يوسفزئ
د تورات شريف دوېم کِتاب

د هِجرت کِتاب - يو دېرشم باب

د مالِک خُدائ د حضور د خېمې جوړولو هُنرمند کسان

۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲”ګوره، ما د يهوداه قبيلې، بضلى‌اېل غوره کړے دے، چې د اورى زوئ او د حُور نمسے دے، ۳او ما هغه د خپل روح نه ډک کړے دے. ما هغۀ له پوهه، هُنر او د هر قِسم هُنر په کار کښې قابليت ورکړے دے، ۴د سرو زرو، سپينو زرو او د زېړو ښائسته کار کولو، ۵قيمتى کاڼى پرې کولو او تيارولو، د لرګى کار کولو، او د هر قِسم د هُنر کار دپاره. ۶او ګوره، ما اهلياب هم خوښ کړے دے چې د اخيسمک زوئ دے او د دان د قبيلې نه دے، چې هغوئ يو ځائ کار وکړى. ما نورو ټولو هُنرمندو له هم لوئ قابليت ورکړے دے، چې هغوئ هغه څۀ جوړ کړى چې ما حُکم ورکړے دے، ۷يعنې زما د حضور خېمه، د لوظ صندوق او د کفارې تخت چې ورباندې پروت دے، د خېمې نور ټول سامان، ۸مېز او د هغې سامان، د سوچه سرو زرو ډيوټ او د هغې ټول سامان، د خوشبويۍ د سوزولو قربان‌ګاه، ۹د سوزېدونکې نذرانې قربان‌ګاه او د هغې ټول سامان، د وينځلو ښانک او د هغې بېخ، ۱۰د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره د اِمامانو ښائسته لِباس چې کله هغوئ د اِمامانو په توګه خِدمت کوى نو دا دې استعمالوى، ۱۱د غوړولو تېل او د مقدس ځائ دپاره خوشبويۍ. دا څيزونه دې هم هغه شان جوړ کړى چې څنګه ما تا ته حُکم کړے دے.“

سبت، د آرام کولو ورځ

۱۲بيا مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړو ۱۳چې، ”بنى اِسرائيلو ته ووايه، تاسو د سبت، يعنې د آرام کولو ورځ منئ، دا به په راتلونکى ټولو وختونو کښې زما او ستاسو په مينځ کښې يوه نښه وى، چې تاسو ته پته ولګى چې ما مالِک خُدائ تاسو خپل خلق جوړ کړئ. ۱۴تاسو خامخا د سبت ورځ منئ، ځکه چې دا ستاسو دپاره مقدسه ده. چې څوک هم دا نۀ منى او په هغه ورځ کار کوى، نو هغه دې ووژلے شى. او څوک چې په هغه ورځ باندې کار کوى نو هغه به د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے. ۱۵ستاسو سره د خپل کار کولو دپاره شپږ ورځې شته، خو اوومه ورځ د سبت يعنې د آرام ورځ ده، هغه ما مالِک خُدائ ته وقف شوې ده. هر څوک چې څۀ قِسم کار هم په هغه ورځ وکړى نو هغه دې ووژلے شى. ۱۶بنى اِسرائيل دې دا ورځ د لوظ د يوې نښې په توګه همېشه دپاره منى. ۱۷دا به همېشه دپاره زما او د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې يوه نښه وى، ځکه چې ما مالِک خُدائ په شپږ ورځو کښې آسمان او زمکه جوړ کړل او په اوومه ورځ ما کار بس کړو او څۀ مې ونۀ کړل.“ ۱۸چې کله خُدائ پاک د سينا په غرۀ باندې د موسىٰ سره خبرې خلاصې کړې، نو هغۀ له يې هغه د کاڼى دوه تختې ورکړې چې په کومو باندې خُدائ پاک په خپله حُکمونه ليکلى وُو.