يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او پينځۀ څلوېښتم زبور

د حضرت داؤد د حمد‌و‌ثناء يو زبور

د ثناء صِفت سرود

۱اے زما پاکه خُدايه، بادشاه، زۀ به ستا لوئى بيانوم،

او زۀ به د تل دپاره ستا د نوم ثناء صِفت کوم.

۲زۀ به هره ورځ ستا ثناء صِفت وکړم،

زۀ به د تل دپاره ستا د نوم لوئى بيان کړم.

۳مالِک خُدائ لوئ دے او د ډېر ثناء صِفت قابل دے،

د هغۀ لوئى هيڅوک هم معلومولے نۀ شى.

۴يو نسل به بل نسل ته ستا د کارونو ستائينه کوى،

او دوئ به ستا د لويئ کارونه بيانوى.

۵هغوئ به ستا د جلالى شان او شوکت او د لويئ خبرې کوى،

زۀ به ستا په عجيبه کارونو فکر وکړم.

۶هغوئ به ستا د هيبتناکه کارونو په حقله خبرې وکړى،

او زۀ به ستا د لويو کارنامو بيان وکړمه.

۷هغوئ به ستا د بې‌اندازې ښۀ‌والى جشن کوى،

او په خوشحالۍ سره به ستا د صداقت سندرې غږوى.

۸مالِک خُدائ رحيم او مهربان دے،

زر نۀ په غصه کيږى او ډېره مينه کوى.

۹مالِک خُدائ د هر چا سره ښۀ دے،

او هر څۀ چې هغۀ پېدا کړى دى په هغه ټولو مهربانه دے.

۱۰اے مالِکه خُدايه، ستا مخلوق دې ستا شُکر وکړى،

ستا مقدسين دې ستا ثناء صِفت وکړى.

۱۱دوئ به ستا د بادشاهت د جلال خبرې وکړى،

او دوئ به ستا د قدرت خبرې وکړى،

۱۲نو چې ستا په طاقتمند کارونو ټول خلق پوهه شى،

او ستا د بادشاهت د جلالى شان او شوکت نه خبر شى.

۱۳ستا بادشاهى د تل بادشاهى ده،

ستا حکومت په ټولو نسلونو کښې پاتې کېدونکے دے.

مالِک خُدائ په خپلو ټولو وعدو وفادار دے،

او هغه په خپلو ټولو پېدا کوونکو مِهربانه دے.

۱۴مالِک خُدائ هغوئ ټول اوچتوى څوک چې را‎پرېوځى،

او هغه ټول راکونټى شوى راوچته وى.

۱۵او د ټولو سترګې تا ته دى،

او تۀ ټولو ته په صحيح وخت کښې خوراک ورکوې.

۱۶مالِکه خُدايه چې خپل لاس پرانيزې،

په خپله د هر يو ژوندى څيز لوږه تنده ختموې.

۱۷مالِک خُدائ په خپلو ټولو کارونو کښې صادق دے،

او هغه په خپلو ټولو پېدا کوونکو مِهربانه دے.

۱۸مالِک خُدائ هغه ټولو ته نزدې دے څوک چې ورته آواز کوى،

هغوئ ټولو ته نزدې دے څوک چې په رښتيا ورته آواز کوى.

۱۹څوک چې د هغۀ نه يريږى د هغوئ ټولو ارمانونه پوره کوى،

او هغه د دوئ ژړا اورى او خلاصون ورکوى.

۲۰مالِک خُدائ د هغوئ خيال ساتى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى،

خو هغه به ټول شريران تباه کړى.

۲۱زما خولۀ به د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوى،

او ټول مخلوق به د هغۀ د مقدس نوم د تل دپاره ثناه صِفت کوى.