وه. ۲۵نو بنى اِسرائيلو د اموريانو ټول ښارونه چې په هغوئ کښې حسبون او ګېرچاپېره کلى هم شامل وو ونيول او بيا هغوئ هلته اوسېدل. ۲۶حسبون د اموريانو د بادشاه سيحون مرکزى ښار وو، سيحون د موآب پخوانى بادشاه خِلاف جنګ کړے وو او د ارنون سيند پورې د هغۀ ټوله زمکه يې نيولې وه. ۲۷نو دا ځکه شاعران وائى، ”د سيحون بادشاه ښار ته، حسبون ته راشه، مونږ دا آباد او ودان غواړُو. ۲۸يوه ورځ د دې ښار حسبون نه د سيحون لښکر د اور په شان لاړو، هغوئ په موآب کښې د عار ښار وران کړو او د پاسنى ارنون غرونه يې دړې وړې کړل. ۲۹د موآب خلقو ستاسو دپاره دا څومره خرابه خبره ده. د کموس عبادت کوونکو تاسو تباهۍ له راوستلے شوى يئ. ستاسو خُدائ خلق مهاجر جوړ کړى دى او ستاسو ښځې د اموريانو د بادشاه قېديانې شوې دى. ۳۰خو د هغوئ اولاد تباه شوے دے، د حسبون نه واخله تر ديبون پورې، د نشيم نه واخله تر نفح پورې، چې ميدبا ته نزدې دے.“ ۳۱نو اِسرائيليان د اموريانو په علاقه کښې دېره شول، ۳۲او موسىٰ کسان ولېږل چې په يعزير ښار باندې حمله کولو دپاره ښۀ لاره معلومه کړى. بنى اِسرائيلو دا او ګېرچاپېره ښارونه ونيول او چې کوم اموريان هلته اوسېدل هغه يې وشړل. ۳۳بنى اِسرائيل راوګرځېدل او د بسن په لاره لاړل او د بسن بادشاه عوج د خپل لښکر سره راووتلو چې په ادرعى کښې په هغوئ باندې حمله وکړى. ۳۴مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د هغۀ نه مۀ يرېږه. زۀ به تا په هغۀ باندې، د هغۀ په ټولو خلقو او د هغۀ په مُلک باندې بريالے کړم. د هغۀ سره هم هغه شان کار وکړه لکه څنګه چې دې سيحون سره کړے وو، سيحون چې په حسبون کښې د اموريانو بادشاه وو.“ ۳۵نو بنى اِسرائيلو عوج، د هغۀ زامن او د هغۀ ټول خلق ووژل، هيڅ څوک يې ژوندى پرې نۀ ښودل او بيا هغوئ د هغۀ مُلک ونيولو.