يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - درې نوييم زبور

د مالِک خُدائ بادشاهى

۱مالِک خُدائ بادشاهى کوى او د عزت چُوغه يې اغوستې ده،

او د هغۀ لاسونه زورَور دى مالِک خُدائ د شان او شوکت چُوغه اغوستې ده.

دُنيا نۀ شى خوځېدے هغۀ مضبوطه جوړه کړې ده.

۲ستا تخت د پخوا نه قائم شوے دے،

او ستا ذات د ازل نه موجود دے.

۳اے مالِکه خُدايه، سمندرونه راپاڅېدلى دى،

سيندونو شورونه جوړ کړى دى،

سيندونو خپلې ناترسې چپې راپورته کړى دى.

۴مالِک خُدائ د ډېرو اوبو د شور نه هم زورَور دے،

او د سمندر د موجونو نه هم زورَور دے.

بره مالِک خُدائ د دې ټولو نه زورَور دے.

۵ستا اصُول او قانون قائم دے.

او پاکوالے ستا د کور ښائست دے،

تر ابده پورې اے مالِکه خُدايه.