يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - اوؤم زبور

د حضرت داؤد يو نظم، کوم چې هغۀ د بنيامين قبيلې کوش په حقله مالِک خُدائ ته وئيلے وو

د اِنصاف دپاره دُعا

۱اے مالِکه خُدايه، پاکه خُدايه، تۀ زما پناه يې،

د هغه خلقو نه ما خلاص کړه او ما بچ کړه څوک چې راپسې دى،

۲ګنې ما به د ازمرى په شانې وشلوى ټوټې به مې کړى،

هيڅ څوک به مې نۀ وى چې د هغوئ نه ما بچ کړى.

۳اے مالِکه خُدايه، زما پاکه خُدايه،

کۀ ما د اِنصاف نه کار اخستے نۀ وى،

۴کۀ ما د خپل دوست سره بد کړې وى

کۀ ناحقه مې دشمن باندې حمله کړې وى،

۵نو بيا دې دشمن راپسې شى ما دې ووهى.

ما دې پرېږدى بې‌عزتۍ سره په خاورو کښې.

۶اے مالِکه خُدايه د غصې سره راپاڅه،

زما د دشمن د غصې په مقابل کښې راپورته شه،

راپورته شه، زما پاکه خُدايه، په دوئ باندې خپل عدل او اِنصاف راوله.

۷راغونډ کړه ټول قومونه خپل ځان ته،

د خپل عرش نه په هغوئ بادشاهى وکړه.

۸مالِک خُدائ په خپله د قومونو عدالت کوى.

تۀ زما د صداقت اعلان وکړه، زۀ بې‌ګناه يم، اے لويه خُدايه.

۹ختم کړه ظلمونه د ظالم ختم کړه،

آباد کړه صادقان صادقه خُدايه،

د زړۀ منصوبې او فکرونه تۀ معلوموې.

۱۰هغه خُدائ تعالىٰ خو زما ډال دے،

بچ کوونکے چې د زړونو صادقانو دے.

۱۱خُدائ پاک صادق اِنصاف دار دے،

بدکارو ته هره ورځ په قهر وى.

۱۲کۀ څوک چرې په خپله توبه نۀ کړى،

خُدائ به خپله تُوره ورته تېره کړى،

نو ليندې ته به لاس پورته کړى.

۱۳کړى هغه به تياره وسله تباه کوونکى،

او وُلى به خپل غشى بلېدونکى.

۱۴څنګه د بدو منصوبې جوړوى، بدعمله خلق ګوره

د مصيبت نه هغوئ ډک وى او فريب کاره.

۱۵هغوئ د بل د غورزېدو دپاره ډوبه کنده تياروى

په هم دې کنده کښې به په خپله ورغورزيږى.

۱۶کوم مصيبت چې جوړوى هغوئ به خپله په کښې ګېر شى،

هغه ظلمونه د هغوئ په خپل سر انبار شى.

۱۷شُکر به کوم د مالِک خُدائ چې هغه اِنصاف کوونکے دے

وايم به زۀ د مالِک خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت.