يوسفزئ
پوهه او شاعرى

د معلِم کِتاب - اوؤم باب

د ژوند حِکمت

۱نېک نامى د قيمتى عطرو نه بهتره ده، او د مرګ ورځ د پېدا کېدو د ورځې نه بهتره ده. ۲ښۀ دا ده چې هغه کور ته لاړ شُو چرته چې ماتم کيږى نه چې هغه کور ته لاړ شُو چرته چې دعوت وى، ځکه چې ژوندو خلقو له دا خبره په ذهن کښې کښېنول په کار دى چې مرګ زمونږ د ټولو انتظار کوى. ۳د خندا نه غم ښۀ وى، غمژن مخ د زړۀ د بهترۍ سبب جوړيږى. ۴هوښيار کس د مرګ په حقله ډېر فکر کوى، خو کم عقل صرف د عېش عشرت په حقله فکر کوى. ۵ښۀ خبره دا ده چې هوښيار دې ورَټى په ځائ د دې نه چې د کم عقلو خلقو د خوشامندۍ سندرې واورې. ۶د کم عقل خندا داسې وى لکه چې دېګچى لاندې په اور کښې ازغى ټسيږى. دا شور خو جوړوى خو هيڅ مقصد يې نۀ وى. ۷ناروا ګټه هوښيارو خلقو نه کم عقل جوړوى، او رشوت اخستل ضمير خرابوى. ۸د څۀ سر ته رسول د هغې د شروع نه ښۀ وى، او د غرور کولو نه صبر کول ښۀ دى. ۹خپله غصه په قابو کښې ساته، ځکه چې د کم عقل دماغ د غصې کور وى. ۱۰هيڅکله داسې مۀ وايه، ”تېر وخت د اوس نه ښۀ وو.“ دا خبره کول عقلمندى نۀ ده. ۱۱هوښيار جوړېدل ښۀ دى. دا داسې دى لکه چې ميراث واخلى. په دُنيا کښې د هر چا دپاره عقلمند جوړېدل فائده مند دى. ۱۲عقلمندى به دې د پېسو په شان حِفاظت کوى. او د عقلمندۍ خاص فائده دا ده چې هغه خپل مالِک محفوظ ساتى. ۱۳د خُدائ پاک په کارونو باندې فکر وکړه، څۀ چې هغۀ کاږۀ جوړ کړى وى نو هغه څوک نېغولے شى؟ ۱۴په ښۀ حالاتو کښې خوشحاله اوسئ، خو چې کله تکليف راځى، نو ياد ساته چې خوشحالى او تکليف، دواړه خُدائ پاک راولى، او هيچا ته پته نۀ لګى چې سبا به څۀ کيږى. ۱۵ما په خپل بې‌فائدې ژوند کښې هر څۀ ليدلى دى، يو صادق باوجود د خپل صداقت نه هم تباه شى او يو بدعمله په خپله بدعملۍ کښې اوږد عُمر تېر کړى. ۱۶د ځان نه ډېر ايمانداره مۀ جوړوه او د ځان نه ډېر هوښيار سړے مۀ جوړوه، ولې ځان تباه کوې؟ ۱۷خو دې سره د ځان نه ډېر بدعمله يا کم عقل هم مۀ جوړوه، نو په داسې کولو سره ولې خپل ځان د وخت نه مخکښې په چا وژنې؟ ۱۸ښۀ خبره دا ده چې دا دواړه خبرې هېرې نۀ کړې، ځکه څوک چې د خُدائ پاک نه يريږى، هغوئ به د دواړو خطرو نه بچ پاتې شى. ۱۹حِکمت هوښيار سړے د ښار د لسو حکمرانانو نه زيات طاقتور جوړوى. ۲۰په دې دُنيا کښې داسې هيڅ څوک صادق نشته چې هغه همېشه ښۀ کوى او هيڅکله ګناه نۀ کوى. ۲۱خلق چې څۀ وائى نو هغه هر څيز زړۀ ته مۀ اچوه، ګنې وابه ورې چې ستا نوکر تا پسې کنځل کوى. ۲۲او تا ته پته ده چې څو څو ځلې تا په خپله نورو خلقو ته کنځلې کړې دى. ۲۳ما د حِکمت اصُول استعمال کړل چې په دې هر څۀ باندې پوهه شم، خو دا زما دپاره ډېر ګران وُو، ما نۀ شول کولے. ۲۴هر څۀ چې موجود دى هغه ډېر ژور او زما د پوهې نه بهر دى. څوک په هر څۀ پوهېدلے شى؟ ۲۵ما کلکه فېصله وکړه چې د حِکمت مطالعه وکړم او د څيزونو په اسبابو باندې پوهه شم، او چې زده کړم چې بدعملى څومره بې‌وقوفتوب دے، او بې‌وقوفتوب څومره پاګلتوب دے.

۲۶ما ته پته ولګېده چې ګېروونکې ښځه د مرګ د سختۍ نه هم لوئ دام دے. د هغې شوق د دام په شان دے او د هغې غېږه د زنځيرونو په شان ده. کوم سړے چې خُدائ پاک رضا کوى نو هغه به ترې نه خلاص وى، خو ګناهګار به د هغې په جال کښې راګېريږى. ۲۷معلِم وفرمائيل چې زۀ دې نتيجې ته ورسېدم، کله چې ما په دې موضوع باندې د هر طرف نه غور و فکر وکړو. ۲۸اګر چې ما بار بار لټون کولو خو ما هغه څۀ پېدا نۀ کړل څۀ چې ما لټول. ما په زرو کسانو کښې يو نېک سړے پېدا کړو، خو يوه نېکه ښځه مې پکښې پېدا نۀ کړه. ۲۹نو زۀ صرف دې نتيجې ته ورسېدم چې خُدائ پاک انسان پېدا کړے دے چې نېک وى، خو هغه په نورو ډېرو منصوبو پسې ځى.