يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - اتۀ دېرشم زبور

د حضرت داؤد يو زبور خُدائ پاک ته سوال کول چې هغه ياد ساتى

د يو بيمار د تکليف په وخت دُعا

۱اے مالِکه خُدايه، په خپل قهر کښې ما مۀ رټه

تۀ په خپله غصه کښې سزا ما ته مۀ راکوه.

۲ځکه چې ستا غشو سورے کړے يم،

او په خپل لاس دې وهلے يم.

۳ستا د قهر په وجه زما وجود کښې بيمارى ده،

زما د ګناه په وجه هډوکى مې مات شوى دى.

۴زما ګناهونه په ما باندې غالب شوى دى،

د ګناه دا پنډ د وړلو د برداشت نه بهر شوے دے.

۵پرهرونه مې ټول سخا شول بوئ ترې روان شوے دے،

زما د کم عقلتوب په وجه مې ځکه دا حال دے.

۶زۀ کوږ شوے خراب شوے يم،

زۀ د درد په وجه ټوله ورځ غمژن يم.

۷او ملا مې د سرې تبې په وجه سوزيږى،

او په بدن کښې مې دم نشته ختميږى.

۸زۀ کمزورے شوے بلکل تباه شوے يم،

زۀ زبيرګى کوم په زړۀ باندې غمژن يم.

۹اے مالِکه خُدايه، زما ټول ارمانونه ستا په وړاندې ښکاره دى،

او زما اسويلى آهونه ستا نه پټ نۀ دى.

۱۰زړۀ زما درزيږى زما زور په ختمېدو دے،

تر دې چې مې نظر د سترګو په ختمېدو دے.

۱۱د بيمارۍ په وجه زما دوستان او ملګرى زما نه په ډډه ودريږى،

تر دې چې خپل خاندان هم رانه لرې لرې کيږى.

۱۲دشمنانو راته اېښى دى دامونه هغوئ ما قتلول غواړى،

زما د تباهۍ منصوبې جوړوى څوک چې ما ته نقصان رسول غواړى،

دوئ ټوله ورځ منصوبې جوړوى راسره دوکه کول غواړى.

۱۳خو زۀ لکه د يو کُوڼ په شان هيڅ نۀ اورم،

او زۀ د يو ګونګا په شان شوے يم څۀ نۀ وايم.

۱۴زۀ د يو داسې کس په شان شوے يم چې اورېدے نۀ شى،

او په خولۀ باندې هيڅ جواب ورکولے نۀ شى.

۱۵زۀ ستا په طمع يمه، اے مالِکه خُدايه.

اے مالِکه خُدايه تۀ جواب راکړه، ما له زما پاکه خُدايه.

۱۶زۀ تا ته کوم سوال دوئ ما پورې خندا ته مۀ پرېږده

کله چې زۀ پرېوځم هغوئ مۀ خوشحالوه.

۱۷ځکه زۀ غورزېدو ته نزدې شوے يم،

او مسلسل دردونو راګېر کړے يم.

۱۸زۀ د خپلو ټولو ګناهونو اقرار کوم،

زۀ په خپلو ګناهونو ډېره پښېمانتيا کوم.

۱۹زما دشمنان ډېر او تکړه دى،

ډېر دى چې بې‌وجې ما نه نفرت کوى.

۲۰د ښو په ځائ دوئ ما سره بد کوى

زۀ نېکى کوم په دې وجه هغوئ ما سره بدى کوى.

۲۱اے مالِکه خُدايه، ما مۀ پرېږده،

اے زما پاکه خُدايه، زما نه لرې مۀ ودرېږه.

۲۲زر راشه او زما مدد وکړه،

اے مالِکه خُدايه، زما خلاصونکيه.