يوسفزئ
پوهه او شاعرى

د متلونو کِتاب - اوويشتم باب

۱د سبا په حقله لافې مۀ کوئ، ځکه چې چا ته هم پته نشته چې سبا به څۀ کيږى. ۲دا به ښۀ وى چې نور خلق ستا صِفت وکړى، نه چې تۀ په خپله د خپل ځان صِفت کوې، او دا به ښۀ وى چې نابلده خلق ستا ښۀ ووائى نه چې تۀ په خپله. ۳کاڼے دروند وى شګې درنې وى، خو د يو کم عقل تنګول د دې دواړو نه زيات درانۀ وى. ۴قهر خو ظالم دے او غضب انسان چخڼى کوى خو د حسد په وړاندې څوک ټينګېدے شى؟ ۵څرګنده رټنه د پټې مينې نه ښۀ ده. ۶د دوست رټنه د هغۀ د مينې اظهار دے، خو د دشمن ښکلول سراسر دوکه ده. ۷څوک چې موړ وى هغه شهد هم د پښو لاندې کوى، خو د اوږى دپاره تريخ خوراک هم خوږ وى. ۸لکه څنګه چې يوه مرغۍ د خپلې جالې نه ورکه شوې وى د هغه چا په شان وى لکه څوک د خپل کور نه په صحرا شوى وى. ۹لکه څنګه چې عطر او خوشبو د انسان زړۀ خوشحالوى، هم دغه شان ښې مشورې دوستان خوشحالوى. ۱۰خپل دوستان او د خپل پلار دوستان مۀ هېروه، د خپل ورور کور ته مۀ ځه کله چې په تا څۀ مصيبت راشى. ستا نزدې ګاونډى د لرې ورور نه ښۀ دے. ۱۱زما زويه، هوښيار اوسه او زما زړۀ خوشحاله کړه، نو بيا به زۀ هر هغه چا ته جواب ورکولے شم څوک چې ما ته سپک ګورى. ۱۲هوښياران خطره د اول نه وينى او د هغې نه ځان بچ کوى، خو کم عقل پرې ورخلاص وى او بيا په تکليف کښې راګېر شى. ۱۳هر څوک چې د پردى کس د قرض ذمه وارى اخلى نو ضمانت ترې نه واخله، ضمانت ترې نه واخله کۀ چرې دۀ دا کار د پردى کس دپاره کړے وى. ۱۴کۀ چرې څوک سحر د وخته په اوچت آواز سره په خپل ګاونډى سلام واچوى، دا به هغه لکه د کنځلو په شان وګڼى. ۱۵يوه جګړماره ښځه داسې وى لکه چې په باران کښې د کوټې چت راڅاڅى. ۱۶د هغې بندول داسې مشکل وى لکه د هوا بندول او يا تېل په موټى کښې نيول. ۱۷لکه څنګه چې اوسپنه اوسپنه تيره کوى، نو دغه شان يو انسان بل انسان تېرۀ کوى. ۱۸کۀ څوک د اينځر د ونې خيال ساتى نو د هغې مېوه به هم وخورى، او هر هغه څوک چې د خپل نېک خيال ساتى نو هغه به عزتمند شى. ۱۹لکه څنګه چې په اوبو کښې مخ ښکارى، نو هم دغه شان د يو انسان زړۀ يو انسان څرګندوى. ۲۰لکه څنګه چې په مرګ او تباهى دُنيا نۀ مړيږى، هم دغه شان د انسان سترګې کله هم نۀ مړيږى. ۲۱سپين او سرۀ زر په اور آزمائيلے شى، او يو انسان د هغۀ د صِفت کولو نه وروستو آزمائيلے شى. ۲۲کۀ تۀ کم عقل په لنګرۍ کښې د تخم په شان وټکوې، خو کم عقلتوب به د هغۀ نه لاړ نۀ شى. ۲۳د خپلو رمو په حال ځان پوهوه، او خپلو رمو ته زياته توجو ورکوه، ۲۴ځکه چې مال دولت هم د تل دپاره نۀ پاتې کيږى او نۀ تاج او تخت د ټولو نسلونو دپاره پاتې کيږى. ۲۵کله چې ګياه ختمه شى او نوې ګياه راشنه شى او ګياه د غرونو نه راجمع کيږى، ۲۶نو بيا به ګډورى تا ته د کپړو دپاره وړۍ درکړى، او چېلۍ به درته د پټو د اخستو قيمت درکړى. ۲۷نو بيا به تا سره د چېلو دومره زيات پئ وى چې په هغې به خپل خاندان او وينځې ساتلے شى.