يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - يو پنځوسم باب

د يروشلم دپاره د تسلۍ خبرې

۱”ما ته غوږ ونيسئ، څوک چې صداقت غواړئ، او د مالِک خُدائ لټون کوئ. د هغه ګټ په حقله سوچ وکړئ د کوم نه چې تراشلے شوى يئ، د هغه کان په حقله سوچ وکړئ چې د کوم نه تاسو راويستلے شوى يئ. ۲د خپل پلار نيکۀ اِبراهيم او مور ساره په حقله سوچ وکړئ، چې تاسو يې زيږولى يئ. کله چې ما اِبراهيم راوغوښتلو، نو هغه بې‌اولاده وو، خو ما هغۀ له برکت ورکړو او ډېر اولاد مې ورکړو. ۳يقيناً چې مالِک خُدائ به بيا صيون له تسلى ورکړى. او د هغې په ټولو کنډرو به ترس وکړى. د هغې صحرا به د باغِ عدن په شان ګلستان کړى، د هغې بنجره زمکه به د مالِک خُدائ د باغ په شان شى. هلته به خندا او خوشحالى وى، او د ثناء صِفت او د شکرانې حمدونه به وئيلے شى. ۴زما خلقو بنى اِسرائيلو، ما ته غوږ ونيسئ، زۀ چې څۀ وايم هغې ته توجو وکړئ، زۀ به قومونو ته خپل تعليمات وښايم، زما اِنصاف به د هغوئ دپاره رڼا وى. ۵زما رحم او اِنصاف زر راروان دى. زما خلاصون په لاره دے. زما مضبوط لاس به قومونو له اِنصاف راوړى. لرې مُلکونه زما انتظار کوى، هغوئ په دې طمع دى چې بچ يې کړم. ۶بره آسمان ته وګورئ، او لاندې زمکې ته وګورئ. آسمانونه به د لوګى په شان ورک شى، او زمکه به د زړې چِرړې په شان ورَسته شى، او د دې ټول خلق به د مچانو په شان مړۀ شى. خو زما خلاصون به د همېشه دپاره وى، او زما صداقت به هيڅکله نۀ ختميږى. ۷اے هغه خلقو چې څوک په صداقت پوهېږئ، ما ته غوږ ونيسئ، اے هغه خلقو چې د چا په زړُونو کښې چې زما تعليم اچولے شوے دے. کله چې خلق په تاسو پورې خندا کوى يا ستاسو بې‌عزتى کوى، نو مۀ يرېږئ، ۸ولې چې چينجى به هغوئ لکه د کپړې په شان وخورى، او چينجى به يې لکه د وړۍ په شان وخورى. خو زما صداقت به تر همېشه پورې وى، او زما خلاصون به تر ټولو نسلونو پورې قائم وى.“ ۹اے مالِکه خُدايه، پاڅه. ويښ شه او زمونږ مدد وکړه. د خپل طاقت نه کار واخله او مونږ بچ کړه، خپل طاقت داسې استعمال کړه لکه څنګه دې چې مخکښې استعمالولو. دا تۀ وې چې سمندرى بلا راحب دې ټوټې ټوټې کړه. ۱۰دا هم تۀ وې چې سمندر دې اوچ کړو او په اوبو کښې دې لار جوړه کړه، نو چې هغه څوک په دې ژور سمندر کښې تېر شى چې کوم دې بچ کول. ۱۱د چا فديه چې مالِک خُدائ ورکړې ده نو هغوئ به راواپس شى، او څنګه چې صيون ته ننوځې نو د خوشحالۍ نه به چغې وهى او سندرې به وائى. هغوئ به د همېشه دپاره خوشحاله وى، او د غم او پرېشانۍ نه به په امن وى. ۱۲”زۀ، صرف زۀ تاسو له تسلى درکوم. نو بيا تاسو د انسانانو نه ولې يرېږئ، چې هغوئ د واښو نه هم زر فنا کيږى؟ ۱۳تاسو هغه مالِک خُدائ هېر کړے دے چا چې پېدا کړئ، چا چې آسمانونه خوارۀ کړل او چې د زمکې بنيادونه يې ولګول؟ تاسو هر وخت د هغه خلقو نه ولې په يره کښې يئ څوک چې د غصې نه په تاسو باندې ظلم زياتے کوى، څوک چې ستاسو د تباه کولو دپاره تيار دى؟ اوس د هغوئ غصه چرته ده؟ ۱۴قېديان به زر راخلاص شى، هغوئ به په قېدخانه کښې نۀ مرى او د هغوئ سره به د خوراک کمے نۀ وى. ۱۵زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، سمندر ما راپاڅولو او د دې چپې مې غضبناکې کړې. زما نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے. ۱۶ما خپل کلام ستاسو په ژبه ګويا کړو، او د خپل لاس د سورى لاندې مې تاسو پټ کړئ، آسمانونه مې خوارۀ کړل او د زمکې بنيادونه مې کېښودل، او ما يروشلم ته وفرمائيل، تاسو زما خلق يئ.“

د يروشلم د مشکلاتو ختمېدل

۱۷ويښ شه. ويښ شه. پاڅه ودرېږه اے يروشلمه. تا د مالِک خُدائ د لاس نه هغه جام څښلے دے کوم چې د هغۀ د غصې نه ډک وو، دا جام تا تر آخرى قطرې پورې وڅښلو کوم چې د نشه ورو شرابو نه ډک وو. ۱۸ستا چې څومره زامن شوى دى په هغوئ کښې يو هم نشته چې ستا رهنمائى وکړى، تا چې څومره زامن لوئ کړى دى په هغوئ کښې يو هم نشته چې تا د لاس نه ونيسى او بو دې ځى. ۱۹په تا باندې دوه افتونه راغلې دى يعنې تباهى او بربادى، جنګ او قحط. خو څوک پاتې دى چې تا سره همدردى وکړى؟ او څوک پاتې دې چې تا له تسلى درکړى؟ ۲۰ستا خلق د کمزورۍ د وجې نه په هره کوڅه کښې غورزيږى، هغوئ بې‌مددګاره لکه د هوسۍ په شان په جال کښې انښتى دى. او د مالِک خُدائ غضب په هغوئ نازل دے او خُدائ پاک هغوئ رټلى دى. ۲۱اے تاسو چې په مصيبت کښې ګېر يئ واورئ، څوک چې په نشه کښې يئ خو د ميو له وجې نه نه. ۲۲مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې د خپل قوم دپاره جنګيږى داسې فرمائى، ”ګورئ، ما دا د نشه ورو شرابو نه ډک جام ستاسو د لاس نه لرې کړے دے، نو تاسو به نور زما د غصې د جام نه نۀ څښئ. ۲۳دا به زۀ هغه خلقو له ورکړم چا چې په تاسو باندې ظلم زياتے کولو، هغه خلقو له چا چې تاسو په کوڅو کښې څملولئ او پښې به يې درباندې کېښودې او په تاسو به ګرځېدل.“