يوسفزئ
پوهه او شاعرى

د متلونو کِتاب - شپږم باب

د بل چا د قرض ضمانت مۀ کوه

۱زما زويه، کۀ چرې تا د خپل ګاونډى دپاره په ضمانت کښې څۀ اېښى وى، او يا تا د بل چا د قرض د ورکولو وعده کړې وى، ۲کۀ تۀ چرې د خپلو خبرو په وجه په لټ کښې راګېر شوے يې، او په دام کښې د خپلې خولې د لاسه راګېر شوے يې، ۳نو بيا زما زويه، په دې کولو سره تۀ د خپل ګاونډى په لاسونو کښې پرېوتې، نو د هغۀ د دام نه د خلاصېدو دپاره، هغۀ له ورشه او خپل ځان کمزورے کړه او هغۀ ته مِنت زارى وکړه چې هغه تا د دې ذمه وارۍ نه آزاد کړى. ۴زر ورشه مۀ اودۀ کېږه او خپلې سترګې مرغۍ مرغۍ کېدو ته مۀ پرېږده. ۵نو خپل ځان لکه د هوسۍ په شان د ښکارى نه او لکه د مارغۀ په شان خپل ځان د ښکارى د جال نه آزاد کړه. ۶ناراسته خلقو مېږو ته وګورئ، او د هغوئ په چال چلن باندې غور وکړئ او هوښيار شئ. ۷دوئ نۀ مشر لرى، او نۀ څوک آفسر او نۀ حکمران لرى، ۸خو دوئ په اوړى کښې خپل خوراک راټولوى، او خپل ځان دپاره خوراک په لو کښې راجمع کوى. ۹خو تۀ ناراسته سړيه ترڅو پورې به پروت يې؟ او تۀ به کله د خوب نه راپاڅې؟ ۱۰تۀ وائې، ”لږ وخت دپاره به اودۀ شم، او سترګې به پټې کړم، لږ به خپل لاسونه راغونډ کړم او آرام به وکړم.“ ۱۱نو بيا به غريبى او نيستى د وسله بند ډاکو په شان په تا باندې حمله وکړى. ۱۲بدمعاشان او کمينه خلق، ټوله ورځ تش دروغ وائى. ۱۳هغوئ سترګې وهى او ستا د دوکه کولو دپاره په پښو او ګوتو اِشارې کوى، ۱۴د هغوئ کاږۀ زړونه خرابې منصوبې جوړوى، نو دغه شان هغوئ تل په هر ځائ کښې سرخوږے پېدا کوى. ۱۵نو په هم دې وجه په داسې کس باندې ناګهانى افت راځى، او ناګهانه به هغه ټوټې ټوټې شى او بيا به د جوړېدو نۀ وى. ۱۶شپږ څيزونه دى چې مالِک خُدائ ترې نه نفرت کوى بلکې اووۀ څيزونه دى چې مالِک خُدائ هغه نۀ شى برداشت کولے، ۱۷مغروره سترګې، دروغژنه ژبه، هغه لاسونه چې بې‌ګناه وينه تويوى، ۱۸هغه زړۀ چې بدې منصوبې جوړوى، هغه پښې چې د شرارت طرف ته منډې وهى، ۱۹دروغژن ګواه څوک چې دروغ وائى، او هغه کس چې د خاندان په مينځ کښې سرخوږے پېدا کوى.

د زنا خِلاف خبردارے

۲۰زما زويه، د پلار په حُکمونو عمل کوه، او د خپلې مور لارښودنه مۀ هېروه. ۲۱د هغوئ خبرې تل دپاره په خپل زړۀ کښې يادې ساته، او د هار په شان يې په خپله غاړه کښې ګرځوه. ۲۲هرکله چې تۀ روان يې نو هغه به ستا رهنمائى کوى، او کله چې اودۀ يې نو هغه به ستا حفاظت کوى، هرکله چې راويښ شې، نو هغه به درته مشوره درکوى. ۲۳نو د هغوئ حُکمونه ډيوه ده او د هغوئ هدايت رڼا ده، او د هغوئ اصلاح د ژوندون لار ده. ۲۴دا به تا د بدکاره ښځو نه ساتى، او د زناکارو ښځو د نرمو خبرو نه به دې ساتى. ۲۵د هغوئ په ښائست خپل زړۀ مۀ بائيله، او نۀ چې د هغې سترګې وهل تا راګېر کړى. ۲۶يوه کنجره تۀ د يوې روټۍ په قيمت اخستے شى، خو د بل سړى د ښځې سره زنا به ستا د ژوند په قيمت وى. ۲۷څوک په خپله جولۍ کښې بل شوے اور د کپړو سوزېدلو نه بغېر اوچتولے شى څۀ؟ ۲۸څوک په ګرمو سکروټو باندې بغېر د پښو پولۍ کېدو او سوزېدو نه ګرځېدلے شى څۀ؟ ۲۹نو دا کس هم د هغه چا په شان دے څوک چې د بل چا د ښځې سره څملى، څوک هم چې د هغې سره زنا کوى نو د سزا نه به خلاص نۀ شى. ۳۰خلق هغه غل ته سپک نۀ ګورى څوک چې د خپلې لوږې د ختمېدو دپاره غلا کوى، ۳۱خو کۀ هغه ګېر شى، نو هغه به اووۀ چنده ورکوى، کۀ څۀ هم د هغۀ د کور په ټول سامان يې قيمت پوره کيږى. ۳۲خو کۀ يو سړے زنا کوى نو هغه بې‌حده کم عقل دے، ځکه چې هغه خپل ځان تباه کوى. ۳۳هغه به وهل وخورى او بې‌عزته به شى، او دا شرم به هيڅکله د هغۀ نه اخوا نۀ شى. ۳۴نو غېرت به يې د خاوند قهر راوپاروى او په بې‌رحمۍ سره به خپله بدله اخلى. ۳۵هغه به د دې په بدل کښې معاوضه نۀ قبلوى او هغه به رشوت هم رد کړى کۀ څومره ډېر هم وى.