يوسفزئ
تاریخى

د حضرت يشوَع کِتاب - نولسم باب

شمعون ته حواله شوې علاقه

۱دوېمه پچه د شمعون قبيلې د کورَنو راووتله. دا علاقه د يهوداه قبيلې په علاقه کښې دننه وه. ۲په دې کښې بيرسبع يا شيبا، مولاده، ۳حصارسعول، بالاه، عضم، ۴التولد، بيت‌ايل، حُرمه، ۵صِقلاج، بيت‌مرکبوت، حصارسوسه، ۶بيت‌لباوت او ساروحن شامل وُو، دا ديارلس ښارونه وُو چې ګېرچاپېره ترې کلى وُو. ۷هلته عين، رِمون، عتر، عسن هم وُو، دا څلور ښارونه وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو. ۸په دې کښې هغه ټول کلى شامل وُو چې تر لرې په جنوب کښې د بعلات بير يا راما نجب پورې ښارونه ترې نه تاو وو. دا هغه مُلک وو چې د شمعون قبيلې کورَنو ته مِلاو شوے وو چې د هغوئ خپل ميراث شى. ۹د يهوداه ميراث د ضرورت نه زيات وو نو په دې وجه د هغه علاقې يوه برخه د شمعون قبيلې له ورکړے شوې وه.

زبولون ته حواله شوې علاقه

۱۰درېمه پچه د زبولون قبيلې د کورَنو راووتله. هغوئ ته چې کومه زمکه مِلاو شوه هغه ساريد ته رسېدلې وه. ۱۱د مُلک سرحد د هغه ځائ نمرپرېواتۀ طرف مرعله ته تلے وو، چې دباست او د يقنِعام نمرخاتۀ طرف ته د نِهر سره لګېدو. ۱۲د ساريد په بله غاړه دا نمرخاتۀ طرف ته د کِسلوت تبور سرحد ته او بيا دبرت او يفيع ته تلے وو. ۱۳دا د هغه ځائ نه نمرخاتۀ په طرف جات‌حِفر او عته قاضين ته روان وو او د رِمون په لاره نيعه ته تاو وو. ۱۴په شمال کښې سرحد د حناتون طرف ته تاو وو او د اِفتاح‌اېل وادۍ سره ختم وو. ۱۵په دې کښې قطات، نحلال، سِمرون، اِداله او بيت‌لحم شامل وُو، دا ټول دولس ښارونه وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو. ۱۶دا ښارونه او د دې کلى په هغه مُلک کښې وُو کوم چې د زبولون قبيلې ته مِلاو شُو چې خپل ميراث يې شى.

د يساکار قبيلې ته حواله شوې علاقه

۱۷په څلورم ځل پچه د يساکار قبيلې د کورَنو راووتله. ۱۸د دې په علاقه کښې، يزرعيل، کسولوت، شونيم، ۱۹حفارئيم، شِيون، اناخرات، ۲۰ربيت، قِسيون، ابِض، ۲۱ريمت، عين‌جنيم، عين‌حده او بيت‌فصيص شامل وُو. ۲۲دا سرحد د تبور، شخصومه او بيت‌شمس سره هم لګېدو او د اُردن سره ختم وو. په دې کښې شپاړس ښارونه شامل وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو. ۲۳دا ښارونه او کلى په هغه مُلک کښې وُو کوم چې د يساکار قبيلې ته مِلاو شُو چې د هغوئ ميراث شى.

د آشر قبيلې ته حواله شوې علاقه

۲۴په پينځم ځل پچه د آشر قبيلې د کورَنو راووتله. ۲۵په دې کښې د حلقت، حلى، بطن، اکشاف، ۲۶المُلک، عماد او مِسال علاقې شاملې وې. په نمرپرېواتۀ طرف باندې دا د کرمل او د سيحور لِبنات سره لګېدو. ۲۷چرته چې دا نمرخاتۀ طرف ته تاو وو، نو د دې سرحد بيت‌دجون ته تلے وو او د بيت‌عميق او نعى‌اېل د شمال په لاره دا زبولون او د اِفتاح‌اېل وادۍ سره لګېدلو. دا په شمال کښې کابول ته روان وو، ۲۸عبرون، رِحوب، حمون، قاناه او تر صيدا پورې تلے وو. ۲۹سرحد بيا د راما طرف ته تاو وو او د پَخو دېوالونو ښار صور ته رسېدلے وو، بيا دا حوسه ته تاو وو او د مديترانى سمندر سره ختم وو. په دې کښې مهلاب، اکزيب، ۳۰عُمه، افيق او رِحوب شامل وُو، دا دوويشت ښارونه وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو. ۳۱دا ښارونه او د دې کلى په هغه مُلک کښې وُو کوم چې د آشر قبيلې کورَنو ته مِلاو شو چې خپل ميراث يې شى.

د نفتالى قبيلې ته حواله شوې علاقه

۳۲په شپږم ځل پچه د نفتالى قبيلې د کورَنو راووتله. ۳۳د دې سرحد د حلف نه د ضعننيم د څېړۍ ونې ته تلے وو، دا ادامى‌نقب او يبنى‌اېل ته تر لقُوم پورې روان وو او دا د اُردن سره ختم وو. ۳۴دا سرحد هلته نمرپرېواتۀ طرف ته ازنوت تبور ته تاو وو او د هلته نه حُقوق ته تاو وو او په جنوب کښې د زبولون سره، نمرپرېواتۀ طرف ته د آشر سره او نمرخاتۀ طرف ته د اُردن سره لګېدو. ۳۵د پَخو دېوالونو ښارونه دا وُو، صديم، صير، حمات، رقت، کنرت، ۳۶ادامه، راما، حصور، ۳۷قادِس، ادرعى، عين‌حصور، ۳۸ارون، مجدل‌اېل، حُريم، بيت‌عنات او بيت‌شمس، دا نولس ښارونه وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو. ۳۹دا ښارونه او د دې کلى په هغه مُلک کښې وُو کوم چې د نفتالى قبيلې کورَنو ته مِلاو شوى وُو چې د هغوئ ميراث شى.

د دان قبيلې ته حواله شوې علاقه

۴۰په اوؤم ځل پچه د دان قبيلې د کورَنو راووتله. ۴۱په هغې کښې دا علاقې شاملې وې، صُرعا، اِستال، عيرشمس، ۴۲شعلبين، ايالون، اِتلاه، ۴۳ايلون، تمنت، عقرون، ۴۴التِقيه، جبتون، بعلات، ۴۵يهود، بنى‌برق، جات رِمون، ۴۶مےيرقون، رقون او داسې د يافا نه ګېرچاپېره علاقه هم. ۴۷کله چې د دان د خلقو نه زمکه لاړه، نو هغوئ لشم ته لاړل او حمله يې پرې وکړه. هغه يې قبضه کړو، د دې خلق يې ووژل او په مُلک باندې يې خپله دعوىٰ وکړه. هغوئ هلته اوسېدل او د هغه ښار نوم يې د لشم نه دان ته بدل کړو، يعنې د خپل پلار نيکۀ نوم دان يې ورباندې کېښودو. ۴۸دا ښارونه او د دې کلى په هغه مُلک کښې وُو کوم چې د دان قبيلې کورَنو ته مِلاو شوى وُو چې خپل ميراث يې شى.

د آخرى زمکې حواله کېدل

۴۹کله چې بنى اِسرائيلو د زمکې تقسيمول ختم کړل، نو هغوئ د نون زوئ يشوَع له د زمکې يوه حِصه ورکړه چې د هغۀ خپل ميراث شى. ۵۰لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو، هغوئ يشوَع له هغه ښار ورکړو چې کوم يې غوښتے وو، يعنې د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې د تمنت‌سِرح ښار هغۀ بيا جوړ کړو او هغه په کښې اوسېدو. ۵۱اِلى‌عزر اِمام، د نون زوئ يشوَع، د بنى اِسرائيلو د کورَنو مشرانو د زمکې دا برخې د پچې په ذريعه حواله کړې او په سيلا کښې يې د مالِک خُدائ سره د مشورې په مطابق د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې داسې وکړل، نو په دې طريقه هغوئ د زمکې تقسيمول ختم کړل.