يوسفزئ
د تورات شريف اول کِتاب

د پېدايښت کِتاب - اوؤم باب

لوئ سېلاب

۱بيا مالِک خُدائ نوح ته وفرمائيل، ”د خپل ټول بال بچ سره کشتۍ ته وخېژه، ما ته پته ده چې يواځې تۀ په ټوله دُنيا کښې هغه صادق سړے يې چې ښۀ عمل کوې. ۲د هر قِسم حلال ځناورو نه اووۀ جوړې واخله، خو د هر قِسم حرام ځناورو نه صِرف يوه يوه جوړه واخله. ۳او هر قِسم مارغانو نه هم اووۀ جوړې واخله، د دې دپاره چې هر قِسم ځناور او مارغان په مخ د زمکې ژوندى پاتې شى. ۴د نن نه اووۀ ورځې پس به زۀ باران راولم چې څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې به وريږى، د دې دپاره چې ټول ژوندى د زمکې د مخ نه ورک کړم.“ ۵نو نوح هغه هر څۀ وکړل چې څنګه مالِک خُدائ ورته حُکم ورکړے وو. ۶نوح د شپږو سوو کالو وو چې په زمکه سېلاب راغلو. ۷نو په هغه وخت نوح او د هغۀ ښځه، د هغۀ زامن او د هغوئ ښځې کشتۍ ته وختل چې د سېلاب نه ځان بچ کړى. ۸د هر قسم حلالو او حرامو ځناورو او مارغانو او خزندو نه، جوړه جوړه نر او ښځه ۹نوح کشتۍ ته وخېژول، لکه چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو. ۱۰اووۀ ورځې پس سېلاب راغلو. ۱۱چې کله نوح د شپږو سوو کالو وو، نو د دوېمې مياشتې په اوولسمه ورځ د زمکې لاندې د بې‌شمېره چينو خولې راخلاصې شوې او د آسمان ټولې طوفانى دروازې راخلاصې شوې، ۱۲او په زمکه څلوېښت ورځې او شپې باران وشو. ۱۳هم په هغه ورځ نوح او د هغۀ ښځه، د هغۀ درې زامن، شيم، حام او يافت او د هغوئ ښځې ټول کشتۍ ته وختل. ۱۴د دوئ سره هر قِسم څاروى او ځنګلى ځناور، واړۀ او غټ او هر قِسم مارغان هم وُو. ۱۵د هر قِسم ژوندى څيزونو جوړې د نوح سره کشتۍ ته وختلې، ۱۶چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو. بيا مالِک خُدائ په نوح پسې دروازه بنده کړه. ۱۷څلوېښت ورځې په زمکه سېلاب وو، اوبۀ ډېرې زياتې شوې او کشتۍ يې اوچته کړه. ۱۸اوبۀ زياتې شوې او کشتۍ د اوبو دپاسه ګرځېده. ۱۹اوبۀ دومره زياتې شوې چې لوړ لوړ غرونه يې پټ کړل، ۲۰اوبۀ دومره وختلې چې تقريباً د غرونو د سرونو نه اتۀ ګزه اوچتې شوې. ۲۱په زمکه هر ژوندے څيز مړ شو، ټول مارغان، ځناور او ټول بنى آدم. ۲۲په زمکه هر ژوندے مخلوق مړ شو. ۲۳مالِک خُدائ هر ژوندے څيز د زمکې د مخ نه ورک کړو، بنى آدم، ځناور او مارغان. خو صِرف نوح او هغه ژوندى څيزونه چې د هغۀ سره په کشتۍ کښې وُو ژوندى پاتې شول. ۲۴او اوبۀ د يو نيم سل ورځو پورې نۀ کمېدلې.