يوسفزئ
تاریخي

د حضرت يشوَع کِتاب - پينځلسم باب

د يهوداه قبيلې ته حواله شوې زمکه

۱د يهوداه قبيلې کورَنو ته د زمکې يوه حِصه مِلاو شوه چې داسې بيان شوې ده، هغه مُلک په جنوب کښې د ادوم د سرحد سره د صين صحرا آخرى جنوبى سر ته ورسېدو. ۲دا جنوبى سرحد د مالګې درياب د جنوبى سر نه لاړو، ۳او په جنوب کښې د لړم درې نه واخله تر صين پورې تلے وو. دا په جنوب کښې د قادِس برنيع نه تلے وو، د حصرون نه تېر وو او ادار ته رسېدلے وو او قرقع ته تاو وو، ۴او عضمون ته تلے وو او د مديترانى د سمندر ته د مِصر په سرحد باندې په نِهر باندې تلے وو، سرحد هلته ختم شوے وو. دا د يهوداه جنوبى سرحد وو. ۵نمرخاتۀ طرف ته سرحد يې د مالګې درياب وو، دا تر هغه خليج پورې تلے وو چرته چې د اُردن سيند خالى کيږى. شمالى سرحد د هغه ځائ نه شروع کېدو، ۶چې د بيت‌حجلاه پورې خور وو او د هغه غاړې په شمالى طرف تلے وو چې د هغې نه د اُردن وادى ښکارېده. بيا دا بوهن کاڼى پورې تلے وو، بوهن د روبين زوئ وو، ۷د مصيبت د وادۍ نه تر دبير پورې او بيا په شمال کښې د جِلجال طرف ته تاو وو، چې مخ يې د وادۍ جنوبى طرف ته د ادميم درې ته دے. دا د عين‌شمس د چينو نه عين‌راجل ته تلے وو، ۸کوم چې د غرۀ جنوبى طرف ته د هنوم وادۍ نه تېر شوے وو چرته چې د يبوسيانو يروشلم ښار وو. سرحد بيا د هنوم وادۍ نمرپرېواتۀ طرف ته پاس غر ته ختلے وو، چې د رفائيم وادۍ شمالى سر سره دے. ۹د هغه ځائ نه دا د نفتوح چينو ته او بهر د عِفرون سره نزدې ښارونو ته تلے وو. دا هلته د بعله يعنې قِريَت‌يعريم طرف ته تاو وو، ۱۰چرته چې دا د ادوم د غرونو مُلک طرف ته د بعله نمرپرېواتۀ طرف ته تاو وو، د يعريم يعنې کسلون غرۀ شمالى طرف ته، لاندې بيت‌شمس ته تلے وو او د تمنت نه تېر وو. ۱۱سرحد بيا د عقرون شمالى طرف ته غرۀ ته تلے وو، د سکرون طرف ته تاو وو، د بعله غر نه تېر وو او يبنى‌اېل ته تلے وو. دا د مديترانى د سمندر سره ختم وو، ۱۲چې د هغې نه نمرپرېواتۀ طرف ته د مديترانى سمندر وو. په دې سرحدونو کښې د يهوداه د قبيلو خلق اوسېدل.

د کالب د حبرون او دبير فتح کول

۱۳لکه څنګه چې مالِک خُدائ يشوَع ته حُکم کړے وو، د يهوداه د علاقې يوه حِصه د يفُنه زوئ کالب له ورکړے شوې وه. هغۀ ته حبرون مِلاو شو، د هغه ښار نوم قِريَت‌اربع وو او اربع د عناقيانو پلار نيکۀ وو. ۱۴کالب د عناقيانو هغه اولاد د ښار نه وويستلو، چې د سيسى، اخيمان او تلمى قبيلې وې. ۱۵د هغې ځائ نه هغه لاړو چې د دبير په اوسېدونکو باندې حمله وکړى. هغه ښار مخکښې قِريَت‌سِفر بللے شو. ۱۶کالب وفرمائيل، ”زۀ به خپله لور عکسه هغه سړى له ورکړم چې وادۀ يې کړى چې کوم سړے د قِريَت‌سِفر په قبضه کولو کښې کامياب شى.“ ۱۷د کالب ورارۀ او د قنز زوئ عتنى‌اېل هغه ښار قبضه کړو، نو کالب خپله عکسه لور هغۀ ته وادۀ کړه. ۱۸د وادۀ په ورځ هغې عتنى‌اېل دې ته رضا کولو چې د هغې د پلار نه يو پټے وغواړى. هغه د خپل خر نه کوزه شوه او کالب ترې نه تپوس وکړو چې، ”تۀ څۀ غواړې.“ ۱۹هغې ورته ووئيل، ”زما سره ښۀ وکړه، زۀ د اوبو يو څو چينې غواړم. تا چې ما له کومه زمکه راکړې ده هغه په اوچ مُلک کښې ده.“ نو کالب هغې له بره او ښکته چينې ورکړې.

د يهوداه ښارونه

۲۰دا هغه زمکه وه چې د يهوداه قبيلې کورَنو ته مِلاو شوه چې د هغوئ ميراث شى. ۲۱په جنوب کښې په آخرى سر کښې دا ښارونه د هغوئ وُو، کوم چې د ادوم سرحد سره نزدې وُو، هغه دا وُو، قبضئيل، عدر، يجور، ۲۲قينه، ديمونه، عدعده، ۲۳قادِس، حصور، اِتنان، ۲۴زيف، طلم، بعلوت، ۲۵حصورحدته، قريوت‌حصرون يعنې حصور، ۲۶اِمام، سمع، مولاده، ۲۷حصار‌جده، حشمون، بيت‌فِلِط، ۲۸حصارسعول، بيرسبع، بزيوتياه، ۲۹بعله، عييم، عضم، ۳۰التولد، کسيل، حُرمه، ۳۱صِقلاج، مدمنه، سنسناه، ۳۲لباوت، سِلحيم، عين او رِمون، دا ټول نهۀ‌ويشت ښارونه وُو، چې د دې نه ګېرچاپېره کلى هم وُو. ۳۳د غرونو په لمنو کښې دا ښارونه وُو، اِستال، صُرعا، اسنا، ۳۴زنوح، عين‌جنيم، تفوح، عينام، ۳۵يرموت، عدولام، شوکه، عزيقه، ۳۶شعريم، عديتيم، جديره او جديروتيان، دا څوارلس ښارونه وُو چې د هغې نه ګېرچاپېره کلى وُو. ۳۷هلته دا ښارونه هم وُو، ضنان، حداشه، مجدل‌جد، ۳۸دلعان، مصفاه، يقتى‌اېل، ۳۹لکيس، بُصقت، عجلون، ۴۰کبون، لحماس، کِتليس، ۴۱جديروت، بيت‌دجون، نعمه او مقيده، دا شپاړس ښارونه وُو، چې د دې نه ګېرچاپېره کلى وُو. ۴۲هلته دا ښارونه هم وُو، لِبناه، عتر، عسن، ۴۳يفتاح، اسنا، نصيب، ۴۴قعيله، اکزيب او مريسه، يعنې نهۀ ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو. ۴۵هلته د عقرون د ښارونو او د کلو سره وُو، ۴۶او د عقرون نه د مديترانى د سمندر پورې، ټول د اشدود سره نزدې ښارونه او کلى. ۴۷هلته اشدود او غزه، د خپلو وړو ښارونو او کلو سره وُو، چې دا د مِصر په سرحد باندې نِهر او د مديترانى د سمندر غاړې ته رسېدلى وُو. ۴۸د غرونو په مُلک کښې دا وُو، سمير، يتير، شوکه، ۴۹دناه، قِريَت‌سِفر يعنې دبير، ۵۰عناب، استموع، عنيم، ۵۱جشن، حولون او جلوه، يوولس ښارونه، چې د دې نه ګېرچاپېره کلى وُو. ۵۲هلته عرب، دومه، اشعان، ۵۳ينوم، بيت‌تفوح، افيقه، ۵۴حُمطه، حبرون او صيعور وُو، نهۀ ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو. ۵۵هلته دا ښارونه وُو، معون، کرمل، زيف، يُوطه، ۵۶يزرعيل، يقدِعام، زنوح، ۵۷قين، جبعه او تمنت، يعنې لس ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو. ۵۸هلته حلحُول، بيت‌صور، جدور، ۵۹معرات، بيت‌عنات او التقون وُو، شپږ ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو. ۶۰هلته قِريَت‌بعل يعنې، قِريَت‌يعريم او ربه وُو، دوه ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو. ۶۱په صحرا کښې بيت‌اراباه، مدين، سکاکه، ۶۲نِبسان، د مالګې ښار، او عين‌جدى وُو، شپږ ښارونه چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو. ۶۳خو د يهوداه خلق د دې قابل نۀ وُو چې هغه يبوسيان وشړى کوم يبوسيان چې په يروشلم کښې اوسېدل. يبوسيان تر اوسه پورې هلته د يهوداه د خلقو سره اوسيږى.