يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او څلور دېرشم زبور

يروشلم ته د حضرت داؤد د ختلو سرود

۱د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ اے د مالِک خُدائ ټولو خِدمتګارانو،

څوک چې د شپې د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کوئ.

۲خپل لاسونه د خُدائ په مقدس ځائ کښې پورته کړئ.

او د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.

۳مالِک خُدائ د آسمان او زمکې پېدا کوونکے دے،

تاسو ته دې صيون نه برکت درکړى.