يوسفزئ
د تورات شريف دوېم کِتاب

د هِجرت کِتاب - اتۀ دېرشم باب

د سوزېدونکې نذرانې قربان‌ګاه جوړول

۱د سوزېدونکې نذرانې دپاره، د کيکر د لرګى نه بضلى‌اېل يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. هغه څلور‌ګوټه وه، چې اووۀ نيم فټه اوږده وه، اووۀ نيم فټه پلنه او څلور نيم فټه لوړه وه. ۲هغۀ د څلورو ګوټونو دپاره د ښکرونو په شان څيزونه جوړ کړل چې د قربان‌ګاه سره يې يو ځائ کړل. هغۀ په دې هر څۀ باندې د زېړو پترى خېژولى وُو. ۳هغۀ د قربان‌ګاه دپاره دا ټول سامان هم جوړ کړو، د ايرو د لرې کولو دپاره لوښى، بېلچې، جامونه، درې غاښى او د ګرمې ايرې لرې کولو دپاره لوښى. دا ټول سامان د زېړو نه جوړ وو. ۴هغۀ د زېړو يوه جالۍ جوړه کړه او دا يې د قربان‌ګاه د ژۍ لاندې کېښوده، چې د قربان‌ګاه مينځ ته رسېدلې وه. ۵هغۀ څلور کَړۍ جوړې کړې او په څلورو ګوټونو يې ورله ولګولې. ۶هغۀ د وړولو دپاره د کيکر د لرګى نه ورله څلور بازوګان جوړ کړل او د زېړو پترى يې ورباندې وخېژول، ۷او د قربان‌ګاه دواړو طرفونو ته چې کومې کَړۍ وې په هغې کښې يې ولګولې. قربان‌ګاه د لرګى تختو نه جوړه وه او د مينځ نه تشه وه.

د زېړو ښانک جوړول

۸بضلى‌اېل ښانک او د دې بېخ د زېړو نه جوړ کړل. د دې زېړ د هغې ښځو د ائينو نه مِلاو شوى وُو کومو چې د مالِک خُدائ د حضور خېمې په دروازه کښې خِدمت کولو.

د مالِک خُدائ د حضور خېمې دربار

۹هغۀ د کتان د پړدو نه د مالِک خُدائ د حضور خېمې دپاره دربار جوړ کړو. د جنوب په طرف پړدې پنځوس ګزه اوږدې وې، ۱۰دا د زېړو شلو ستنو او د زېړو په شلو پښو کښې، د سپينو زرو کُنډو او د سپينو زرو سيخونو په ذريعه ټينګې کړے شوې وې. ۱۱دربار د شمال په طرف هم دومره وو. ۱۲د نمرپرېواتۀ په طرف هم پينځويشت ګزه اوږدې پړدې وې، سره د لسو ستنو او لسو پښو او د کُنډو او سيخونو چې د سپينو زرو نه جوړ وُو. ۱۳نمرخاتۀ په طرف، چرته چې دروازه وه، هلته هم دربار پينځويشت ګزه اوږد وو. ۱۴‏-۱۵د دروازې دواړو طرفونو ته د درېو ستنو او درېو پښو سره اووۀ نيم ګزه پړدې وې. ۱۶د دربار ګېرچاپېره ټولې پړدې د کتان نه جوړې وې. ۱۷د ستنو پښې د زېړو نه جوړې کړے شوې وې او د دې کُنډې، سيخونه او د ستنو دپاسه سرونه د سپينو زرو نه جوړ وُو. د دربار نه ګېرچاپېره ټولې ستنې د سپينو زرو سيخونو سره انښلولے شوې وې. ۱۸د دربار د دروازې پړده د مهينې لټې نه جوړه وه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وه. او په ګُلکارۍ ښائسته کړے شوې وه. دا د دربار د پړدو په شان، لس ګزه اوږده او دوه نيم ګزه اوچته وه. ۱۹دا د څلورو ستنو او د زېړو څلورو پښو په ذريعه ټينګه کړے شوې وه، کُنډې، د ستنو پاسنى سرونه او سيخونه يې د سپينو زرو نه جوړ وُو. ۲۰د خېمې او د دربار دپاره ګېرچاپېره ټول موږى د زېړو نه جوړ شوى وُو.

د مالِک خُدائ د حضور خېمې سامان

۲۱دا د هغه څيزونو تفصيل دے کوم چې د مالِک خُدائ د حضور په خېمه کښې استعمال شوى وُو، چرته چې د کاڼو هغه دوه تختې ساتلے شوې وې چې لس حُکمونه ورباندې ليکلے شوى وُو. د تفصيل د تيارولو حُکم موسىٰ ورکړے وو او د دې کار دپاره د ليويانو مشر اِتمر وو چې د هارون اِمام زوئ وو. ۲۲د يهوداه د قبيلې، بضلى‌اېل، چې د اورى زوئ او د حُور نمسے وو، هغه هر څۀ جوړ کړل چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو. ۲۳د هغۀ مدد کوونکے، د دان د قبيلې اهلياب د اخيسمک زوئ وو، هغه زرګر وو، هغه ماهِر او د کتان او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ جوړونکے هم وو. ۲۴مقدسې خېمې دپاره مالِک خُدائ ته وقف شوى ټول سرۀ زر زر کلو وُو، چې د منلے شوى معيار په مطابق تَللے شوى وُو. ۲۵د بنى اِسرائيلو د مردم‌شمارۍ په وخت چې کوم سپين زر راجمع شوى وُو، هغه درې زره څلور سوه او دېرش کلو وُو، ۲۶کوم سړى چې په مردم‌شمارۍ کښې شامل شوى وُو هر يو کس د منلے شوى معيار په مطابق هغه مقرر شوے قيمت ورکړو. په مردم‌شمارۍ کښې شامل شوى سړى شپږ لاکه درې زره پينځۀ سوه پنځوس وُو چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو. ۲۷درې زره او څلور سوه کلو سپين زر په کښې استعمال شوى وُو د مقدسې خېمې د سلو پښو او د پړدې دپاره، د هرې يوې پښې دپاره څلور دېرش کلو استعمال شوى وُو. ۲۸د پاتې دېرش کلو سپينو زرو نه بضلى‌اېل سيخونه، د ستنو دپاره کُنډې او د ستنو پاسنى سرونه جوړ کړل. ۲۹کوم زېړ چې مالِک خُدائ ته وقف شوى وُو هغه دوه زره څلور سوه او پينځويشت کلو وُو. ۳۰هغۀ د دې نه د مالِک خُدائ د حضور خېمې د دروازې دپاره پښې، د زېړو قربان‌ګاه سره د زېړو جالۍ او د قربان‌ګاه دپاره نور ټول سامان جوړ کړو، ۳۱د دربار ګېرچاپېره او د دربار د دروازې دپاره پښې او د خېمې دپاره او ګېرچاپېره د دربار دپاره ټول موږى يې ترې نه جوړ کړل.