يوسفزئ
تاریخى

د تواريخ اول کِتاب - يوويشتم باب

مردم‌شمارى او وبا

۱شېطان غوښتل چې په بنى اِسرائيلو باندې مصيبت راولى، نو هغۀ داؤد ولمسولو چې يوه مردم‌شمارى وکړى. ۲نو داؤد يوآب او نورو آفسرانو له حُکم ورکړو، ”د بنى اِسرائيل مُلک د يو سر نه تر بل سر پورې وګرځئ او خلق وشمېرئ. ما له تفصيل راوړئ چې پته راته ولګى چې خلق څومره دى.“ ۳يوآب جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ دې بنى اِسرائيليان د هغې نه يو په سل زيات کړى چې څومره اوس دى. هغوئ ټول ستا نوکران دى. تۀ ټول قوم ولې مجرم کول غواړې؟“ ۴خو بادشاه په يوآب باندې دا حُکم ومنلو. نو يوآب لاړو او هغه د بنى اِسرائيلو په ټول مُلک کښې وګرځېدو او يروشلم ته واپس راغلو. ۵هغۀ داؤد بادشاه د دې نه خبر کړو او د هغه ټولو سړو شمېر دا وو چا چې جنګ کولے شو: په بنى اِسرائيلو کښې يوولس لاکه او په يهوداه کښې څلور لاکه او اويا زره. ۶يوآب د بادشاه حُکم ته سپک وکتل نو هغۀ ځکه د ليوى او بنيامين د قبيلو مردم‌شمارى ونۀ کړه. ۷چې څۀ شوى وُو خُدائ پاک په هغې ناراضه شو، نو هغۀ بنى اِسرائيلو له سزا ورکړه. ۸داؤد خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”ما د دې کار کولو سره يوه سخته ګناه کړې ده. زۀ تا ته سوال کوم چې زما غلطى معاف کړه. ما د ډېر کم عقلتوب نه کار اخستے دے.“ ۹بيا مالِک خُدائ جاد ته وفرمائيل چا به چې د داؤد دپاره نبوت کولو، ۱۰”لاړ شه او داؤد ته ووايه چې زۀ هغۀ له درې خوښې ورکوم. چې هغه کومه يوه خوښه کړى نو زۀ به هم هغه شان وکړم.“ ۱۱نو جاد داؤد له لاړو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى چې په دې کښې يوه خبره خوښه کړه: ۱۲د قحط درې کالونه دې خوښ دى؟ يا چې خپل دشمن درباندې درې مياشتې تباهى راولى؟ او يا چې درې ورځې د مالِک خُدائ د تُورې لاندې راشې او هغه ستا په مُلک باندې يوه وبا راولېږى، او د خپلې فرښتې په ذريعه په ټولو بنى اِسرائيلو کښې مرګ راولى؟ نو تۀ فېصله وکړه چې زۀ مالِک خُدائ له څۀ جواب ورکړم، چا چې زۀ رالېږلے يم؟“ ۱۳داؤد جاد ته وفرمائيل، ”زۀ د نااُميدۍ په حالت کښې يم. ما دې ته مۀ پرېږده چې د انسانانو لاسونو ته حواله شم. زۀ دې مالِک خُدائ ته حواله شم، ځکه چې د هغۀ رحم ډېر لوئ دے.“ ۱۴نو مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو باندې يوه وبا راولېږله او د هغوئ اويا زره کسان مړۀ شول. ۱۵بيا هغۀ د يروشلم د تباه کولو دپاره يوه تباه کوونکى فرښته راولېږله، خو د تباهۍ نه لږ مخکښې مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه او د مرګ فرښتې ته يې وفرمائيل، ”بس کړه، دا تباهى کافى ده.“ هغه فرښته د يو يبوسى اُرنان د درمند سره ولاړه وه. ۱۶داؤد فرښته وليده چې پاس په هوا کښې ولاړه وه او تُوره يې د يروشلم تباه کولو دپاره په خپل لاس کښې نيولې وه. بيا داؤد او د خلقو مشران، چا چې د ټاټ جامې اغوستې وې هغه ټول لاندې ټيټ شول او په زمکه يې سجده ولګوله. ۱۷داؤد دُعا وکړه، ”اے خُدايه پاکه، زۀ هغه څوک يم چا چې ګناه کړې ده. زۀ هغه څوک يم چا چې د مردم‌شمارۍ حُکم ورکړو. دې غريبانانو خلقو څۀ کړى دى؟ مالِکه خُدايه، زما خُدايه پاکه. ما او زما خاندان له سزا راکړه او خپل خلق بچ کړه.“ ۱۸د مالِک خُدائ فرښتې جاد ته وفرمائيل چې داؤد ته ووايه چې هغه د مالِک خُدائ دپاره د اُرنان په درمند کښې يوه قربان‌ګاه جوړه کړى. ۱۹داؤد د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او لاړو، هم هغه شان کار يې وکړو چې څنګه ورته جاد وئيلى وُو. ۲۰هلته په درمند کښې اُرنان او د هغۀ څلورو زامنو غنم غوبل کول او کله چې هغوئ فرښته وليده، نو د هغۀ زامنو منډه کړه او پټ شول. ۲۱څنګه چې اُرنان داؤد بادشاه وليدو چې راورسېدو، نو هغه د درمند نه لاړو او د هغۀ په مخکښې د عزت نه ټيټ شو او په زمکه يې سجده ولګوله. ۲۲داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”په ما باندې خپل درمند خرڅ کړه، نو چې داسې زۀ د مالِک خُدائ دپاره يوه قربان‌ګاه جوړه کړم او چې د دې سره وبا بنده شى. نو زۀ به تا له د دې پوره قيمت درکړم.“ ۲۳اُرنان ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، دا واخله او چې څۀ دې خوښه وى هغه وکړه. دا غوَيى دې د نذرانې په توګه په قربان‌ګاه باندې وسوزولې شى، د درمند دا تختې دې د خشاک په توګه استعمال شى او د نذرانې ورکولو دپاره دا غنم دى. دا هر څۀ زۀ تا له درکوم.“ ۲۴خو بادشاه جواب ورکړو، ”نه، زۀ به تا له پوره قيمت درکوم. زۀ به مالِک خُدائ ته داسې يوه نذرانه نۀ پېش کوم چې هغه ما ته مفت مِلاو شوې وى يا هغه ستا وى.“ ۲۵او هغۀ اُرنان له د درمند دپاره شپږ سوه د سرو زرو سيکې ورکړې. ۲۶هغۀ هلته د مالِک خُدائ دپاره يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې يې ورباندې پېش کړې. هغۀ دُعا وکړه او مالِک خُدائ د هغۀ دُعا قبوله کړه او په قربان‌ګاه باندې د نذرانو سوزولو دپاره مالِک خُدائ د آسمان نه اور راولېږلو. ۲۷مالِک خُدائ هغه فرښتې ته وفرمائيل چې خپله تُوره په کاش کښې واپس کېږده او فرښتې حُکم ومنلو. ۲۸نو د دې په وجه داؤد ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ د هغۀ دُعا قبوله کړې ده، نو هغۀ د اُرنان په درمند کښې په قربان‌ګاه باندې قربانۍ پېش کړې. ۲۹د مالِک خُدائ د حضور هغه خېمه کومه چې موسىٰ په بيابان کښې جوړه کړې وه او هغه قربان‌ګاه چې په کومه باندې قربانۍ سوزولے شوې په هغه وخت کښې لا په جبعون کښې د عبادت په ځائ کښې وې، ۳۰خو داؤد د دې جوګه نۀ وو چې هلته لاړ شى او د خُدائ پاک عبادت وکړى، ځکه چې هغه د مالِک خُدائ د فرښتې د تُورې نه يرېدو.