يوسفزئ
د تورات شريف درېم کِتاب

د ليويانو کِتاب - اوولسم باب

د وينې خوړل حرام دى

۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې ۲هارون د هغۀ زامنو او ټولو اِسرائيلو ته دا اصُول وښائى. ۳‏-۴کۀ يو اِسرائيلے کس يو غوَيے، يو ګډُورے، يا يو چېلۍ مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې خولې نه بغېر په هر ځائ کښې حلال کړى نو هغۀ به قانون مات کړے وى. هغۀ وينه توئ کړې ده او هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے. ۵د دې حُکم مطلب دا دے چې اِسرائيلو کوم ځناور په کولاو مېدان کښې حلالول نو هغوئ به هغه مالِک خُدائ ته راولى. هغوئ به دا د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې اِمام له راولى او د سلامتۍ د نذرانو په توګه به يې حلالوى. ۶اِمام به هغه وينه د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې د قربان‌ګاه په طرفونو باندې وشيندى او د خوشبوئى جوړېدو دپاره دې وازګه وسوزوى، په مالِک خُدائ باندې دا خوشبو ښۀ لګى. ۷اِسرائيليان دې د مالِک خُدائ سره نوره بې‌وفائى نۀ کوى چې خپل ځناور د چېلو په شان ښکارېدونکو پيريانو ته قربانى کړى. اِسرائيل به په راتلونکى ټولو وختونو کښې دا اصُول خامخا منى. ۸يو اِسرائيلے يا د پردى مُلک هر يو کس چې د هغوئ سره اوسيږى چې هغه يوه سوزېدونکې نذرانه يا بله څۀ قربانى پېش کوى ۹او د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته يې مالِک خُدائ ته د پېش کولو دپاره رانۀ وړى نو هغه کس به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے. ۱۰هر يو اِسرائيلے يا د بل مُلک کس چې د هغوئ سره اوسيږى کۀ هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى، نو مالِک خُدائ به د هغۀ خِلاف شى او هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے. ۱۱د هر ژوندى څيز ژوند په وينه کښې دے او دا ځکه مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې ټوله وينه به په قربان‌ګاه توئ کړے شى چې د خلقو د ګناه کفاره ادا شى، دا وينه ده چې د ګناهونو کفاره ادا کوى. ۱۲دا ځکه مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته فرمائيلى دى چې نۀ به هغوئ او نۀ به د هغوئ سره مهاجر هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى. ۱۳هر يو اِسرائيلے يا د پردى مُلک کس چې د هغوئ سره اوسيږى کۀ د يو ځناور يا مارغۀ ښکار وکړى کوم چې حلال وى، نو هغه به خامخا د دې وينه په زمکه توئ کړى او په خاوره به يې پټه کړى. ۱۴د هر ژوندى څيز ژوند په وينه کښې دے، نو دا ځکه مالِک خُدائ اِسرائيلو ته فرمائيلى دى چې هغوئ به هغه غوښه نۀ خورى چې وينه لا په کښې وى خو کۀ چا وخوړله نو هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے. ۱۵هر څوک، کۀ هغه اِسرائيلے وى يا د پردى مُلک کس، کۀ هغۀ د يو داسې ځناور غوښه وخوړله چې هغه په خپل مرګ مړ وى يا ځنګلى ځناورو وژلے وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى، غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به هغه ناپاک وى خو بيا به پاک شى. ۱۶کۀ هغۀ داسې ونۀ کړل، نو هغۀ ته به د خپلو بدو سزا مِلاو شى.