يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او درې دېرشم زبور

يروشلم ته د حضرت داؤد د ختلو سرود

۱څومره ښۀ او د مزې خبره ده

کله چې وروڼه په يو اتفاق سره اوسيږى.

۲دا د هغه قيمتى تېلو په شان چې په سر باندې لګولے شوى وى،

او د هارون په ږيره بهېدلى وى،

او د هغۀ د چُوغې په غاړه راروان وى.

۳دا لکه د حرمون د پرخې په شان چې د صيون په غر باندې راوريږى،

دا ځکه چې مالِک خُدائ هلته خپلو خلقو ته برکت ورکوى.

تر دې چې ابدى ژوندون ورکوى.