يوسفزئ
پوهه او شاعرى

د متلونو کِتاب - اتۀويشتم باب

۱بدکاران هيڅ بې‌هيڅه تښتى کۀ څۀ هم څوک ورپسې نۀ وى، خو صادقان لکه د زمرو په شان ډاډه وى. ۲هرکله چې يو مُلک باغى وى، نو د هغه مُلک ډېر حاکمان وى، خو پوهه او هوښيار انسان د مُلک نظام برقرار ساتى. ۳کوم مشر چې په غريبانانو باندې ظلم کوى د هغه تېز باران په شان دے چې ولاړ ټول فصل تباه کوى. ۴کوم خلق چې شريعت ماتوى نو په دې کار سره د بدکارانو صِفت کوى، خو هغه څوک چې د شريعت تابعدارى کوى نو هغوئ د شريرانو مخالفت کوى. ۵بدکاره انسانان په اِنصاف نۀ پوهيږى، خو څوک چې د مالِک خُدائ لټون کوى نو هغوئ پرې مکمل پوهيږى. ۶غريب صادق انسان د دوکه مار مالدار نه ښۀ وى. ۷څوک چې په شريعت عمل کوى نو هغه يو هوښيار زوئ دے، خو څوک چې د بد اخلاقو دوستى کوى د خپل پلار د شرم باعث ګرځى. ۸څوک چې خپل ځان په زيات سود سره مالداره کړى خو آخر به د هغۀ مال دولت د هغه چا شى څوک چې په غريبانانو مهربانه وى. ۹خُدائ پاک د هغه چا د دُعا نه نفرت کوى څوک چې د شريعت نه مخ اړوى. ۱۰څوک چې يو نېک انسان بدکارۍ ته رهنمائى کوى نو په خپل لټ کښې به راګېر شى، خو ايمانداره انسان ته به ښۀ ميراث مِلاو شى. ۱۱يو مالداره خپل ځان هوښيار ګڼى، خو يو غريب عقلمند د هغۀ په اصلى کردار پوهيږى. ۱۲کله چې صادقان کامياب شى، نو ټول قوم غټه خوشحالى کوى، خو کله چې د بدکارانو حکومت راشى نو هر څوک خپل ځان پټوى. ۱۳هر هغه څوک چې په خپله ګناه باندې پرده اچوى نو دے به کامياب نۀ شى، خو هر هغه څوک چې د ګناه اعتراف وکړى او هغه بس کړى نو په هغۀ به رحم وشى. ۱۴بختور دے هغه څوک چې هر وخت د مالِک خُدائ نه يريږى، خو څوک چې خپل زړۀ سخت کړى نو په مصيبت کښې به راګېر شى. ۱۵لکه د غړمبېدونکى زمرى او يا د اوږى مېلو په شان هغه بدکاره انسان دے څوک چې په بې‌وسه خلقو باندې حکومت کوى. ۱۶ناپوهه بادشاه به په خپلو خلقو ظلم کوى، خو څوک چې د حرام مال دولت نه نفرت کوى نو هغه به د ډېر وخت دپاره ژوندے وى. ۱۷کۀ يو انسان خپل لاسونه د بل چا په وينو سرۀ کړى وى نو هغه به تر مرګه پورې مفرور وى، نو هيڅ څوک دې د دۀ مدد نۀ کوى. ۱۸د چا کردار چې بې‌داغه وى نو هغه به بچ شى، خو د چا لارې چې غلطى وى نو ناګهانه به تباه شى. ۱۹څوک چې د خپلې زمکې زميدارى کوى هغوئ سره به ډېر خوراک وى، د چا په سوچ کښې چې هوائى خيالونه ګرځى، نو سخته غريبى به پرې راشى. ۲۰يو ايماندار کس ته به ډېر زيات برکت ورکړے شى، خو کۀ څوک زر مالداره کېدل غواړى هغۀ ته به سزا مِلاو شى. ۲۱د چا طرفدارى کول ښۀ کار نۀ دے ځکه چې ځينې خلق به د يوې نوړۍ روټۍ دپاره غلط کار وکړى. ۲۲کنجوس انسان د دې ليواله وى چې مالداره شى او د دې نه ناخبره وى چې غربت د دۀ انتظار کوى. ۲۳څوک چې د اصلاح دپاره تنبيه کول کوى په آخر کښې به د هغه چا نه ورته زيات عزت مِلاو شى څوک چې په ژبه څټل کوى. ۲۴څوک چې د خپل پلار او مور نه غلا کوى او دے وائى چې، ”دا غلطى نۀ ده،“ نو دے د يو قاتل نه کم نۀ دے. ۲۵لالچى انسان جنګ جګړې جوړوى، خو څوک چې په مالِک خُدائ باندې توکل کوى هغه به آباد شى. ۲۶څوک چې په خپل ځان يقين کوى نو هغه کم عقل دے، خو څوک چې په هوښيارتيا سره قدم اوچتوى نو دے به بچ پاتې شى. ۲۷څوک چې غريبانانو له ورکړه کوى نو د هيڅ شى محتاجه به نۀ شى، خو څوک چې په دوئ باندې سترګې پټوى نو دوئ به په لعنت کښې ګرفتار شى. ۲۸هرکله چې حکومت د بدکارانو لاس ته ورشى، نو خلق خپل ځان پټوى، کله چې بدکاران هلاک شى نو صادقان بيا آباد شى.