يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - اتيايم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د لوظ د نيلوفر د ګلونو د ساز سره، د حضرت آسف يو زبور

د اِسرائيل د بحالۍ دپاره دُعا

۱اے د بنى اِسرائيلو شپونکيه، زمونږ سوال زارى واوره،

تا چا چې د يوسف لکه د رمې هسې لارښودنه وکړه،

تۀ چې اے خُدايه پاکه پاس په تخت د وزرو والا مخلوق مينځ کښې ناست يې خپل جلال راښکاره کړه

۲د اِفرائيم، بنيامين او د منسى په وړاندې

خپل قدرت دې څرګند کړه.

او زمونږ د خلاصون دپاره راشه.

۳پاکه خُدايه، مونږ دوباره په خپل حال کړه،

د خپل مخ رڼا دې په مونږ وځلوه،

چې ترڅو مونږ خلاصون حاصل کړُو.

۴اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه ستا غضب به په خپل قوم تر کومې پورې وى،

او تۀ به ترڅو پورې د خپلو خلقو دُعاګانې نۀ اورې؟

۵تا د غم په خوراک دوئ ماړۀ کړل،

او د اوښکو ډک جام دې په دوئ باندې وڅښلو.

۶تا مونږ د خپلو ګاونډيانو د خندا کړُو،

او زمونږ د دشمنانو دې مونږ د مسخرو کړُو.

۷ربُ الافواج خُدايه، مونږ دوباره په خپل حال کړه،

د خپل مخ رڼا دې په مونږ وځلوه،

چې ترڅو مونږ خلاصون حاصل کړُو.

۸تا خپل قوم لکه د انګور د بوټى په شان د مِصر نه راوړلو،

او غېر قومونه دې وشړل او د هغوئ په ځائ دې دوئ په خپل مُلک کښې ولګول.

۹تا د دې دپاره زمکه ښۀ تياره کړه،

او جرړې يې وکړې او زمکه يې ډکه کړه.

۱۰ټول غرونه د دې په سورى کښې پټ شول،

او لوړ او قوى دِيار او هم د انګور څانګې په کښې پټې شوې.

۱۱څانګې يې د سمندر پورې خورې شوې،

او د فرات د سيند پورې يې ځېلۍ خورې شوې.

۱۲تا ولې دېوالونه ورله راوغورزول،

د دې دپاره چې څوک په لاره تېريږى انګور ترې راشوکوى؟

۱۳ځنګلى خنزيران دا تباه کوى،

او ځنګلى ځناور په کښې څرن کوى.

۱۴اے ربُ الافواج خُدايه، مونږ ته راوګرځه،

د آسمان نه لاندې راوګوره،

او خپل د انګور بوټے دې وګوره،

۱۵هغه جرړه چې ستا ښى لاس لګولې ده،

او هغه زوئ چې تا خپل ځان دپاره لوئ کړے دے.

۱۶ستا د انګورو بوټے پرې کړے شوے دے، او اور ته غورزولے شوے دے.

او په خپل قهر دې دا خلق تباه کړه.

۱۷ستا ښے لاس دې ستا په ښى طرف خلقو باندې وى،

د بنى آدم زوئ چې تا خپل ځان دپاره لوئ کړے دے.

۱۸نو داسې به بيا مونږ کله هم تا نه وانۀ وړُو.

مونږ ژوندى پرېږده چې ستا د نوم ثناء صِفت وکړُو.

۱۹اے ربُ الافواج خُدايه، مونږ دوباره په خپل حال کړه،

د خپل مخ رڼا دې په مونږ وځلوه،

چې ترڅو مونږ خلاصون حاصل کړُو.