يوسفزئ
پوهه او شاعرى

د متلونو کِتاب - نولسم باب

۱دا بهتره ده چې يو سړے غريب وى او په ايماندارۍ سره ژوند تېروى، د هغه چا نه چې دروغژن او کم عقل وى. ۲د عِلم نه بغېر جذبات څرګندول ښۀ نۀ دى، او بې‌صبرى لار خطا کوى. ۳د انسان کم عقلتوب د هغۀ ژوند تباه کوى، او بيا د هغۀ تريخوالے د مالِک خُدائ خلاف وى. ۴دولت ډېر دوستان پېدا کوى، خو غربت ټول دوستان د هغۀ نه شړى. ۵دروغژن ګواه به د سزا نه نۀ بچ کيږى، او څوک چې دروغ وائى هغه به بچ پاتې نۀ شى. ۶ډېر خلق د حاکِم خوشامندى کوى، او هر څوک د هغه چا دوست وى څوک چې تُحفې ورکوى. ۷کۀ د غريب سړى نه د هغۀ رشته‌دار ډډه کوى، نو بيا به د هغۀ دوستان د هغۀ نه څومره نور هم ډډه کوى. کۀ څۀ هم چې هغه د هغوئ سره د خبرو کولو کوشش کوى، خو هغوئ ترې نه لاړ شى. ۸څوک چې حِکمت حاصلوى نو د خپل ځان سره مينه کوى، څوک چې پوهه خوښوى هغۀ ته برکت ملاويږى. ۹دروغژن ګواه به د سزا نه نۀ بچ کيږى، او څوک چې دروغ وائى هغه به تباه شى. ۱۰کم عقل سره عېش عشرت ښۀ نۀ ښکارى، او دا به لا څومره نامناسبه وى کۀ چرې يو غلام په شهزادګانو حکومت کوى. ۱۱د انسان حِکمت د هغۀ غصه قابو کوى، او د بل بد ځان ته نۀ ودرول هغۀ ته عزت ورکوى. ۱۲د بادشاه غصه د ازمرى د غړمبېدو په شان وى، خو د هغۀ احسان لکه په کبل د پرخې په شان وى. ۱۳بې‌وقوفه زوئ د پلار د تباهۍ باعث وى، او جګړماره ښځه داسې وى لکه کوټه چې هر وخت راڅاڅى. ۱۴انسان ته په وراثت کښې کورونه او دولت د پلار نيکۀ نه ملاويږى، خو هوښياره ښځه صرف هغۀ ته د مالِک خُدائ د طرفه ملاويږى. ۱۵ناراستى ښۀ خوب راولى، او لټ سړے اوږے پاتې کيږى. ۱۶څوک چې د خُدائ حُکمونه منى نو هغه د خپل ژوند حفاظت کوى، خو هغه څوک چې د هغۀ د لارو لا پرواهى کوى هغه به مړ شى. ۱۷څوک چې د غريب مدد کوى هغه مالِک خُدائ سره ښېګړه کوى او څۀ چې هغه کوى نو هغه به يې اجر ورکړى. ۱۸د خپل زوئ تربيت د اول نه په ماشوموالى کښې کوه هسې نه چې وروستو تۀ د هغۀ ژوند برباد کړې. ۱۹غصه ناک سړے به ضرور د خپلې غصې اَنجام ته ورسيږى، کۀ تاسو چرې هغه يو ځل بچ کړئ نو تاسو به هغه هر وخت بچ کوئ. ۲۰نصيحت ته غوږ ونيسه او هدايت قبول کړه، نو په آخر کښې به تۀ هم هوښيار شې. ۲۱د انسان په زړۀ کښې ډيرې منصوبې وى، خو کيږى هغه څۀ چې د مالِک خُدائ رضا وى. ۲۲وفادارى د انسان ښائست دے. يو غريب د دروغژن نه بهتر دے. ۲۳د مالِک خُدائ يره د ژوندون سرچينه ده، کومه چې انسان ته سکون ورکوى او د مصيبتونو نه يې بچ ساتى. ۲۴ناراسته خو خپل لاس تالى ته رسوى خو تر دې چې هغه بيا واپس خپلې خولې ته هم نۀ وړى. ۲۵کۀ څوک پېغور کوونکے ووهى نو د دې نه به ساده ګان سبق زده کړى، کۀ چرې پوهه سړے ورټلے شى نو هغه به د دې نه نور عِلم زده کړى. ۲۶هر هغه څوک چې په خپل پلار باندې ظلم کوى او خپله مور وشړى نو دے هغه زوئ دے څوک چې د شرم باعث دے. ۲۷زما زويه هرکله چې تۀ نصيحت اورېدل بند کړې، نو تۀ به د عِلم د خبرو نه بې‌لارې شې. ۲۸بدکاره ګواه اِنصاف پورې خندا کوى، او بدکاران د شرارت نه خوند اخلى. ۲۹سزا د پېغور کوونکى دپاره تياره شوې وى، او وهل د کم عقلو د ملاګانو دپاره تيار وى.