يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - اتۀويشتم باب

د صور د بادشاه خِلاف پېشګوئې

۱د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۲”اے بنى آدمه، د صور حکمران ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې تا د خپل زړۀ په مغرورتيا کښې وئيل چې، زۀ خُدائ يم او زۀ د خُدائ په تخت د سمندر په زړۀ کښې ناست يم. خو تۀ انسان يې او خُدائ پاک نۀ يې، اګر چې ستا دا خيال دے چې تۀ د خُدائ په شان هوښيار يې. ۳ولې تۀ دانيال نه ډېر هوښيار يې چې يو راز هم ستا نه پټ نۀ دے؟ ۴ستا په خپل عقل او پوهه تا د خپل ځان دپاره مال دولت راجمع کړو او په خپله خزانه کښې دې سرۀ او سپين زر راغونډ کړل. ۵په تجارت کښې د ډيرې پوهې په ذريعه تا خپل مال دولت زيات کړو، او د مال دولت په وجه ستا زړۀ ډېر مغروره شو. ۶نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ځکه چې ستا خيال دا دے چې تۀ هوښيار يې، لکه د خُدائ په شان هوښيار يې، ۷زۀ به ستا خلاف د غېرو قومونو نه د ټولو نه زيات بې‌رحمه خلق راولم، هغوئ به ستا د حُسن او عقل خلاف خپلې تُورې راوکاږى او ستا ځلېدونکے شان او شوکت به پليت کړى. ۸هغوئ به تا کندې ته ښکته کړى او تۀ به د سمندر په زړۀ کښې په بې‌دردۍ سره مړ شې. ۹ولې تۀ به بيا د قاتلانو په مخکښې ووائې چې زۀ خُدائ يم؟ هيڅکله نه. تۀ به صرف انسان يې، خُدائ نه، د هغوئ په لاسونو کښې څوک چې تا حلالوى. ۱۰تۀ به د غېرو قومونو په لاسونو لکه د ناسنتو په شان مړ شې. ما مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائيلى دى.“

د صور د بادشاه د غم مرثيه

۱۱د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۱۲”اے بنى آدمه، د صور د بادشاه په حقله د غم مرثيه ووايه او هغۀ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ د کامليت نمونه وې، د عقل نه ډک وې او ستا حُسن د کمال وو. ۱۳تۀ په باغِ عدن کښې، د مالِک خُدائ په باغ کښې وې، هر قسم قيمتى کاڼو لکه ياقوت، طوپاز، هيره، ايکوامرين، اونيکس کاڼى، جاسپر، نيلم، زمرد او لعلونو تۀ ښائسته کړے وې. تۀ د سرو زرو کار ښکلے کړے وې. په کومه ورځ چې ستا تخليق وشو دا ستا دپاره تيار کړے شوى وُو. ۱۴ما تۀ د وزرو والا مخلوق په شان مسح شوے او ساتونکے مقرر کړې او تۀ د خُدائ پاک په مقدس غر وې، او تۀ د بلېدونکو کاڼو په مينځ کښې ګرځېدلې. ۱۵ستا د پېدايښت د ورځې نه ستا چال چلن بې‌داغه وو تر دې چې په تا کښې بدکارى پېدا شوه. ۱۶تۀ د خپل ډېر زيات تجارت په وجه د ظلم زياتې نه ډک شوې او ګناه دې وکړه. نو ما بيا تۀ په بې‌عزتۍ سره د خُدائ پاک د غرۀ نه وشړلې، او ما تۀ اے حفاظت کوونکې فرښتې د هغه بلېدونکو کاڼو نه وشړلې. ۱۷ستا زړۀ په خپل حُسن باندې مغروره شو، او تا خپل عقل د خپل شان او شوکت په وجه خراب کړو. نو ما تۀ زمکې ته راوغورزولې، او بادشاهانو ته مې تماشه جوړه کړې. ۱۸تا په خپلو ډېرو ګناهونو او بې‌ايمانه تجارت خپل د عبادت ځايونه ګنده کړل. نو ما په تا اور ولګولو او هغۀ تۀ وسوزولې، او تۀ مې په زمکه د ټولو هغه کسانو په وړاندې په ايرو بدل کړې چې ستا تماشه يې کوله. ۱۹ټولو هغه مُلکونو چې تۀ يې پېژندلې تا ته حېران دى، ستا مرګ به ډېر خطرناک وى او تۀ به نور په دُنيا کښې پاتې نۀ شې.“

د صيدا خِلاف پېشګوئې

۲۰د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۲۱”اے بنى آدمه، خپل مخ دې د صيدا خلاف کړه، د هغې خلاف پېشګوئې وکړه ۲۲او ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ ستا خلاف يم اے صيدا، او زۀ به په تا کښې جلال حاصل کړم. نو هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. کله چې زۀ په هغې د سزا فېصله وکړم او خپل ځان په هغې کښې مقدس ښکاره کړم. ۲۳زۀ به په هغې وبا راولم او د هغې په کوڅو کښې به وينې روانې کړم. د هرې خوا نه به په تا حملې کيږى، ستا خلق به په کښې په تُوره مړۀ شى. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“

بنى اِسرائيلو ته به برکت مِلاو شى

۲۴”د بنى اِسرائيلو د خلقو به نور کينه لرونکى ګاونډيان نۀ وى کوم چې لکه د درد ورکونکى ازغو او تېرۀ غنو په شان وُو. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. ۲۵مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، کله چې زۀ د بنى اِسرائيلو قوم د هغه مُلکونو نه راغونډ کړم کومو مُلکونو ته چې هغوئ خوارۀ وارۀ شوى وُو، زۀ به د هغوئ په مينځ کښې او د نورو قومونو په وړاندې خپل ځان مقدس وښايم. نو بيا به هغوئ په خپل مُلک کښې اوسيږى، کوم چې ما خپل خِدمتګار يعقوب له ورکړے وو. ۲۶هغوئ به هلته په امن سره ژوند تېروى او هغوئ به کورونه جوړ کړى او د انګورو بوټى به وکَرى. زۀ به د هغوئ هغه ټولو ګاونډيانو له سزا ورکړم چا چې ورپورې ټوقې کړې وې. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ د هغوئ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“