يوسفزئ
د تورات شريف څلورم کِتاب

د شمېر کِتاب - درې دېرشم باب

د بنى اِسرائيلو د مِصر نه موآب ته سفر

۱بنى اِسرائيلو د لښکرو په شکل کښې په دې مرحلو کښې سفر وکړو او د موسىٰ او هارون په مشرۍ کښې د مِصر نه لاړل. ۲د مالِک خُدائ په حُکم باندې، موسىٰ به هر ځل د هغه ځائ نوم ليکلو چرته به چې هغوئ خېمې لګولې. ۳د کال د وړومبۍ مياشتې په پينځلسمه ورځ اِسرائيليان د مِصر نه لاړل، دا د اول ځل د فسحې اختر پسې ورځ وه. هغوئ د رعمسيس ښار نه زړَور لاړل چې ټولو مِصريانو ورته کتل، ۴چا چې خپل مشران زامن ښخول چې مالِک خُدائ وژلى وُو. ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ د معبودانو سره اِنصاف کړے وو. ۵اِسرائيليان د رعمسيس ښار نه لاړل او په سُکات کښې يې خېمې ولګولې. ۶بيا هغوئ په ايتام کښې خېمې ولګولې چې د صحرا په غاړه دے. ۷د هغه ځائ نه هغوئ فى‌هخيروت ته واپس شول، چې د بعل‌صفون نمرخاتۀ په طرف دے او مجدال ته نزدې يې خېمې ولګولې. ۸هغوئ د فى‌هخيروت نه لاړل، د سيند نه پورې وتل او د شور صحرا ته وردننه شول، د درېو ورځو مزل نه پس هغوئ په ماره کښې خېمې ولګولې. ۹د هغې ځائ نه هغوئ ايليم ته لاړل، چرته چې هغوئ خېمې ولګولې، ځکه چې هلته د اوبو دولس چېنې وې او د کجورو اويا ونې وې. ۱۰هغوئ د ايليم نه لاړل او بحرِقُلزم ته نزدې يې خېمې ولګولې. ۱۱بيا هغوئ د بحرِقُلزم نه لاړل او د صين په بيابان کښې خېمې ولګولې. ۱۲بيا هغوئ د صين بيابان نه لاړل او په دفقه کښې يې خېمې ولګولې، ۱۳د دفقه نه الوش ته لاړل. ۱۴هغوئ د الوش نه خېمې اوچتې کړې او په رفيديم کښې يې ولګولې، چرته چې د خلقو دپاره د څښلو اوبۀ نۀ وې. ۱۵‏-۳۷د رفيديم نه واخله تر د حُور غرۀ پورې هغوئ په دې ځايونو کښې خېمې ولګولې، د سينا په بيابان کښې، قبروت هتاوه، حصيروت، رتمه، رمون فارص، لِبناه، رِسه، قهيلاته، د شافر په غرۀ کښې، حراده، مقهيلوت، تاحت، تارح، متقه، حشمونه، موسيروت، بنى‌يعقان، حور‌الجدجاد، يُطباته، عبرونه، عصيون‌جابر، د صين صحرا (چې قادِس دے)، او د حُور غر، چې د ادوم په لاره دے. ۳۸‏-۳۹د مالِک خُدائ په حُکم باندې، هارون اِمام د حُور غرۀ ته وختلو. د يو سل درويشتو کالو په عُمر کښې چې اِسرائيليان د مِصر نه راوتلى وُو د هغې په څلوېښتم کال د پينځمې مياشتې په وړومبۍ ورځ هغه مړ شو. ۴۰په جنوبى کنعان کښې د عراد بادشاه خبر شو چې اِسرائيليان راروان دى. ۴۱‏-۴۹د حُور غرۀ نه واخله تر د موآب مېدانونو پورې بنى اِسرائيلو په دې ځايونو کښې خېمې ولګولې، ضلمونه، فونون، اوبوت، د موآب په علاقه کښې عى عباريم، ديبون جاد، علمون دبلاتايم، د نبو غرۀ ته نزدې د عباريم غرونه او د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې، د بيت‌يسيموت او د کيکرو وادۍ په مينځ کښې.

د کنعان د فتح کولو دپاره د مالِک خُدائ حُکم

۵۰د اُردن نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۵۱”بنى اِسرائيلو ته ووايه، کله چې تاسو د اُردن نه د کنعان مُلک ته واوړئ، ۵۲تاسو د هغه مُلک ټول اوسېدونکى وشړئ. د هغوئ ټولې مجسمې او بُتان مات کړئ او د هغوئ ټولې علاقائى عبادتخانې ورانې کړئ. ۵۳هغه مُلک قبضه کړئ او په هغې کښې اوسېږئ، ځکه چې زۀ هغه تاسو له درکوم. ۵۴هغه زمکه د پچې په ذريعه په بېلو بېلو قبيلو او قومونو باندې تقسيم کړئ. لوئ قبيلې له ډېره زمکه ورکړئ او وړې قبيلې له لږه زمکه ورکړئ. ۵۵خو کۀ تاسو د هغه مُلک اوسېدونکى ونۀ شړل، نو هغوئ به ستاسو دپاره داسې وى لکه چې په سترګو کښې تېرۀ خسڼے او د لارې خنډ وى، چرته چې تاسو اوسېږئ نو هلته به هغوئ تاسو له تکليف درکوى. ۵۶کۀ تاسو هغوئ ونۀ شړل، نو زۀ به تاسو تباه کړم، لکه څنګه چې ما د هغوئ د تباه کولو منصوبه جوړه کړې ده.“