يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - پينځۀ پنځوسم باب

د خُدائ پاک د رحم دعوت

۱مالِک خُدائ فرمائى، ”هر څوک چې تږى وى، راشئ اوبۀ وڅښئ. څوک چې مال دولت نۀ لرى، نو راشئ، واخلئ او وې خورئ. راشئ، مے او پئ واخلئ، دا مفت دى. ۲چې په څۀ باندې تاسو نۀ مړېږئ نو په هغې باندې پېسې ولې خرچ کوئ؟ چې فائده نۀ درکوى نو په هغه خوراک پېسې ولې ورکوئ؟ غور سره ما ته غوږ شئ او ښۀ خوراک کوئ. تاسو به د ډېرو مزيدارو خوراکونو نه خوند واخلئ. ۳اوس غوږ ونيسئ او ما له راشئ، نو تاسو به ژوندى اوسئ. زۀ به تاسو سره يو نۀ ختمېدونکے لوظ وکړم او زۀ به تاسو له هغه نۀ ختمېدونکې مينه درکړم چې ما يې د داؤد سره لوظ کړے وو. ۴ګوره، ما هغه د قومونو ګواه جوړ کړو، ما هغه د قومونو مشر او فوجى آفسر جوړ کړو. ۵اوس به تاسو د بل مُلک هغه قومونه راوغواړئ، چې په يو وخت کښې هغوئ تاسو نۀ پېژندئ، خو اوس به هغوئ په منډه منډه تاسو له راشى. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات به دا هر څۀ وکړم، او تاسو له به عزت درکړم. ۶د مالِک خُدائ لټون وکړئ کله چې هغه موندے شئ، هغۀ ته آواز وکړئ کله چې هغه نزدې دے. ۷بدعمله خلق دې خپلې د ژوند طريقې بدلې کړى او شرپسند دې خپل خيالونه بدل کړى. او هغوئ دې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته راوګرځى، نو هغه رحم کوونکے دے او کولاو زړۀ سره معاف کوى.“ ۸مالِک خُدائ فرمائى، ”زما خيالونه ستاسو د خيالونو په شان نۀ دى، او زما لارې ستاسو نه بدلې دى. ۹لکه څنګه چې آسمانونه د زمکې نه اوچت دى، نو هم دغه شان زما لارې او سوچونه هم ستاسو نه اوچت دى. ۱۰لکه څنګه چې باران او واوره د آسمان نه راوريږى او هسې واپس نۀ ځې بلکې زمکه اوبۀ کوى. دې سره فصلونه راشنۀ کيږى زميندار له تخم او اوږى له خوراک ورکوى. ۱۱زما کلام هم، هم دغسې دے. چې زما د خولې نه وځې نو خالى لاس به واپس نۀ راځى. دا به زما مرضى پوره کوى او په هغه هر څۀ کښې به کامياب وى د څۀ دپاره چې ما لېږلے وى. ۱۲تاسو به خوشحالۍ سره وځئ، او سلامتۍ سره به بوتلے شئ. غرونه او د غرونو غونډۍ به په تېز آواز سندرې وائى، او په پټى کښې ټولې ونې به د خوشحالۍ نه لاسونه پړقوى. ۱۳چرته چې اوس د غنو بوټى دى نو هلته به د سبر ونې راوټوکيږى، او د ازغو په ځائ کښې به د نختر ونې راوټوکيږى. دې سره به د مالِک خُدائ نوم ته جلال ملاويږى، دا به د هغۀ د قدرت او د مينې يو نۀ ختمېدونکې نښه وى.“