يوسفزئ
د تورات شريف دوېم کِتاب

د هِجرت کِتاب - پينځۀ دېرشم باب

د سبت ورځ دپاره اصُول

۱بيا موسىٰ د بنى اِسرائيلو ټول قوم راغونډ کړو او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”تاسو به د مالِک خُدائ په دې حُکمونو باندې عمل کوئ. ۲د خپل کار دپاره ستاسو سره شپږ ورځې شته، خو اوومه د سبت مقدسه ورځ يعنې د آرام ورځ ده، هغه ما مالِک خُدائ ته وقف شوې ده. هر څوک چې څۀ قِسم کار هم په هغه ورځ وکړى نو هغه دې ووژلے شى. ۳د سبت په ورځ په خپلو کورونو کښې اور هم مۀ بلوئ.“

د مقدسې خېمې دپاره سامان راجمع کېدل

۴موسىٰ د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د دې حُکم کړے دے چې، ۵مالِک خُدائ ته يوه نذرانه پېش کړئ. د چا زړۀ چې غواړى نو داسې څيزونه په نذرانه کښې راوړلے شئ لکه سرۀ زر، سپين زر، يا زېړ، ۶کتان، د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ، د چېلو د وړۍ نه جوړه شوې کپړه، ۷سره رنګ شوې د ګډو څرمن، ښۀ څرمن، د کيکر لرګى، ۸د ډيوو دپاره تېل، او د غوړولو تېلو دپاره د خوشبويۍ مصالحې، ۹اونيکس کاڼى او نور قيمتى کاڼى چې د مشر اِمام په پېش بند او د هغۀ د سينې په جېب ولګولے شى.

د مالِک خُدائ د حضور خېمې دپاره سامان

۱۰ستاسو ټول کسبګر دې راشى او هغه هر څۀ دې جوړ کړى د کوم چې مالِک خُدائ حُکم درکړے دے، ۱۱يعنې خېمه، د دې پړده او د دې پاسنۍ پړده، د دې کُنډې، چوکاټونه، د دې درشلې، ستنې او د دې پښې، ۱۲د لوظ صندوق، د دې بازوګان، د دې د کفارې تخت او هغه پړده چې ورباندې پټيږى، ۱۳مېز او د هغې ټول سامان، خُدائ پاک ته پېش کړے شوې روټۍ، ۱۴د رڼا دپاره ډيوټ او د دې ټول سامان، ډيوې سره د تېلو، ۱۵د خوشبويۍ سوزولو دپاره قربان‌ګاه او د دې بازوګان، د غوړولو تېل، د خوشبويۍ مصالحه، خېمې ته د ننوتلو دروازې دپاره پړده، ۱۶قربان‌ګاه چې په کومه باندې نذرانې سوزولے شى، ورسره د دې د زېړو جالۍ، د دې بازوګان او د دې ټول سامان، د وينځلو دپاره ښانک او د دې بېخ، ۱۷د دربار دپاره پړدې، د دې ستنې او پښې، دربار ته د ننوتلو دپاره پړده، ۱۸د خېمې او د دربار د پړدو دپاره موږى او رسۍ، ۱۹او د اِمامانو ښائسته لِباس چې په مقدس ځائ کښې د خِدمت په وخت اغوستلے شى يعنې د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره مقدس لِباس چې د اِمامانو په توګه خِدمت کوى.“

د خلقو نذرانې راوړل

۲۰د بنى اِسرائيلو ټول قوم د موسىٰ د حضور نه لاړو، ۲۱او چې د چا زړۀ هم غوښتل نو هغوئ مالِک خُدائ ته يوه نذرانه راوړه چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه جوړه شى. هغوئ هغه هر څيز راوړو د کوم چې په عبادت کښې او د اِمامانو دپاره مقدس لِباس جوړولو کښې ضرورت وو. ۲۲چې د چا زړۀ هم غوښتل، ټولو نرانو او ښځو ښائسته ستنې، والۍ، ګوتې، امېلونه او د هر قِسم د سرو زرو کالى راوړل او مالِک خُدائ ته يې وقف کړل. ۲۳هر يو کس چې د هغۀ سره کتان وو، د آسمانى رنګ، کاسنى، يا د سور رنګ وړۍ، د چېلو د وړۍ نه جوړه کپړه، سره رنګ شوې د ګډو څرمن، يا ښۀ څرمن وه نو رايې وړل. ۲۴د هر چا هم چې د سپينو زرو يا د زېړو د پېش کولو وس وو نو هغوئ د مالِک خُدائ دپاره خپلې نذرانې راوړې او چې د چا سره د کيکر لرګى وُو چې هغه د څۀ کار دپاره هم استعمالېدلے شو نو رايې وړل. ۲۵ټولو کسبګرو ښځو د کتان تار او آسمانى رنګه، کاسنى او د وړۍ سور تار راوړلو چې هغوئ په خپله جوړ کړے وو. ۲۶ټولو کسبګرو ښځو چې د هغوئ زړۀ غوښتل د چېلو د وړۍ نه جوړه کپړه يې هم راوړه. ۲۷مشرانو اونيکس کاڼى او نور قيمتى کاڼى راوړل چې په پېش بند او د سينې په جېب يې ولګوى. ۲۸او مصالحې او د ډيوو دپاره تېل، د غوړولو تېل او د خوشبويۍ مصالحې يې هم راوړې. ۲۹ټولو بنى اِسرائيلو، نرانو او ښځو چې د چا زړۀ هم غوښتل مالِک خُدائ ته يې د هغه کار دپاره خپلې نذرانې راوړې چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم ورکړے وو.

د حضرت موسىٰ ماهِر کسان مقررول

۳۰موسىٰ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د يهوداه د قبيلې بضلى‌اېل غوره کړے دے، چې د اورى زوئ او د حُور نمسے دے. ۳۱هغه خُدائ پاک د خپل روح نه ډک کړے دے او هغۀ له يې پوهه، هُنر او د هر قِسم هُنر په کار کښې قابليت ورکړے دے، ۳۲د سرو زرو، سپينو زرو او زېړو ښائسته کار کولو دپاره، ۳۳د قيمتى کاڼى پرې کولو او تيارولو، د لرګى کار کولو، او د هر قِسم د هُنر کار دپاره. ۳۴مالِک خُدائ هغۀ له او د دان قبيلې، د اخيسمک زوئ اهلياب له هم دا قابليت ورکړے دے چې خپل د هُنر کارونه نورو ته وښائى. ۳۵هغۀ هغوئ له په هر قِسم کار کښې مهارت ورکړے دے چې هغوئ د زرګرانو، د ماهِرانو او د کتان، د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ، او د نورې کپړې د جوړونکى په توګه کار وکړى. هغوئ د هر قِسم کار مهارت لرونکى کاريګران او د نوؤ څيزونو جوړولو اُستاذان دى.