يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو نوييم زبور

مالِک خُدائ زمونږ پناه ګاه او ساتونکے دے

۱هغه څوک چې د خُدائ تعالىٰ په پناه کښې اوسيږى،

هغه به د قادر خُدائ د سورى لاندې په امان وى.

۲زۀ به داسې وايم چې، ”مالِک خُدائ زما پناه او هم زما قلعه ده،

هم هغه زما خُدائ پاک دے په چا چې توکل کوم.“

۳بې‌شکه هغه به تاسو د ښکاريانو د دامونو نه خلاص کړى

او هغه به تاسو د سختو بيماريانو نه بچ کړى.

۴په خپلو بڼو به دې پټ کړى او تۀ به د هغۀ د وزرونو لاندې پناه ومومې.

د هغۀ وفادارى به دې ډال او ستا د حفاظت دېوال وى.

۵تۀ به د شپې د دهشت نه نۀ يرېږې،

او نۀ به تۀ د ورځې د غشى نه يرېږې،

۶او نۀ به د هغې وبا نه يرېږې چې په تيارۀ کښې راځى،

او نۀ به د هغې تباهۍ نه چې په رڼا ورځ کښې راځى.

۷زر کسان به دې په خوا کښې او لس زره به دې ښى لاس ته راوغورزيږى،

خو تا ته به څۀ نقصان نۀ رسيږى.

۸کۀ تۀ صرف سترګې کولاو کړې،

نو وبه ګورې چې بدعملو ته څنګه سزا ورکولے شى.

۹کۀ چرې تۀ قادر مطلق خُدائ خپل د پناه ځائ جوړ کړې،

او کۀ تۀ خُدائ تعالىٰ خپل د اوسېدو ځائ جوړ کړې،

۱۰نو هيڅ قِسمه نقصان به تا ته ونۀ رسيږى،

او هيڅ قسمه افت به ستا خېمې ته نۀ رانزدې کيږى.

۱۱ځکه چې هغه به ستا په حقله خپلو فرښتو له حُکم ورکړى،

تۀ چې چرته هم ځې دوئ به ستا حفاظت وکړى.

۱۲هغوئ به دې په خپلو لاسونو کښې پورته کړى

هسې نه چې په کاڼى تيندک وخورى.

۱۳تۀ به په ازمرى او مار باندې پښې ږدې،

تۀ به ځوان زمرے او اژدها د پښو لاندې کړې.

۱۴مالِک خُدائ فرمائى، ”ځکه چې دے ما سره مينه کوى زۀ به يې بچ کړم،

هغه زما په نامه يقين لرى زۀ به امان ورکړم.

۱۵هغه به له ما نه سوال وکړى او زۀ به هغه قبول کړم.

په سخته کښې به زۀ د هغۀ سره يم زۀ به هغه بچ کړم،

او عزت به هغۀ ته ورکړم.

۱۶زۀ به هغه په ډېر ژوند او عمر باندې موړ کړم،

او زۀ به خپل خلاصون هغۀ ته وښايم.“