يوسفزئ
انجیل

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے - لسم باب

د ګډو د شپون مِثال

۱”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر څوک چې د ګډو شپول ته په دروازې نۀ ورننوځى خو په بله لاره وراوړى هغه غل او ډاکو دے. ۲خو کوم سړے چې په دروازه ورننوځى هغه د ګډو شپونکے دے. ۳څوکيدار هغۀ ته دروازه کولاووى، او ګډې د هغۀ آواز اورى او هغه خپلې ګډې په نوم رابلى او هغوئ په هغۀ پسې روانې وى. ۴کله چې هغه خپلې ټولې ګډې رابهر کړې نو هغه ترې وړاندې ځى او ګډې ورپسې، ځکه چې هغوئ د هغۀ آواز پېژنى. ۵هغوئ به نا آشنا سړى پسې چرې هم نۀ ځى. بلکې هغوئ به د هغۀ نه وتښتى ځکه چې هغوئ د نا آشنا سړى آواز نۀ پېژنى.“ ۶عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال ووئيلو خو هغوئ په دې پوهه نۀ شول چې د هغۀ د دې نه مطلب څۀ وو.

حضرت عيسىٰ ښۀ شپونکے دے

۷نو عيسىٰ هغوئ ته بيا وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې زۀ د ګډو دپاره دروازه يم. ۸هغوئ ټول چې زما نه مخکښې راغلى وُو غلۀ او ډاکوان وُو، خو ګډو هغوئ ته غوږ ونۀ نيولو. ۹زۀ دروازه يم. څوک چې زما په وسيله ننوځى هغه به بچ شى. هغه به دننه بهر تلے راتلے شى او د څرن ځائ به ومومى. ۱۰غل صرف د غلا د قتل او د تباهۍ دپاره راځى خو زۀ دې له راغلے يم چې خلق ژوندون حاصل کړى او په مکمل ډول پُرسکونه وى. ۱۱زۀ ښۀ شپونکے يم او ښۀ شپونکے د ګډو دپاره خپل سر ورکوى. ۱۲خو مزدور چې نۀ شپون وى او نۀ يې ګډې خپلې وى، کله چې هغه ليوۀ په راتلو ووينى نو ګډې په ځائ پرېږدى او وتښتى. ليوۀ رمه راګېره کړى او ګډې خورې ورې کړى. ۱۳هغه ځکه تښتى چې مزدور دے او د ګډو هيڅ پرواه نۀ کوى. ۱۴زۀ ښۀ شپون يم. زۀ خپلې ګډې پېژنم او زما ګډې ما پېژنى، ۱۵څنګه چې ما پلار پېژنى او زۀ پلار پېژنم، او زۀ خپل ځان د ګډو دپاره قربانوم. ۱۶زما نورې ګډې هم شته چې په دې شپول کښې نشته، زۀ به هغوئ هم ضرور دلته راولم. هغوئ به زما آواز اورى، او بيا به يوه رمه وى او شپونکے به يې هم يو وى. ۱۷په دې وجه پلار ما سره مينه کوى ځکه چې زۀ خپل ځان قربانوم د دې دپاره چې دا بيا ومومم. ۱۸دا زما نه څوک نۀ اخلى، خو زۀ دا په خپله مرضۍ قربانوم. دا زما اختيار دے چې ځان قربان کړم او دا مې هم اختيار دے چې دا زۀ بيا ومومم. دا حُکم ما ته خپل پلار راکړے دے.“ ۱۹د دې خبرو په وجه بيا په يهوديانو کښې بې‌اتفاقى راغله. ۲۰په هغوئ کښې ډېرو وئيل چې، ”په دۀ پيريان ناست دى او دے پاګل دے، ولې تاسو دۀ ته غوږ ږدئ؟“ ۲۱خو نورو وئيل چې، ”په چا چې پيريان ناست وى هغه داسې خبرې نۀ شى کولے. ولې پيرے د ړوند سترګې روغولے شى څۀ؟“

د يهوديانو د حضرت عيسىٰ نه اِنکار

۲۲دا د ژمى ورځې وې او په يروشلم کښې د خُدائ د کور د وقف کېدو اختر وو. ۲۳او عيسىٰ د خُدائ په کور کښې د سليمان په برانډه کښې ګرځېدو. ۲۴يهوديان د هغۀ نه راچاپېره شول او ورته يې ووئيل، ”ترڅو پورې به تۀ مونږ په شک کښې ساتې؟ کۀ تۀ مسيح يې نو مونږ ته صفا صفا ووايه.“ ۲۵عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ما تاسو ته ووئيل خو تاسو پرې يقين نۀ کوئ. زۀ چې کوم کارونه د خپل پلار په نوم کوم، هغه زما ګواه دى. ۲۶خو تاسو پرې يقين نۀ کوئ ځکه چې تاسو زما ګډې نۀ يئ. ۲۷زما ګډې زما آواز اورى، زۀ هغوئ پېژنم او هغوئ ما پسې راځى. ۲۸زۀ هغوئ له د تل ژوندون ورکوم او هغوئ به هيڅکله هم هلاک نۀ شى او هيڅوک به يې هم زما د لاس نه ونۀ شوکوى. ۲۹زما پلار چې ما ته هغوئ حواله کړى دى هغه د هر څۀ نه زورَور دے او هيڅ څوک دا د پلار د لاس نه نۀ شى شوکولے. ۳۰زۀ او زما پلار يو يُو.“ ۳۱بيا يهوديانو عيسىٰ پسې کاڼى راوخستل چې پرې وې ولى، ۳۲خو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ما تاسو ته د پلار له طرفه ډېر نېک کارونه وښودل. نو تاسو ما د کوم کار په وجه سنګساروئ؟“ ۳۳يهوديانو ورله جواب ورکړو چې، ”مونږ تا د څۀ نېک کار په وجه نۀ سنګساروو خو د کُفر په سبب، ځکه چې تۀ خو صرف انسان يې او د خُدايئ دعوىٰ کوې.“ ۳۴عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ولې ستاسو په شريعت کښې دا نۀ دى ليکلے شوى چې، ”ما وفرمائيل چې تاسو خُدايان يئ؟“ ۳۵هغه خلق خُدايان بللے کېدل چا ته چې د خُدائ پاک کلام راغلے وو، خو مونږ په دې پوهيږو چې صحيفې بدلېدے نۀ شى. ۳۶ولې تاسو دا وئيلے شئ چې څوک چې پلار مقدس کړے دے او دُنيا ته يې رالېږلے دے، هغه کُفر کوى ځکه چې ما وفرمائيل چې زۀ د خُدائ پاک زوئ يم؟ ۳۷کۀ چرې زۀ د خپل پلار کارونه نۀ کوم، نو په ما ايمان مۀ راوړئ. ۳۸خو کۀ زۀ يې کوم، کۀ څۀ هم تاسو په ما ايمان نۀ راوړئ، نو زما په کارونو ايمان راوړئ د دې دپاره چې تاسو ته پته ولګى او پوهه شئ چې پلار په ما کښې دے او زۀ په پلار کښې يم.“ ۳۹نو هغوئ يو ځلې بيا د هغۀ د نيولو کوشش وکړو خو هغه د هغوئ د لاس نه ووتو. ۴۰عيسىٰ بيا د اُردن د سيند پورې غاړه هغه ځائ ته لاړو چرته چې به يحيىٰ اول بپتسمه ورکوله. او هغه هلته پاتې شو. ۴۱ګڼ خلق ورله راغلل او هغوئ وئيل چې، ”يحيىٰ مونږ ته يوه معجزه هم نۀ وه ښکاره کړې، خو هغۀ چې څۀ د دې سړى په حقله وئيلى وُو هغه رښتيا دى.“ ۴۲او په هغه ځائ کښې ډېرو خلقو په عيسىٰ ايمان راوړلو.