يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - اوويشتم باب

د صور د غم مرثيه

۱د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، ۲”اے بنى آدمه، د صور په حقله د غم مرثيه ووايه. ۳صور ته ووايه، چې تۀ د سمندر په غاړه پروت يې او د سمندر د غاړې ډېرو خلقو سره تجارت کوې، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، اے صوره تا د خپل ځان په حقله وئيل چې زما د ښائست جواب نشته. ۴ستا حدونه د سمندر مينځ پورې رسېدلى دى. ستا جوړونکو ستا ښائست لاجوابه جوړ کړے دے. ۵تۀ لکه د سمندر د هغه کشتۍ په شان وې چې د حرمون د غرۀ د نختر لرګى نه جوړه شوې وې او هغوئ د دِيار لرګى د لبنان نه راوړل چې ستا دپاره يوه ستن ترې جوړه کړى. ۶هغوئ د څېړۍ لرګى د بسن نه راوړل او ستا د چلولو چپو يې ترې جوړ کړل، هغوئ ستا فرش د قبرص د نخترو نه جوړ کړو په دې باندې يې د هاتى د غاښونو کار وکړو. ۷ستا بادبان د مِصر د ګُلکارۍ د کتان نه جوړ وو، او دا ستا په سر باندې لکه د جنډې په شان رپېدو، ستا شاميانه د کاسنى او آسمانى رنګى کپړې وه چې د اِليسه د ساحلى علاقې نه راوړلے شوې وه. ۸د صيدا او ارود کسان ستا چپو وهونکى وُو. اے صوره، ستا هوښيار کسان ستا ماڼکيان وُو. ۹د جبل د علاقې نه په کار پوهه او هوښيار کسان په کشتۍ کښې وُو چې ستا چاؤدونه بند کړى. د سمندر ټولې کشتۍ او د دې ماڼکيان راغلل چې ستا د مال تجارت وکړى. ۱۰د فارس، لِديه او ليبيا فوجيان ستا په لښکر کښې شامل وُو. هغوئ خپل ډالونه او ټوپۍ ستا په دېوالونو راځوړند کړل چې تا ته شان و شوکت مِلاو شى. ۱۱د ارود او د حيلک سړو د هرې خوا نه ستا د دېوالونو حفاظت وکړو، او د جماد خلق ستا په برجونو کښې وُو. هغوئ خپل ډالونه ستا په دېوالونو راځوړند کړل، هغوئ ستا حُسن مکمل کړو. ۱۲ترسيس تا سره کاروبار وکړلو ځکه چې تا سره هر قسم سامان ډېر زيات مِلاوېدلو، او ستا د څيزونو په بدله کښې هغوئ تا ته سپين زر، اوسپنه، ټيم او سيکه درکوله. ۱۳يونان، توبل او مسک تا سره کاروبار وکړو، هغوئ ستاسو د سامان په بدل کښې غلامان او د زېړو څيزونه درکړل. ۱۴د بيت‌تُجرمه خلقو د څيزونو په بدل کښې تاسو له آسونه، جنګى آسونه او قچرې درکړې. ۱۵د ددان خلقو تاسو سره کاروبار وکړو، او د ډېرو ساحلى علاقو خلق ستا ګاهکان وُو، هغوئ تا ته د هاتى غاښونه او د آبنوس لرګى درکړل. ۱۶د شام خلقو تا سره کاروبار وکړو ځکه چې په تا کښې هر قسم څيز مِلاوېدو، هغوئ ستا د سامان په بدله کښې تا له زمرد کاڼى کاسنى او آسمانى رنګى کپړې، ګُلکارى، نرم کتان، مرجان او ياقوت درکول. ۱۷يهوداه او بنى اِسرائيلو تا سره کاروبار وکړو، او هغوئ ستا د څيزونو په بدله کښې تا ته د مِنيت نه غنم، اينځر، شات، د ‎زيتُونو تېل او مصالحې درکړې. ۱۸دمشق تا سره د ډېر پېداوار او د مال د زياتوالى په وجه، کاروبار وکړو او د دې څيزونو په بدله کښې يې د حلبون مے او د صاحر وړۍ درکړه. ۱۹د ودان او يونان خلقو ستاسو نه څيزونه اخستل او د هغې په بدله کښې يې تاسو ته د کار اوسپنه او خوشبودارې مصالحې درکولې. ۲۰د ددان خلقو د آسونو د قيمتى زينونو کاروبار تاسو سره کولو. ۲۱د عربو او د قيدار ټول شهزادګان ستا خريدار وُو، هغوئ تاسو سره د ګډورو، ګډانو، او چېلو کاروبار وکړو. ۲۲د شيبا او راماه خلقو تا سره کاروبار وکړو، ستاسو د څيزونو په بدله کښې هغوئ تاسو له اعلىٰ مصالحې، قيمتى کاڼى او سرۀ زر درکول. ۲۳د حاران، کنه او عدن، د شيبا سوداګرو او د اسور او کِلمد خلقو هم تا سره تجارت وکړو. ۲۴ستاسو په بازارونو کښې هغوئ تاسو سره د ښکلې کپړې، د آسمانې رنګې کپړې، د ګُلکارۍ او د رنګينه قالينونو چې پړى ترې تاو وُو او چې ګُلکارۍ يې کلکې تړلے شوې وې کاروبار وکړو. ۲۵د ترسيس بيړو ستا د سامان په وړولو کښې مدد کولو، او د سمندر په زړۀ کښې تۀ د دروند مال نه ډکه وې. ۲۶ستا چپو وهونکو تۀ لوئ سمندر ته راورسولې، خو د مشرق هواګانې به تا د سمندر په مينځ کښې ماته کړى. ۲۷ستا مال دولت، د تجارت سامان او مال، ستا د بيړۍ ټول چلوونکى، جوړونکى او پوهان، ستا تاجران، او ستا ټول فوجيان، او نور ټول هغه کسان چې په کشتۍ کښې ناست دى به د سمندر په زړۀ کښې ډوب شى په کومه ورځ چې ستا کشتۍ تباه شى. ۲۸ستا د ماڼکيانو د چغو په وجه به د سمندر په غاړه خلق د يرې نه ولړزيږى. ۲۹هغه ټول چپو وهونکى به خپله کشتۍ پرېږدى، ماڼکيان او نور کار کوونکى به د ساحل په غاړه ودريږى. ۳۰هغوئ به خپل آواز اوچت کړى او په تا به سخته ژړا کوى، هغوئ به په خپلو سرونو خاورې او دوړې وشيندى او په ايرو کښې به ورغړى. ۳۱هغوئ به ستا په وجه خپل سرونه ګنجى کړى او د ټاټ جامې به واچوى. هغوئ به په تا په پرېشانه زړۀ سره ژړا وکړى. ۳۲کله چې هغوئ په تا باندې ژړا او وير کوى، هغوئ به ستا په حقله د غم مرثيه وائى، څوک لکه د صور په شان خاموشه وو، چې سمندر يې محاصره کړے وو؟ ۳۳کله چې به ستا د تجارت مال په سمندر کښې نورو مُلکونو ته وړلے کېدو، تا ډېر مُلکونه ماړۀ کړل. ستا د ډېر مال دولت او مال سره تا د زمکې بادشاهان ماړۀ کړل. ۳۴اوس تۀ د سمندر په ژورو اوبو کښې مات او ډوب شوے يې، ستا سامانونه او ستا کارکوونکى ټول تا سره لاندې ډوب شول. ۳۵هر هغه څوک چې د سمندر په غاړه اوسيږى، هغوئ تا ته حېران دى، د هغوئ بادشاهان يرې اخستى دى او پرېشانه شوى دى او شکلونه يې د يرې نه په بله اوړېدلى دى. ۳۶د قومونو سوداګرو ستا په حقله په خپلو کښې وائى چې توبه توبه، کله چې هغوئ ستا خراب اَنجام وليدو او تۀ د تل دپاره نيست نابود شوې.“