يوسفزئ
تاریخى

د تواريخ دوېم کِتاب - شپږ دېرشم باب

د يهوداه بادشاه يهوآخز

۱د يهوداه خلقو د يوسياه زوئ يهوآخز خوښ کړو او په يروشلم کښې يې بادشاه جوړ کړو. ۲يهوآخز د درويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او درې مياشتې يې په يروشلم بادشاهى وکړه. ۳د مِصر بادشاه نِکوه هغه قېدى کړو او د يهوداه خلق يې دې ته مجبور کړل چې درې زره او څلور سوه کلو سپين زر او څلور دېرش کلو سرۀ زر محصُول ورکوى. ۴نِکوه اِلياقيم د يهوداه بادشاه جوړ کړو چې هغه د يهوآخز ورور وو او د هغۀ نوم يې يهويقيم ته بدل کړو. نِکوه يهوآخز مِصر ته بوتلے وو.

د يهوداه بادشاه يهويقيم

۵يهويقيم د پينځويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې يوولس کاله بادشاهى وکړه. هغۀ د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک خِلاف ګناه وکړه. ۶د بابل بادشاه نبوکدنضر په يهوداه حمله وکړه، يهويقيم يې ونيولو او بابل ته يې په زنځيرونو کښې بوتلو. ۷نبوکدنضر د مالِک خُدائ د کور څۀ خزانې يوړې او په بابل کښې يې په خپل محل کښې کېښودې. ۸يهويقيم چې هر څۀ هم کړى وُو، سره د هغۀ د خرابو رسمونو او چې هغۀ کوم حرام کارونه کړى وُو، هغه د اِسرائيل او د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. نو د هغۀ زوئ يهوياکين د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.

د يهوداه بادشاه يهوياکين

۹يهوياکين د اتلسو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم درې مياشتې او لس ورځې بادشاهى وکړه. هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه. ۱۰کله چې سپرلے شو، نو نبوکدنضر بادشاه يهوياکين بابل ته قېدى بوتلو او د مالِک خُدائ د کور خزانې يې يوړې. بيا نبوکدنضر د يهوياکين ترۀ صدقياه د يهوداه او يروشلم بادشاه جوړ کړو.

د يهوداه بادشاه صدقياه

۱۱صدقياه د يوويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او په يروشلم يې يوولس کاله بادشاهى وکړه. ۱۲هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د يرمياه پېغمبر خبرې يې په عاجزۍ سره وانۀ ورېدلې، چا چې د مالِک خُدائ خبرې کولې.

د يروشلم تباهى

۱۳صدقياه د نبوکدنضر بادشاه خِلاف بغاوت وکړو، اګر چې هغۀ د خُدائ پاک په وړاندې دا لوظ کړے وو چې د نبوکدنضر وفادار به وى. هغه د خپل ضد په وجه نۀ توبه ګار کېدو او مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې څۀ پرواه نۀ ساتله. ۱۴د دې نه علاوه، د يهوداه لار ښوونکى اِمامان او خلق د بُتانو په عبادت کښې د هغوئ نه ګېرچاپېره ګناهګارو قومونو په نقش قدم باندې روان وُو او د هغوئ په شان حرام کارونه يې وکړل، هغوئ د مالِک خُدائ هغه کور ناپاک کړو کوم چې مالِک خُدائ په خپله مقدس کړے وو. ۱۵مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک د خپلو خلقو د خبردارى دپاره پېغمبران رالېږل، ځکه چې خُدائ پاک غوښتل چې هغوئ او خپل کور بچ کړى. ۱۶خو هغوئ د خُدائ پاک په پېغام وړونکو پورې ټوقې وکړې، د هغوئ خبرو ته يې توجو ورنۀ کړه او د هغۀ په پېغمبرانو پورې يې خندا وکړه، تر دې پورې چې د مالِک خُدائ غصه د هغۀ د خلقو خِلاف دومره زياته شوه چې د هغې نه د خلاصون لار نۀ وه. ۱۷نو مالِک خُدائ د بابل بادشاه راوستو چې په هغوئ حمله وکړى، تر دې چې د مالِک خُدائ په کور کښې هم هغۀ د يهوداه زلمى ووژل. هغۀ په ځوان يا بوډا، په نر يا ښځه، بيمار يا روغ په هيچا هم رحم نۀ کولو. خُدائ پاک هغوئ ټول ورته حواله کړل. ۱۸د بابل بادشاه د مالِک خُدائ کور، د دې خزانې او د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو دولت لوټ کړو او هر څۀ يې بابل ته يوړل. ۱۹هغۀ د مالِک خُدائ کور او ښار، سره د دې ټولو محلونو او دولت وسوزولو او د ښار دېوال يې راوغورزولو. ۲۰هغۀ ټول ژوندى پاتې کسان بابل ته بوتلل، چرته چې هغوئ او د هغوئ اولاد تر هغې پورې د نوکرانو په توګه د هغۀ خِدمت کولو چې د فارس حکومت را اوچت شوے نۀ وو. ۲۱د يرمياه پېغمبر په ذريعه چې د مالِک خُدائ کوم پېغام اورولے شوے وو نو هغه پوره شو چې، ”اويا کاله به هغه زمکه شاړه پرته وى، ځکه چې هغې د سبت آرام نۀ وو کړے.“

د خورس بنى اِسرائيلو له د واپس کېدو حُکم ورکول

۲۲د فارس د خورس بادشاه د بادشاهۍ په وړومبى کال مالِک خُدائ هغه څۀ رښتيا کړل چې څۀ يې د يرمياه پېغمبر په ذريعه فرمائيلى وُو. هغۀ د خورس حوصله افزائى وکړه چې دا حُکم جارى کړى او د خط په شکل کښې د هغۀ د بادشاهۍ هر ځائ ته ولېږلے شى او بيان شى: ۲۳”دا د فارس د خورس بادشاه حُکم دے. مالِک خُدائ، د آسمان خُدائ پاک زۀ په ټوله دُنيا باندې حکمران جوړ کړے يم او ما له يې دا ذمه وارى راکړې ده چې د هغۀ دپاره د يروشلم په يهوداه کښې يو کور جوړ کړم، نو تاسو ټول څوک چې د خُدائ پاک خلق يئ، هلته ځئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دې ستاسو مل شى.“