يوسفزئ
د تورات شريف څلورم کِتاب

د شمېر کِتاب - اتۀويشتم باب

مقررې شوې نذرانې

۱مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو، ۲”بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې خُدائ پاک ته په مقررو وختونو باندې په اور تيارېدونکې نذرانې پېش کوى، د دې خوشبو په مالِک خُدائ ښۀ لګى. ۳دا په اور تيارېدونکې نذرانې دى چې مالِک خُدائ ته پېش کيږى، د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې دپاره، دوه يو کلن ګډُورى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. ۴وړومبے ګډُورے په سحر کښې پېش کوئ او دوېم په ماښام کښې، ۵هر يو به د يو کلو اوړو د غلې نذرانې سره پېش کيږى، چې يو ليټر د زيتُونو ښۀ تېل ورسره ګډ وى. ۶دا د هرې ورځې نذرانه ده چې پوره سوزولے شى، کومه چې مخکښې د سينا په غرۀ باندې په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه پېش شوې وه، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. ۷د څښلو نذرانې په توګه د وړومبى ګډُورى سره، يو ليټر مے به په قربان‌ګاه باندې تويَولے شى. ۸په ماښام کښې هغه دوېم ګډُورے پېش کړئ، چې څنګه په سحر کښې پېش شوے وو. دا به د دې د څښلو نذرانې سره پېش کيږى. دا هم يوه په اور تيارېدونکې نذرانه ده، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.

د سبت د ورځې نذرانه

۹د سبت په ورځ دوه يو کلن ګډُورى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى، د غلې نذرانې په توګه دوه کلو اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى او د څښلو نذرانه پېش کړئ. ۱۰دا د هر سبت ورځې سوزېدونکې نذرانه د هرې ورځې د سوزېدونکې او د څښلو نذرانې نه علاوه ده.

د مياشتې د وړومبۍ ورځې نذرانه

۱۱د هرې مياشتې په شروع کښې مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ، دوه سخى، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په هر يو کښې هيڅ عېب نۀ وى. ۱۲د غلې نذرانې په توګه، اوړۀ پېش کړئ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، د هر يو سخى سره درې کلو اوړۀ، دوه کلو د ګډ سره، ۱۳او يو کلو د هر يو ګډُورى سره. دا سوزېدونکې نذرانې په اور تيارېدونکې نذرانې دى، د دې خوشبو په مالِک خُدائ ښۀ لګى. ۱۴د څښلو صحيح نذرانه د هر يو سخى سره دوه ليټره مے دى، يو نيم ليټر به د ګډ سره وى او يو ليټر به د هر يو ګډُورى سره وى. دا اصُول د سوزېدونکې نذرانې دپاره د ټول کال د هرې مياشتې د وړومبۍ ورځې دپاره دى. ۱۵او يو چېلے د ګناه د نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کړئ، دا به د هرې ورځې د سوزېدونکې نذرانې او د څښلو د نذرانې نه به علاوه وى.

د پتيرې روټۍ د اختر نذرانې

۱۶د وړومبۍ مياشتې په څوارلسمه ورځ به د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر کولے شى. ۱۷د دې مياشتې په پينځلسمه ورځ به اختر شروع کيږى چې اووۀ ورځې به وى، چې په دې دوران کښې به صِرف پتيره روټۍ خوړلے شى. ۱۸د اختر په وړومبۍ ورځ به تاسو د عبادت دپاره راغونډېږئ او هيڅ کار به نۀ کوئ. ۱۹په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ يعنې دوه سخى، يو ګډ او اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په دې کښې هم څۀ عېب نۀ وى. ۲۰د غلې صحيح نذرانه پېش کوئ چې په هغه اوړو کښې د زيتُونو تېل ګډ وى، درې کلو د هر يو سخى سره، دوه کلو د ګډ سره، ۲۱او يو کلو د هر يو ګډُورى سره. ۲۲د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ، چې د خلقو کفاره ادا شى. ۲۳دا ټولې نذرانې د هر سحر د سوزېدونکې نذرانې نه علاوه پېش کوئ. ۲۴هم دغه شان، اووۀ ورځې مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانې پېش کوئ، دا خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى. دا د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې او د څښلو نذرانې نه علاوه پېش کوئ. ۲۵په اوومه ورځ د عبادت دپاره رايوځائ کېږئ او کار مۀ کوئ.

د لَو کولو اختر نذرانه

۲۶د لَو کولو اختر په وړومبۍ ورځ، کله چې تاسو د نوې غلې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کوئ، نو تاسو به د عبادت دپاره راجمع کېږئ او هيڅ کار به نۀ کوئ. ۲۷يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ چې د هغې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى يعنې دوه سخى، يو ګډ او اووۀ يو کلن ګډُورى، چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. ۲۸د غلې صحيح نذرانه پېش کوئ چې په اوړو کښې يې د زيتُونو تېل ګډ وى يعنې درې کلو د هر يو سخى سره، دوه کلو د ګډ سره، ۲۹او يو کلو د هر يو ګډُورى سره. ۳۰د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ، چې ستاسو د خلقو کفاره ادا شى. ۳۱د هرې ورځې د سوزېدونکې نذرانې او د غلې د نذرانې نه علاوه به تاسو دا نذرانې او د څښلو نذرانه پېش کوئ. او ياد ساتئ چې دا ځناور بې‌عېبه وى.