يوسفزئ
د تورات شريف درېم کِتاب

د ليويانو کِتاب - شلم باب

د ګناهونو دپاره سزاګانې

۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۲”اِسرائيلو ته ووايه، کۀ ستاسو يو خپل کس يا يو مسافر چې ستاسو سره اوسيږى هغه د خپلو ماشومانو نه يو ماشوم مولک بُت ته پېش کړى نو ټول قوم به هغه سنګسار کړى او مړ به يې کړى. ۳کۀ څوک د خپلو ماشومانو نه يو ماشوم مولک بُت ته ورکړى او زما مقدسه خېمه ناپاکه کړى او زما د مقدس نوم سپکاوے وکړى، نو زۀ به ترې نه مخ واړوم او هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے. ۴خو کۀ قوم په هغه کس باندې ځان ناجاڼه کړى چې څۀ يې کړى وى او هغه ونۀ وژنى، ۵نو زۀ به په خپله د هغه کس نه، د هغۀ د ټولې خاندان نه او د هغه ټولو نه مخ واړوم چې زما نافرمانى وکړى او د مولک بُت عبادت وکړى. زۀ به هغوئ نور خپل خلق نه ګڼم. ۶کۀ څوک د هغه خلقو نصيحت اورېدلو له ورځى چې د مړو د روحونو مشورې ورکوى، نو زۀ به د هغۀ نه مخ واړوم او زۀ به هغه نور د خپلو خلقو نه نۀ ګڼم. ۷خپل ځانونه وقف کړئ او مقدس اوسئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۸زما قانون ومنئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او تاسو مقدس کوم.“ ۹مالِک خُدائ دا اصُول وښودل. کۀ څوک خپل مور يا پلار ته ښېرې وکړى نو هغه به وژلے شى، او خُون به يې په خپله غاړه وى. ۱۰کۀ يو سړے د بل سړى د ښځې سره زنا وکړى نو دوئ دواړه به وژلے شى. ۱۱کۀ يو سړے د پلار د ښځې سره څملى او د پلار سپکاوے وکړى، نو هغه سړے او ښځه دواړه به وژلے شى. د هغوئ خُون په خپله غاړه دے. ۱۲کۀ يو سړے د خپلې اِنږور سره څملى، نو هغوئ دواړه دې ووژلے شى. هغوئ ډېر غلط کار کړے دے او خُون يې په خپله غاړه دے. ۱۳کۀ يو سړے د بل سړى سره جنسى تعلقات وساتى، هغوئ يو شرمناک کار کړے دے او دواړه به ووژلے شى. د هغوئ خُون په خپله غاړه دے. ۱۴کۀ يو سړے يوه ښځه او د هغې مور وادۀ کړى، نو هغوئ درې واړه به په اور کښې سوزولے شى ځکه چې هغوئ ډېر بد عمل کړے دے، ستاسو په مينځ کښې به د داسې کار اجازت نۀ وى. ۱۵کۀ يو سړے د ځناور سره زنا وکړى، نو هغه سړے او ځناور به وژلے شى. ۱۶کۀ يوه ښځه د ځناور سره د غلط کار کولو کوشش وکړى، نو هغه او ځناور به ووژلے شى. د هغوئ خُون په خپله غاړه دے. ۱۷کۀ يو سړے د خپلې سکه يا ناسکه خور سره وادۀ وکړى او هغوئ د يو بل سپکاوے وکړى، نو دا يو د بې‌شرمۍ کار دے او هغوئ دې د خپلو خلقو نه وشړلے شى، هغۀ د خپلې خور سپکاوے کړے دے او هغوئ ته دې د خپلو بدو سزا مِلاو شى. ۱۸کۀ يو سړے د يوې ښځې سره د هغې د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې څملى، نو هغوئ دواړه به د قوم نه شړلے شى، ځکه چې هغوئ د پاکوالى په حقله اصُول مات کړى دى. ۱۹کۀ يو سړے د خپلې مور خور سره يا د پلار خور سره څملى، نو هغوئ ته دې خامخا د خپلو بدو سزا مِلاو شى. ۲۰کۀ يو سړے د خپلې ترۀ ښځې سره څملى، نو هغه د خپل ترۀ سپکاوے کوى، نو ذمه وارى به د هغوئ په خپله غاړه وى، او بې‌اولاده به مړۀ شى. ۲۱کۀ يو سړے خپله ورنداره وادۀ کړى او ورور يې ژوندے وى، نو هغوئ به بې‌اولاده مړۀ شى. هغۀ يو ناپاکه کار کړے دے او هغۀ د خپل ورور سپکاوے کړے دے. ۲۲مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما ټول قانون او حُکمونه ومنئ، نو داسې د کنعان مُلک نه به ونۀ شړلے شئ کوم مُلک له چې زۀ تاسو راولم. ۲۳د هغه خلقو په رِواجونو پسې مۀ ځئ کوم چې هلته اوسيږى، هغه غېرقومونه به ترې نه وباسم نو تاسو به هغه مُلک ته ورننوځئ. زۀ د هغوئ د ټولو بدو عملونو په وجه د هغوئ نه کرکه کوم. ۲۴خو ما ستاسو سره وعده کړې ده چې هغه مُلک ستاسو خپل شى چې زرخېز او آباد وى او هغه به زۀ تاسو له درکړم. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او ما تاسو د نورو قومونو نه جدا کړى يئ. ۲۵نو تاسو خامخا د حلالو او حرامو ځناورو او مارغانو په مينځ کښې فرق وکړئ. حرام ځناور او حرام مارغان مۀ خورئ. ما ورته ناپاک وئيلى دى او چې تاسو دا وخورئ نو ناپاک به شئ. ۲۶تاسو به مقدس شئ او صِرف زما به شئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ مقدس يم. ما تاسو د نورو قومونو نه جدا کړى يئ چې تاسو صِرف زما اوسئ. ۲۷هر يو سړے يا ښځه چې د مړو يا د پيريانو مشورې ورکوى هغه دې سنګسار کړے شى چې مړۀ شى، څوک چې دا کار کوى نو هغه به د خپل خُون ذمه وار وى.“