يوسفزئ

خط

د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول دوېم خط - لسم باب

د پولوس رسول د خپل خِدمت دفاع

۱زۀ پولوس په خپله تاسو ته د مسيح په عاجزۍ او نرمۍ کښې خواست کوم، خو زۀ ستاسو په مخکښې عاجز يم او پشى شا زړَور يم. ۲بلکې زۀ تاسو ته دا خواست کوم چې زما د حاضرېدو په وخت ما په سخته رويه مۀ مجبوروئ، لکه د چا چې زما په حقله دا خيال دے چې زمونږ خِدمت د دُنياوى طريقې په مطابق دے. ۳اګر کۀ مونږ انسانان يو خو زمونږ جنګ د انسانانو په مطابق نۀ دے. ۴ځکه چې زمونږ د جنګ وسلې انسانى نۀ دى بلکې زمونږ وسلې د مضبوطو قلاګانو د نړولو دپاره د خُدائ پاک د قُدرت دى. مونږ پرې هر قسمه غلط بحثونه ۵او هره هغه کبرژنه خبره چې د خُدائ پاک د عِلم خلاف وى تباه کوُو او په هر يو نافرمانه خيال قبضه کوُو د دې دپاره چې د مسيح تابعدار شى. ۶کله چې ستاسو فرمانبردارى کامله شى نو بيا مونږ تيار يُو چې د هر قِسم نافرمانۍ سزا ورکړُو. ۷تاسو صرف ظاهرى څيزونو ته ګورئ. کۀ ستاسو په ځان دا باور وى چې تاسو د مسيح يئ، نو مونږ هم ستاسو په شان د مسيح يُو. ۸ځکه کۀ زۀ په هغه اختيار څۀ لږ فخر کوم چې ستاسو د جوړولو دپاره ما ته مالِک راکړے دے، نه چې ستاسو د ورانولو دپاره، نو زۀ په داسې کولو پښېمانه نۀ يم. ۹زۀ د خپلو خطونو په وسيله ستاسو د يرولو کوشش کول نۀ غواړم. ۱۰ځکه چې د ځينو خلقو زما په حقله دا سوچ دے چې، د هغۀ خطونه اثرناک او زبردست دى خو چې کله هغه په خپله حاضر وى نو کمزورے وى او د هغۀ تقرير فضول وى. ۱۱نو دغه شان خلق دې پوهه شى څۀ چې په خطونو کښې زمونږ ليکل دى نو دغه شان به زمونږ په موجودګۍ کښې هم وى. ۱۲ځکه چې مونږ دا جرأت نۀ شُو کولے چې خپل ځانونه په هغه څو کسانو کښې شمېر کړُو يا د هغوئ سره برابر کړُو څوک چې خپله نېک نامى زياتوى، خو کله چې هغوئ په خپله په خپلو کښې د ځانونو اندازه ولګوى او په خپله په خپلو کښې مقابله وکړى نو په هيڅ نۀ پوهيږى. ۱۳خو بيا هم مونږ به د اندازې نه زيات فخر نۀ کوُو بلکې تر هغه حده، کوم چې خُدائ پاک زمونږ دپاره مقرر کړے دے او چې په کښې تاسو هم راغلى يئ. ۱۴ځکه چې مونږ خپل ځانونه د هغه حد نه زيات لوئ نۀ ګڼو لکه څنګه چې زمونږ د خِدمت په هغه حد کښې وى، ځکه چې مونږ اولنى کسان وُو چې تاسو ته د مسيح د زيرى په ورکولو در رسېدلى يُو. ۱۵او مونږ د نورو په خوارۍ فخر نۀ کوُو خو اُميد کوُو چې ستاسو د ايمان په زياتوالى کښې به زمونږ د کار درجه نوره ډېره زياته شى، ۱۶نو چې مونږ زيرے ستاسو نه نور هم اخوا علاقې ته ورسوو، هغه ځائ ته چرته چې چا خِدمت نۀ دے کړے. نو بيا به مونږ ته د بل په خِدمت د فخر کولو ضرورت نۀ وى. ۱۷خو، ”هر څوک چې فخر کوى نو هغه دې په مالِک فخر وکړى.“ ۱۸ځکه څوک چې خپل تعريف په خپله کوى هغه د قبلېدو نۀ دے بلکې د چا تعريف چې مالِک په خپله کوى هم هغه د قبلېدو وړ دے.