يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - يو دېرشم باب

د خُدائ پاک د يروشلم حِفاظت کول

۱کوم خلق چې د مدد غوښتلو دپاره مِصر ته ځى نو په هغوئ باندې افسوس. ځکه چې هغوئ د مِصر په لوئ فوجى طاقت، آسونو، جنګى ګاډو او فوجيانو باندې بهروسه کوى. خو هغوئ په مالِک خُدائ باندې يقين نۀ کوى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے او نۀ ترې نه مدد غواړى. ۲خو مالِک خُدائ پاک هم هوښيار دے. هغه په تاسو افت راولى. هغه خپلې خبرې سر ته رسوى چې بدعمله او هغه خلقو له سزا ورکړى چې څوک د دې بدعمله خلقو حِفاظت کوى. ۳مِصريان خو څۀ خُدايان نۀ دى، هغوئ خو بنى آدم دى. د هغوئ آسونه خو څۀ آسمانى مخلوق نۀ دے ځکه چې دا آسونه د غوښې نه جوړ دى. کله چې مالِک خُدائ خپل لاس اوږد کړى، نو څوک چې د چا مدد کوى نو هغه به راپرېوځى او د چا چې مدد کيږى نو هغه به هم راپرېوځى او دا دواړه به تباه شى. ۴مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ د شپانو ډلې هر څومره چغې ووهى يا هر څومره آوازونه وکړى، خو هغوئ به يو غړمبېدونکى ازمرى د خپل ښکار نه ونۀ شړى، نو هم دغه شان به مالِک خُدائ ربُ الافواج د صيون په غر راکوز شى او جنګ به کوى. ۵لکه څنګه چې يو مارغۀ د خپلو بچو د بچ کولو دپاره د خپلې جالې دپاسه الوځى رالوځى، نو داسې به زۀ، مالِک خُدائ، ربُ الافواج د يروشلم دپاسه تېر شم د دې د بچ کولو دپاره او د دې حِفاظت به کوم.“ ۶مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما خِلاف سرکشى کړې ده. خو اوس، تاسو ما ته راوګرځئ. ۷يو داسې ورځ راروانه ده چې تاسو ټول به د سرو زرو او سپينو زرو نه جوړ شوى بُتان غورزوئ کوم چې تاسو په خپلو ګناهګارو لاسونو جوړ کړى دى. ۸اسوريان به په تُوره تباه شى خو دا تُوره به د انسان نۀ وى. د خُدائ پاک تُوره به هغوئ ووهى او هغوئ به وارخطا شى او تښتى به. د اسوريانو ځوانانو نه به په زور کار اخستلے شى. ۹د يرې د وجې به هغوئ خپله قلعه پرېږدى، او د هغوئ آفسران به د مالِک خُدائ د جنګى جنډې نه ويريږى.“ دا مالِک خُدائ فرمائيلى دى، د چا اور چې په صيون کښې بليږى، او د چا تنور چې په يروشلم ګرميږى.