يوسفزئ
پوهه او شاعرى

د متلونو کِتاب - درويشتم باب

شپږم نصيحت

۱کله چې تۀ يو حاکِم سره روټۍ خوړلو ته کښېنې، نو دا په ذهن کښې راوله چې ستا وړاندې څۀ دى. ۲په خپله مرۍ چاړۀ کېږده کۀ تۀ زيات خوړونکے يې. ۳د هغۀ د مزېدار خوراک ډېر خواهش مۀ کوه، ځکه چې دا دوکه ورکوونکے خوراک دے.

اوؤم نصيحت

۴خپل ځان په مالداره کولو مۀ ستړے کوه. دومره هوښيار شه چې د داسې کولو نه ځان ساتې. ۵ستا دولت به د سترګو په رپ کښې فنا شى، او خپلې وزرې به پرانيزى او د باز په شان به آسمان ته والوځى.

اتم نصيحت

۶د يو شوم سړى روټۍ مۀ خوره او د هغۀ د مزيدارو خوراکونو ارمان مۀ کوه. ۷هغه داسې سړے دے چې همېشه د خرچ سوچ کوى، هغه تاسو ته وائى چې، ”راشئ ما سره وخورئ وڅښئ.“ خو هغه د زړۀ نه دا خبره نۀ کوى. ۸ځکه چې تاسو څۀ خوړلى وى هغه به په پوزه باقۍ کړئ او ستاسو ټولې ښُکلې خبرې به بې‌فائدې شى.

نهم نصيحت

۹يو کم عقل ته خبرې مۀ کوه، هغه به ستا د حِکمت خبرې سپکې ګڼى.

لسم نصيحت

۱۰په زمکه کښې هغه د حد بندۍ وړومبے کاڼے مۀ بې‌ځايه کوه او مۀ د يتيمانو په زمکه باندې قبضه کوه. ۱۱ځکه چې د هغوئ بچ کوونکے زورَور دے او هغه به ستاسو خِلاف د هغوئ د مقدمې طرفدارے وکړى.

يوولسم نصيحت

۱۲خپل زړۀ تربيت ته حواله کړه او خپل غوږونه د حِکمت خبرو ته نيسه.

دولسم نصيحت

۱۳د خپل اولاد تربيت مۀ پرېږده. کۀ تۀ هغوئ ته په چوکه سزا ورکړې نو هغوئ به د دې نه مړۀ نۀ شى. ۱۴هغۀ ته په چوکه سزا ورکړئ او هغه به د عالمِ ارواح نه بچ کړئ.

ديارلسم نصيحت

۱۵زما زويه، کۀ تۀ عقلمند يې، نو زما زړۀ به خوشحاله وى. ۱۶دننه روح به په ما کښې په ټوپونو شى کله چې تۀ رښتيا خبرې کوې.

څوارلسم نصيحت

۱۷خپل زړۀ مۀ پرېږده چې د ګناهګارو سره حسد وکړى، خو د مالِک خُدائ نه هر وخت په يره کښې اوسه. ۱۸په يقين سره ستا دپاره په راتلونکى وخت کښې اُميد شته دے او ستا اُميد به نۀ ختميږى.

پينځلسم نصيحت

۱۹زما زويه، ما ته غوږ ونيسه، هوښيار اوسه، او خپل زړۀ په صحيح لار باندې قائم وساته. ۲۰د شرابيانو سره ناسته پاسته مۀ کوه، او د خېټورو سره مۀ ګرځېږه. ۲۱ځکه چې شرابيان او خيټور به غريبانان شى. او ډېر خوب به هغوئ ته شلېدلې جامې ورواغوندى.

شپاړسم نصيحت

۲۲خپل پلار ته غوږ نيسه، چا چې تا له ژوند درکړے دے، او د خپلې مور بې‌عزتى مۀ کوه کله چې هغه بوډۍ شى. ۲۳حقيقت حاصل کړه او دا مۀ خرڅوه، او حِکمت، تربيت او پوهه حاصله کړه. ۲۴د صادق سړى پلار ډېر خوشحاله وى، هغه څوک چې هوښيار زوئ لرى په هغۀ باندې فخر کوى. ۲۵ستا مور او پلار دې خوشحالى وکړى، او هغه دې خوشحالى وکړى چا چې تۀ زيږولے يې.

اوولسم نصيحت

۲۶زما زويه، خپل زړۀ ما ته راکړه او ما ته وګوره او په خوشحالۍ سره زما په طريقو باندې عمل وکړه. ۲۷ځکه چې کنجره د ژورې کندې په شان وى او زناکاره د تنګ کوهى په شان وى. ۲۸هغوئ د ډاکوانو په شان په انتظار کښې ناستې وى او بې‌وفا سړى زياتوى.

اتلسم نصيحت

۲۹څوک دى چې وير کوى؟ څوک دى چې غمژن دى؟ څوک دى چې جګړه کوى؟ څوک دى چې شکايت کوى؟ څوک دى چې هسې زخمونه لرى؟ څوک دى چې سرې سترګې لرى؟ ۳۰دا هغوئ دى څوک چې په مےخانو کښې وخت تېروى، او د رنګارنګ ميو پيالۍ څښى. ۳۱ميو ته مۀ ګوره کله چې دا سرۀ وى او کله چې په پياله کښې شُغلې وهى او په آسانه سره تېريږى. ۳۲په آخر کښې دا لکه د مار چيچل کوى او لکه د منګور په شان زهريله وى. ۳۳ستا سترګې به عجيبه او رنګارنګ څيزونه ګورى، او ستا ذهن به د ګډوډو څيزونو تصور کوى. ۳۴تۀ به په خيال کښې د هغه چا په شان يې څوک چې د سمندر دپاسه اودۀ وى، او د چپو دپاسه پروت ټالۍ وهى. ۳۵نو تۀ خپل ځان ته وائې، ”هغوئ زۀ ووهلم، خو زۀ خوږ نۀ شوم، هغوئ زۀ وټکولم، خو ما ته پته ونۀ لګېدله. کله چې زۀ راويښ شم نو زۀ به د څښلو دپاره نور شراب هم پېدا کړم.“