يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او دوېم زبور

د يو مظلوم سړى دُعا، کله چې هغه په تکليف کښې وى او د مالِک خُدائ په وړاندې خپل فرياد مخکښې کوى

۱اے مالِکه خُدايه، سوال قبول کړه زما،

تا ته دې سوال زارى درورسيږى زما.

۲خپل مخ دې رانه مۀ اړوه کله چې په سخته کښې يم.

ما ته غوږ شه کله چې تا نه سوال وکړم او زر مې قبلوه سوالونه.

۳زما ژوند د لوګى په شان فنا کيږى،

زما هډُوکى لکه د سکروټو په شان بليږى.

۴زړۀ مې بيمار او د واښو په شانې اوچ شو،

ما نه خپله روټۍ خوړل هېر شو.

۵زما په زوره زبيرګو په وجه،

تش هډُوکى او تشه څرمن پاتې شوم.

۶د صحرا د ګونګى په شان يم،

زۀ لکه د ګونګى چې په تباه شوو کنډرو کښې اوسېږم.

۷ويښ پروت يم او زۀ د هغه مارغۀ په شان شوم،

چې ځان له پاس په چت باندې اوسيږى.

۸ټوله ورځ دشمنان ما ته پېغور راکوى،

هغوئ ما دومره سپکوى

چې په لعنت وئيلو کښې زما نوم استعمالوى.

۹ځکه د روټۍ په ځائ ايرې زما خوراک شولې،

او د اوبو سره مې خپلې اوښکې څښلې.

۱۰ستا د قهر او لوئ غضب په وجه،

نو زۀ دې اوچت کړمه او يو خوا ته دې وغورزولم.

۱۱زما عمر لکه د مازيګر د سورى په شان تير شو،

لکه د واښو په شان اوچ شوم.

۱۲خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، تر ابده به په تخت ناست يې،

ستا د نوم پېژندګلو به تر نسلونو پورې وى.

۱۳تۀ به راپاڅې او په صيون ښار به رحم وکړې،

او هغه وخت رارسېدلے دے چې خپل احسان دې ورته ښکاره کړې،

او مقرر شوے وخت رارسېدلے دے.

۱۴د هغې کاڼى ستا په خِدمتګارانو ګران دى،

او د هغې په يوې ذرې خاورې هم رحم کوى.

۱۵قومونه به د مالِک خُدائ د نوم نه يريږى،

او د دُنيا ټول بادشاهان به ستا د جلال او عظمت نه يريږى.

۱۶خو مالِک خُدائ به دوباره د صيون ښار آباد کړى،

او بيا به په خپل جلال کښې ځان څرګند کړې.

۱۷هغه به د مسکينانو دُعا قبوله کړى،

او هغه به د دوئ سوال ته سپک نظر نۀ کړى.

۱۸د راتلونکو نسلونو دپاره دې دا وليکلے شى،

کوم خلق چې لا پېدا شوى نۀ دى د مالِک خُدائ ثناء دې ووائى.

۱۹مالِک خُدائ د خپل بره مقدس مقام نه لاندې وکتل،

بره آسمان نه هغۀ زمکې ته نظر وکړو،

۲۰چې د قېديانو زبيرګى واورى،

په چا چې حُکم د مرګ شوے دے هغوئ د مرګ نه آزاد کړى.

۲۱نو د مالِک خُدائ د نوم به په صيون کښې اعلان وشى،

او په يروشلم کښې به د هغۀ ثناء صِفت وشى.

۲۲کله چې قومونه او بادشاهتونه راجمع شى،

او د مالِک خُدائ عبادت وکړى.

۲۳زما طاقت يې په نيمه لار کښې ختم کړو،

او هغۀ زما ژوند لنډ کړو.

۲۴نو ما ووئيل، ”زما پاکه خُدايه، زما ژوند زما نه په ځوانۍ کښې مۀ اخله،

تۀ خو به همېشه همېشه پورې ژوندے يې.“

۲۵په شروع کښې تا د زمکې بنيادونه کېښودل،

آسمانونه ستا د لاس کارونه دى.

۲۶دا هر څۀ به ټول ختم شى خو تۀ به قائم پاتې شې،

دا هر څۀ به لکه د جامو په شان زاړۀ شى،

تۀ به يې لکه د جامو په شان بدلې کړې،

او دا هر څۀ به فنا شى.

۲۷خو بس تۀ به په يو حال پاتې شې،

او ستا کالونه به هيڅکله ختم نۀ شى.

۲۸ستا د خِدمتګارو بچى به ستا په حضور کښې اوسيږى،

او د هغوئ اولاد به ستا په حضور کښې قائم دائم وى.