يوسفزئ
تاریخى

د تواريخ اول کِتاب - اتم باب

د بنيامين اولاد

۱د بنيامين پينځۀ زامن وُو، د عُمر په ترتيب هغوئ داسې دى: بالع، اشبيل، اخرخ، ۲نوحه او رفا. ۳د بالع اولاد دا وو: ادار، جيرا، ابيهود، ۴ابيسوع، نعمان، اخوع، ۵جيرا، سفوفان او حيرام. ۶‏-۷د اهُود اولاد نعمان، اخياه او جيرا وو. هغوئ د هغه کورَنو مشران وُو چې په جبعه کښې اوسېدل، خو هغوئ په زور وويستلے شول او په مانحت کښې اوسېدل. جيرا په سفر کښې د هغوئ مشرى کوله. جيرا د عُزا او اخيهود پلار وو. ۸‏-۹د سحريم دوه ښځې، حشيم او بعراه طلاقې کړې. وروستو چې کله هغه د موآب په مُلک کښې اوسېدو نو هغۀ هودس وادۀ کړه او اووۀ زامن يې پېدا شول: يوباب، ضِبيه، ميسا، مُلکام، ۱۰يعوض، سکياه او مِرمه. د هغۀ ټول زامن د کورَنو مشران شول. ۱۱د هغۀ د حشيم نه هم دوه زامن پېدا شول: ابى‌طوب او الفعل. ۱۲د الفعل درې زامن وُو: عِبر، مِشعام او سامد. دا سامد وو چې هغۀ د اونو او لد ښارونه او ګېرچاپېره کلى جوړ کړل.

بنيامينيان په جات او ايالون کښې

۱۳بريعاه او سمع د هغه ډلو مشران وُو چې د ايالون په ښار کښې اوسېدې او هغه خلق يې وشړل چې د جات په ښار کښې اوسېدل. ۱۴د بريعاه په اولاد کښې اخيو، شاشق، يريموت، ۱۵زبدياه، عراد، عدر، ۱۶ميکائيل، اِسفاه او يوخا شامل وُو.

بنيامينيان په يروشلم کښې

۱۷د الفعل په اولاد کښې دا کسان شامل وُو: زبدياه، مسلام، حِزقى، حِبر، ۱۸يسمرى، يزلياه او يوباب. ۱۹د سِمعى په اولاد کښې دا کسان شامل وُو: يقيم، زِکرى، زبدى، ۲۰العينى، ضلتى اِلى‌ايل، ۲۱عداياه، براياه او سِمرات. ۲۲د شاشق په اولاد کښې دا کسان شامل وُو: اِسفان، عِبر، اِلى‌ايل، ۲۳عبدون، زِکرى، حنان، ۲۴حننياه، عيلام، عنتوتياه، ۲۵يفدياه او فنواېل. ۲۶د يروحام په اولاد کښې دا کسان شامل وُو: سمسرى، شحارياه، عتلياه، ۲۷يعرسياه، الياس او زِکرى. ۲۸دا د خپلو ډلو اولنى مشران وُو، د هغوئ نومونه په نسب‌نامه کښې ليکلے شوى وُو او هغوئ ټول په يروشلم کښې اوسېدل.

بنيامينيان په جبعون او يروشلم کښې

۲۹يعى‌ايل د جبعون ښار جوړ کړو او هلته اوسېدو. د هغۀ د ښځې نوم معکه وو، ۳۰او د هغۀ مشر زوئ عبدون وو. د هغۀ نور زامن صور، قيس، بعل، نير، ندب، ۳۱جدور، اخيو، زکر، ۳۲او مِقلوت چې د سِمعا پلار وو. د هغوئ اولاد په يروشلم کښې د خپلې قبيلې د نورو کورَنو سره نزدې اوسېدل.

د ساؤل بادشاه خاندان

۳۳نير د قيس پلار وو او قيس د ساؤل بادشاه پلار وو. د ساؤل څلور زامن وو: يونتن، مُلکى‌شوَع، ابينداب او اشبعل. ۳۴يونتن د مريب بعل پلار وو، چې هغه د ميکاه پلار وو. ۳۵د ميکاه څلور زامن وُو: فيتون، مُلک، تاريع او احاز. ۳۶احاز د يهوعده پلار وو، چې هغه د درېو زامنو پلار وو: علمت، عزماوت او زِمرى. زِمرى د موضا پلار وو، ۳۷موضا د بِنعه پلار وو، بِنعه د رفعه، رفعه د اِلعاسه، اِلعاسه د اصيل پلار وو. ۳۸د اصيل شپږ زامن وُو: عزريقام، بوکرو، اِسمٰعيل، سعرياه، عبدياه او حنان. ۳۹د اصيل د ورور عيشق درې زامن وُو: اولام، يعوس او اليفلط. ۴۰د اولام زامن تکړه فوجيان او د غشو ويشتونکى وُو. د هغۀ ټول زامن او نمسى يو نيم سل وُو. دا ټول کسان د بنيامين اولاد وو.