يوسفزئ
د تورات شريف پينځم کِتاب

د ګردان کِتاب - يوويشتم باب

نامعلومه قتل

۱کۀ په يو پټى کښې يو قتل شوے کس وموندے شى په هغه مُلک کښې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او تاسو ته پته نۀ وى چې چا وژلے دے، ۲نو ستاسو مشران او قاضيان به لاړ شى او چې چرته هغه مړے موندلے شوے وى نو د هغه ځائ نه به د ټولو نزدې ښارونو فاصله معلومه کړى. ۳نو چې چرته مړے موندلے شوے وى د هغه نزدې ښار مشران به يوه سخۍ خوښه کړى چې هيڅ کار ترې نه نۀ وى اخستے شوے او نۀ يې جغ راښکلے وى. ۴هغوئ به دا يوې بهېدونکې ولې ته کوزه کړى چې د هغه ځائ زمکه هيڅکله نه يوې شوې وى او نه کَرلے شوې وى او هغوئ به هلته د دې سخۍ څټ مات کړى. ۵د ليوى قبيلې اِمامان به هم هلته لاړ شى، ځکه چې هغوئ به هره هغه لانجه فېصله کوى چې د ظلم او زياتى سره يې تعلق وى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغوئ د خپل خِدمت دپاره خوښ کړى دى او چې د هغۀ په نوم برکتونه وغواړى. ۶بيا چې چرته هغه قتل شوے کس موندلے شوے وى هغې ته د نزدې ښار ټول مشران به په هغه سخۍ باندې خپل لاسونه ووينځى، ۷او هغوئ دې ووائى چې، مونږ دا کس نۀ دے وژلے او مونږ ته پته نشته چې دا قتل چا کړے دے. ۸اے مالِکه خُدايه، خپل خلق اِسرائيليان معاف کړه څوک دې چې تا د مِصر نه آزاد کړل. مونږ معاف کړه او د يو بې‌ګناه کس د قتل ذمه وارى زمونږ په غاړه مۀ اچوه. ۹چې هغه څۀ وکړئ چې مالِک خُدائ يې غواړى، نو د قتل ذمه وارى به ستاسو په غاړه نۀ وى.

په جنګ کښې نيولے شوې ښځې سره وادۀ کول

۱۰کله چې تاسو د خپلو دشمنانو خِلاف جنګ له لاړ شئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو په هغوئ زورَور کړى او څۀ کسان ترې نه قېديان کړئ، ۱۱کېدے شى چې تاسو په هغوئ کښې يوه ښائسته ښځه وګورئ چې ستاسو خوښه شى او ورسره وادۀ کول وغواړئ. ۱۲هغه خپل کور ته بوځئ، هلته به خپل سر کل کړى، نوکونه به پرې کړى، ۱۳او خپلې جامې به بدلې کړى. هغه به ستاسو په کور کښې ايساره شى او خپل مور پلار پسې به يوه مياشت وژاړى، د هغې نه پس، هغه وادۀ کولے شئ. ۱۴وروستو، کۀ تاسو د هغې سره خوشحاله نۀ يئ، نو تاسو يې پرېښودے شئ او چې چرته وغواړى نو هلته دې لاړه شى. ځکه چې تاسو د هغې بې‌عزتى کړې ده، نو تاسو د هغې سره د يوې وينځې په شان سلوک نۀ شئ کولے او نۀ يې خرڅولے شئ.

د مشرى زوئ حقُونه

۱۵کۀ د يو سړى دوه ښځې وى او هغه د يوې سره مينه کوى او د بلې سره نۀ کوى او د دواړو نه يې زامن پېدا شى، خو وړومبے زوئ يې د هغې ښځې نه وى چې د کومې سره مينه نۀ کوى، ۱۶کله چې هغه سړے خپل جائيداد تقسيموى نو هغه دې د خپلې خوښې ښځې زوئ له د مشرى زوئ حق نۀ ورکوى. ۱۷چې د کومې ښځې سره مينه نۀ کوى خو د هغې زوئ مشر دے نو هغۀ له به يو په دوه برخه ورکوى. مشر زوئ د خپل پلار د طاقت وړومبۍ نښه وى. هغه د مشرۍ حق لرى.

يو نافرمانه زوئ

۱۸کۀ د چا زوئ ضدى يا سرکشه وى، يو زوئ چې د خپل مور پلار فرمانبردارى نۀ کوى، تر دې پورې چې هغوئ سزا هم ورکړى، ۱۹د هغۀ مور پلار دې هغه د ښار مشرانو له راولى چرته چې هغه اوسيږى او په هغۀ دې فېصله وکړے شى. ۲۰هغوئ دې مشرانو ته داسې ووائى، ”زمونږ زوئ ضدى او سرکشه دے او زمونږ خبره نۀ منى، هغه فضول خرچه او شرابى دے.“ ۲۱نو د ښار سړى دې هغه سنګسار کړى چې مړ شى. نو تاسو به د دې بدکارۍ نه خلاص شئ. په بنى اِسرائيلو کښې به ټول خلق د دې نه خبر شى او وبه يريږى.

د مړى سمبالول

۲۲کۀ د يو جرم په وجه څوک وژلے شوے وى او د هغۀ لاش په يوه ونه کښې ځوړند وى، ۲۳نو هغه دې د شپې هلته نۀ شى پرېښودلے. هغه دې خامخا هم په هغه ورځ ښخ کړے شى، ځکه چې يو داسې مړے چې په ونه کښې ځوړند وى هغه په مُلک باندې د خُدائ پاک لعنت راولى. هغه مړے ښخ کړئ، نو تاسو به هغه مُلک پليت نۀ کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له په ميراث کښې درکوى.