يوسفزئ
تاریخى

د حضرت يشوَع کِتاب - دوويشتم باب

د حضرت يشوَع د څۀ قبيلو رخصتول

۱بيا يشوَع د روبين، جاد او د نمرخاتۀ طرف منسى قبيلې خلق راغونډ کړل. ۲او يشوَع ورته وفرمائيل، ”تاسو هغه هر څۀ کړى دى چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ د څۀ کولو حُکم درکړے دے او تاسو زما ټول حُکمونه منلى دى. ۳په دې ټولو وختونو کښې تاسو يو ځلې هم د خپلو بنى اِسرائيلو سره بې‌وفائى نۀ ده کړې. تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک حُکم ښۀ منلے دے. ۴نو چې څنګه هغۀ وعده کړې ده، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو خپلو بنى اِسرائيلو له آرام درکړے دے. نو په هغه مُلک کښې واپس خپلو کورونو ته لاړ شئ، کوم مُلک چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته دے، هغه مُلک چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ درکړے دے. ۵خيال کوئ چې هغه قانون پوره ومنئ چې موسىٰ د هغې حُکم درکړے دے يعنې د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ، د هغۀ حُکمونه منئ، د هغۀ وفادار اوسئ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ خِدمت کوئ.“ ۶‏-۸يشوَع د خپل برکت سره او د دې خبرو سره هغوئ واپس خپلو کورونو ته ولېږل، ”تاسو خپلو کورونو ته ډېر مالداره واپس روان يئ او ډېر څاروى، سپين زر، سرۀ زر، زېړ، اوسپنه او ډېرې جامې درسره دى. تاسو چې د خپلو دشمنانو نه څۀ اخستى دى نو د هغې نه د خپلو قبيلو خلقو له حِصه ورکړئ.“ او هغوئ کورونو ته لاړل. موسىٰ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته زمکه د منسى نيمې قبيلې له ورکړې وه، خو يشوَع د منسى باقى نيمې قبيلې له د نورو قبيلو سره د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته زمکه ورکړه. ۹د روبين، جاد او نمرخاتۀ طرف ته منسى قبيلو خلق واپس خپلو کورونو ته لاړل. هغوئ پاتې بنى اِسرائيل د کنعان په مُلک سيلا کښې پرېښودل او خپل مُلک جِلعاد ته يې سفر شروع کړو، دا مُلک هغوئ د هغه حُکم په مطابق نيولے وو چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه کړے وو.

د اُردن سره قربان‌ګاه

۱۰خو په کوم وخت کښې چې هغوئ لا په کنعان کښې وُو او چې کله هغوئ د اُردن سره نزدې جليلوت نومې ځائ ته راغلل، نو د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې سړى هلته د دې دپاره ايسار شول چې يوه لويه او د شان و شوکت والا قربان‌ګاه جوړه کړى. ۱۱باقى بنى اِسرائيلو ته ووئيلے شول چې، ”واورئ، د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې کنعان مُلک ته ننوتلو په ځائ کښې، زمونږ په طرف باندې د اُردن سيند سره يوه قربان‌ګاه جوړه کړې ده.“ ۱۲کله چې بنى اِسرائيل د دې نه خبر شول، نو د سيلا سره ټول قوم د دې دپاره راغونډ شو چې د نمرخاتۀ طرف ته قبيلو خِلاف جنګ وکړى. ۱۳نو بنى اِسرائيلو د اِلى‌عزر اِمام زوئ فينحاس د جِلعاد په مُلک کښې د روبين، جاد او د نمرخاتۀ طرف منسى قبيلې خلقو له ولېږلو. ۱۴بيا لس مشران د فينحاس سره لاړل، چې هر يو د بنى اِسرائيلې قبيلې مشر وو او هر يو په قبيلو کښې د کورَنو مشر وو. ۱۵هغوئ په جِلعاد کښې د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې خلقو له راغلل او ورته يې ووئيل چې، ۱۶”د مالِک خُدائ ټول قوم تپوس کوى چې تاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِلاف دا عمل ولې کړے دے؟ چې دا قربان‌ګاه تاسو د ځان دپاره جوړه کړې ده نو د مالِک خُدائ خِلاف مو بغاوت کړے دے او تاسو د هغۀ په لاره نۀ يئ روان. ۱۷په فعور کښې زمونږ هغه ګناه درته ياده ده څۀ، چې په کوم وخت کښې مالِک خُدائ په خلقو وبا راوستله؟ مونږ د هغې په وجه تر اوسه پورې په تکليف کښې يُو. ولې هغه ګناه کافى نۀ وه څۀ؟ ۱۸تاسو اوس د هغۀ په لاره د تلو نه اِنکار کوئ څۀ؟ کۀ تاسو نن د مالِک خُدائ خِلاف سرکشى وکړه، نو سبا به هغه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته په قهر وى. ۱۹نو بيا، کۀ ستاسو مُلک د عبادت دپاره ښۀ نۀ وى، نو د مالِک خُدائ مُلک ته ورننوځئ، چرته چې د هغۀ مقدسه خېمه ده. زمونږ په مينځ کښې په څۀ زمکه باندې دعوىٰ وکړئ. خو د مالِک خُدائ خِلاف سرکشى مۀ کوئ او نۀ چې مونږ سرکشه کړئ چې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک د قربان‌ګاه نه علاوه يوه قربان‌ګاه جوړه کړُو. ۲۰هغه راپه ياد کړئ چې د زارح زوئ عکن د هغه څيزونو سره خيانت وکړو چې د هغې تباهى ضرورى وه، د دې په وجه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته سزا مِلاو شوه. د عکن د ګناه په وجه نور کسان هم مړۀ شوى وُو.“ ۲۱د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلو خلقو د نمرپرېواتۀ طرف ته قبيلو د کورَنو مشرانو ته په جواب کښې ووئيل، ۲۲”خُدائ پاک طاقتور دے. هغه مالِک خُدائ دے. خُدائ پاک طاقتور دے. هغه مالِک خُدائ دے. هغۀ ته پته ده چې مونږ داسې ولې وکړل او مونږ غواړُو چې تاسو ته هم پته ولګى. کۀ مونږ سرکشى وکړه او په مالِک خُدائ باندې مو ايمان ونۀ لرلو، نو مونږ نور ژوندى مۀ پرېږدئ. ۲۳کۀ مونږ د مالِک خُدائ نافرمانى وکړه او د دې دپاره مو خپله قربان‌ګاه جوړه کړه چې په دې باندې نذرانې وسوزوو او يا يې د غلې نذرانې او سلامتۍ نذرانې دپاره استعمال کړُو، نو مالِک خُدائ دې په خپله مونږ له سزا راکړى. ۲۴مونږ داسې ځکه وکړل چې په راتلونکى وختونو کښې ستاسو اولاد زمونږ اولاد ته ونۀ وائى چې ستاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک سره هيڅ کار نشته. ۲۵هغۀ زمونږ او ستاسو يعنې د روبين او جاد خلقو په مينځ کښې د اُردن د حد پوله جوړه کړه. ستاسو د مالِک خُدائ سره هيڅ کار نشته. نو بيا کېدے شى چې ستاسو اولاد زمونږ اولاد د مالِک خُدائ د عبادت نه منع کړى. ۲۶نو مونږ قربان‌ګاه د نذرانو سوزولو او پېش کولو دپاره نۀ ده جوړه کړې، ۲۷بلکې د دې دپاره مو جوړه کړه چې دا زمونږ او ستاسو او زمونږ نه پس د نسلونو دپاره يو يادګار وى، چې مونږ بې‌شکه د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې په مخکښې د هغۀ عبادت کوُو او هغۀ ته خپلې نذرانې وسوزوو او قربانۍ او د سلامتۍ نذرانې پېش کوُو. نو داسې ستاسو اولاد به دا خبره نۀ کوى چې د مالِک خُدائ سره زمونږ هيڅ کار نشته. ۲۸زمونږ خيال دا وو، کۀ چرې داسې وشول، نو زمونږ اولاد به وائى چې ګورئ، زمونږ پلار نيکۀ هم هغه شان قربان‌ګاه جوړه کړې ده لکه څنګه چې د مالِک خُدائ قربان‌ګاه ده، دا د سوزېدونکو نذرانو او قربانو دپاره نۀ ده بلکې دا زمونږ او ستاسو د خلقو دپاره يو يادګار دے. ۲۹مونږ به بېخى د مالِک خُدائ خِلاف سرکشى نۀ کوُو او نۀ به د هغۀ نه اوړو چې د نذرانو د سوزېدو او غلې او د قربانو پېش کولو دپاره يوه قربان‌ګاه جوړه کړُو. کومه قربان‌ګاه چې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د حضور خېمې په مخکښې ولاړه ده نو صرف هغه به د دې دپاره استعمالولے شى.“ ۳۰فينحاس اِمام او د قوم هغه لس مشران سړى کوم چې د هغۀ سره وُو، د نمرپرېواتۀ طرف ته د قبيلو د کورَنو مشران د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې د خبرو نه خبر شول، نو هغوئ خوشحاله شول. ۳۱د اِلى‌عزر اِمام زوئ فينحاس هغوئ ته ووئيل، ”اوس مونږ ته پته ده چې مالِک خُدائ زمونږ مل دے. تاسو د هغۀ خِلاف سرکشى ونۀ کړه، نو داسې تاسو بنى اِسرائيل د مالِک خُدائ د سزا نه بچ کړل.“ ۳۲بيا فينحاس او مشران د جِلعاد په مُلک کښې د روبين او جاد د خلقو نه روان شول او واپس په کنعان کښې د بنى اِسرائيلو خلقو له لاړل او هغوئ يې خبر کړل. ۳۳بنى اِسرائيل خوشحاله وُو او د خُدائ پاک ثناء صِفت يې کولو. هغوئ جنګ له د تلو او هغه خبرې پرېښودې چې هغه مُلک به تباه کړُو چرته چې د روبين او جاد خلق اوسيږى. ۳۴د روبين او جاد خلقو ووئيل، ”دا قربان‌ګاه زمونږ ټولو دپاره يو يادګار دے چې مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے.“ نو هغوئ په دې باندې ”يادګار“ نوم کېښودو.

Verified by MonsterInsights