يوسفزئ
تاریخى

د تواريخ دوېم کِتاب - شلم باب

د ادوميانو خِلاف جنګ

۱څۀ موده وروستو د موآب او عمون فوجيان او معونيان راغلل چې د يهوسفط سره جنګ وکړى. ۲څۀ سړى راغلل او يهوسفط بادشاه ته يې ووئيل، ”د مړ درياب په بل طرف باندې د ادوم نه يو لوئ لښکر د دې دپاره راغلے دے چې په تا باندې حمله وکړى. وګورئ چې هغوئ حصيصون تامار ته رارسېدلى دى.“ (دا د عين‌جدى يو بل نوم دے). ۳يهوسفط ويرېدو او د مالِک خُدائ د مرضۍ معلومولو دپاره يې دُعا وغوښته او په يهوداه کښې يې ټولو خلقو ته د روژې د نيولو اعلان وکړو. ۴د يهوداه خلق په يروشلم کښې د مالِک خُدائ نه د مدد غوښتلو دپاره راغونډ شول، هغوئ د مالِک خُدائ مرضى معلومولو دپاره د يهوداه د هر ښار نه راغلل. ۵بيا يهوسفط د مالِک خُدائ د کور د نوى دربار په مخکښې د يهوداه او يروشلم خلقو په مينځ کښې ودرېدو. ۶او هغۀ په اوچت آواز دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، زمونږ د پلار نيکۀ خُدائ پاکه، تۀ په آسمان کښې د دُنيا په ټولو قومونو باندې بادشاهى کوې. ستا په لاس کښې طاقت او قوت شته او هيڅ څوک ستا مخالفت نۀ شى کولے. ۷تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. کله چې ستا خلق بنى اِسرائيليان دې مُلک ته راننوتل، چې کوم خلق دلته اوسېدل نو هغه دې وشړل او د خپل خليل اِبراهيم اولاد له دې هغه مُلک ورکړو چې د همېشه دپاره د هغوئ شى. ۸هغوئ دلته اوسېدلى دى او ستا د نوم دپاره يې يو مقدس ځائ جوړ کړے دے او وئيل يې، ۹کۀ په مونږ باندې د سزا دپاره څۀ افت، جنګ، وبا، يا قحط راشى، نو مونږ به راشو او ستا په حضور کښې به د دې کور په وړاندې ودرېږو، ځکه چې په دې کور کښې ستا نوم دے او چې په خپل مصيبت کښې مونږ تا ته سوال وکړُو نو تۀ به زمونږ سوال قبول کړې او مونږ به بچ کړې. ۱۰اوس د عمون، موآب او ادوم خلقو په مونږ باندې حمله کړې ده. کله چې زمونږ پلار نيکۀ د مِصر نه راووتل، نو تا هغوئ له اجازت ورنۀ کړو چې دې مُلکونو ته ورننه وځى، نو زمونږ پلار نيکۀ د دې نه په بله لار لاړل او دا يې تباه نۀ کړل. ۱۱نو اوس هغوئ مونږ له د دې داسې بدله راکوى، چې راشى او مونږ د هغه مُلک نه وشړى چې تا مونږ له راکړے دے. ۱۲تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. تۀ هغوئ له سزا ورکړه، ځکه چې کوم لوئ لښکر په مونږ حمله کوى نو د هغوئ په وړاندې مونږ بې‌مددګاره يُو. مونږ ته پته نشته چې څۀ وکړُو، خو مونږ ستا د مدد په طمع يُو.“ ۱۳د يهوداه ټول سړى، سره د خپلو ښځو او بچو، د مالِک خُدائ په حضور کښې ولاړ وُو. ۱۴بيا د مالِک خُدائ روح په يو ليوى نازل شو کوم چې په ګڼه کښې موجود وو. د هغۀ نوم يحزى‌ايل وو چې د زکرياه زوئ وو، هغه د آسف د قبيلې يو کس وو او د متنياه، يعى‌ايل او بناياه په ذريعه د آسف د اولاد نه وو. ۱۵يحزى‌ايل ووئيل، ”د يهوداه او يروشلم ټولو خلقو او يهوسفط بادشاه ما ته غوږ ونيسئ، مالِک خُدائ تاسو ته فرمائى چې تاسو بېخى د دې لوئ لښکر سره په مخامخ کېدو کښې مۀ يرېږئ او مۀ بې‌حوصلې کېږئ. ځکه چې دا جنګ ستاسو نۀ بلکې د خُدائ پاک دے. ۱۶سبا چې کله هغوئ د صيص درې ته راشى نو په هغوئ حمله وکړه. تۀ به د هغوئ سره د هغه وادۍ په سر کښې مِلاو شې کوم چې د يروئيل سره نزدې د ځنګل مُلک ته ځى. ۱۷تاسو به دا جنګ نۀ کوئ. صِرف د جنګ دپاره صفونه جوړ کړئ او کلک ودرېږئ، تاسو به هغه فتح ووينئ کومه چې مالِک خُدائ درکوى. مۀ يرېږئ او مۀ بې‌حوصلې کېږئ. سبا د هغوئ خِلاف راوځئ او مالِک خُدائ به ستاسو مل وى.“ ۱۸بيا يهوسفط بادشاه ټيټ شو او په زمکه يې سجده ولګوله او ټول خلق هم د هغۀ سره ټيټ شول او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو. ۱۹د ليويانو د قُهات او قورح د ډلو کسان پاڅېدل او په اوچت آواز يې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړو. ۲۰په ورپسې سحر وختى خلق د تقوع سره نزدې د ځنګل مُلک ته لاړل. چې کله هغوئ سفر شروع کړو، نو يهوسفط هغوئ ته په تقرير کښې دا خبرې وکړې، ”د يهوداه او يروشلم خلقو. په مالِک خُدائ ستاسو په خُدائ پاک باندې يقين کوئ، نو تاسو به کلک ولاړ يئ. په هغه څۀ باندې ايمان لرئ چې څۀ درته پېغمبران فرمائى، نو تاسو به کامياب شئ.“ ۲۱د خلقو سره د مشورې کولو نه پس، بادشاه يو څو موسيقارانو له حُکم ورکړو چې هغه چُوغې واغوندى کومې چې هغوئ په خاصو وختونو کښې اغوستې او ورته يې ووئيل چې د لښکر نه مخکښې روان شئ او داسې وايئ، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. د هغۀ مينه ابدى ده.“ ۲۲کله چې هغوئ ثناء صِفت کول شروع کړل نو مالِک خُدائ هغه حمله کوونکى فوجيان په خپلو کښې په جګړه کړل. ۲۳د عمونيانو او موآبيانو لښکرې د ادوم غر د اوسېدونکو خِلاف راوګرځېدې او د هغوئ هر يو کس يې ووژلو. کله چې هغوئ د ادوم لښکر تباه کړو نو هغوئ په يو بل باندې حملې شروع کړې. ۲۴کله چې د يهوداه لښکر هغه برج ته ورسېدو کوم چې په صحرا کښې وو، نو هغوئ د دشمن طرف ته وکتل او وې ليدل چې هغوئ ټول په زمکه باندې مړۀ پراتۀ وُو. يو کس هم په تښتېدو کښې کامياب نۀ شو. ۲۵نو يهوسفط او د هغۀ فوجيان ورغلل چې مالِ غنيمت راواخلى او هغوئ ډېر سامانونه، جامې او نور قيمتى څيزونه وموندل. هغوئ په مالِ غنيمت راغونډولو باندې درې ورځې تېرې کړې، خو مالِ غنيمت دومره ډېر وو چې هغوئ ټول نۀ شو راټولولے. ۲۶په څلورمه ورځ هغوئ د براکه په وادۍ کښې راغونډ شول او د هغه هر څۀ دپاره يې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړو چې څۀ هغۀ کړى وُو. نو په دې وجه د هغه وادۍ نوم ”براکه“ دے. ۲۷يهوسفط په خوشحالۍ سره فوجيان واپس يروشلم ته روان کړل، ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ دشمنانو له شکست ورکړے وو. ۲۸کله چې هغوئ ښار ته ورسېدل، نو هغوئ د ربابونو او بيګلو د غږېدو سره د مالِک خُدائ کور ته روان شول. ۲۹هر يو قوم به چې دا واورېدل چې مالِک خُدائ څنګه د اِسرائيلو دشمنانو له شکست ورکړے دے نو هغوئ به ويرېدل، ۳۰نو يهوسفط په امن سره حکومت کولو او خُدائ پاک د هغۀ په هر رنګ باندې حِفاظت کولو.

د يهوسفط د بادشاهۍ ختمېدل

۳۱يهوسفط د پينځو دېرشو کالو په عُمر کښې بادشاه جوړ شوے وو او په يروشلم باندې يې پينځويشت کاله بادشاهى کړې وه. د هغۀ مور عزوبه وه چې د سِلحى لور وه. ۳۲د هغۀ نه مخکښې د هغۀ پلار آسا په شان هغۀ هم هغه کار کولو چې کوم د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ وو، ۳۳خو علاقائى عبادتخانې نۀ وې تباه شوې، او خلق په پوره توګه د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک ته نۀ وُو راګرځېدلى. ۳۴نور هر څۀ چې يهوسفط کړى دى، د هغۀ د بادشاهۍ د شروع نه واخله تر آخره پورې، هر څۀ د حنانى زوئ ياهُو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى، کوم چې د اِسرائيل د بادشاهانو د تاريخ يوه حِصه ده. ۳۵يو ځل د يهوداه بادشاه يهوسفط د اِسرائيل بادشاه اخزياه سره اِتحاد وکړو، چا چې ډېر بد عملونه وکړل. ۳۶د عصيون‌جابر د بندرګاه سره په شريکه هغوئ سمندرى جهازُونه جوړ کړل. ۳۷خو د مريسه د ښار د دوداواهو زوئ اِلى‌عزر يهوسفط له خبردارے ورکړو، ”تا د اخزياه سره اِتحاد کړے دے، په دې وجه چې تا څۀ جوړ کړى دى نو مالِک خُدائ به هغه تباه کړى.“ نو سمندرى جهازُونه تباه شول او هيڅکله په سمندر کښې ونۀ چلېدل.