يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - اووۀ پنځوسم باب

د بُت پرستۍ په حقله خبردارے

۱صادق سړے مړ شى او هيڅ څوک يې پرواه نۀ ساتى. ديانتدار خلق د دُنيا نه اوچت کړے شى، خو هيڅوک پرې نۀ پوهيږى. هيڅوک پرې نۀ پوهيږى چې صادقان د بدۍ نه بچ کېدو دپاره دُنيا نه اوچت کړے شوى دى. ۲څوک چې د خُدائ پاک په لارو ژوند تېر کړى، او چې کله وفات شى نو ورته آرام او سکون ملاويږى. ۳خو اے د کوډګرې بچو، د زناکارې او کنجرې بچو، ديخوا راشئ. ۴تاسو چا پورې ټوقې کوئ؟ چا ته خپل بوتاړ وران کړئ او ژبې ورته راوباسئ؟ تاسو هم د دوکه بازو او ګناهګارو بچى يئ. ۵تاسو د بُتانو عبادت داسې کوئ چې د هر شين بوټے او د څېړۍ د مقدسو ونو لاندې زنا کوئ. تاسو د ګټو په غارونو کښې او واديانو کښې خپل بچى قربانى کوئ. ۶د واديانو هوار کاڼى ستاسو معبودان دى. تاسو دې ته د څښلو نذرانې تويَوئ او د غلې نذرانې ورته پېش کوئ. ستاسو خيال دا دے څۀ چې زۀ په دې هر څۀ باندې خوشحالېږم؟ ۷تاسو په هر اوچت غر د پاسه زنا کړې ده. هلته تاسو بُتانو ته نذرانې پېش کړى دى او ما سره مو بې‌وفائى کړې ده. ۸تا د خپل کور په چوکاټونو او د دروازو شاته د بُتانو نښې ولګولې. زۀ دې پرېښودم او د نفرت نه ډکو بُتانو سره کټ ته اوختې. تا د هغوئ سره سودا کړې ده. د هغوئ بربنډو جسمونو ته کتل تا له خوند درکوى. ۹تۀ د زيتُونو تېلو، او ډېرو عطرو سره مولک بُت له لاړې. د نوى معبودانو پېدا کولو دپاره چې مينه ورسره وکړې تا خپل پېغام وړُونکى لرې لرې تر دې چې عالمِ ارواح پورې دې ولېږل. ۱۰د نورو معبودانو په لټولو کښې تاسو خپل ځانونه ستړى کړئ، خو تاسو هيڅکله نۀ وايئ چې، ”دا فضول دى.“ ستاسو شوق تاسو له طاقت درکوى نو ځکه تاسو ستړى کېږئ نه. ۱۱تۀ د چا نه دومره سخت يرېدې چې تا ما ته دروغ ووئيل، نۀ دې زۀ ياد کړم او نۀ دې زما پرواه وکړه؟ زۀ چې دا دومره موده خاموش وم نو په دې وجه تۀ زما نه نۀ يرېږې څۀ؟ ۱۲زۀ به ستا تش د نامې صداقت او کارونه خلقو ته څرګند کړم. او دا به ستا هيڅ په ښه نۀ راځى. ۱۳کله چې تاسو د مدد دپاره آواز وکړئ، نو ستاسو هغه بُتان دې تاسو بچ کړى کنه. هوا به هغوئ اوچت کړى، د ساه يو پوکے به هغوئ يوسى. خو څوک چې په ما ايمان لرى نو هغه به د مُلک مالِک شى، او زما د مقدس غر وارث به شى.

د مدد او د روغولو دپاره د خُدائ پاک لوظ

۱۴مالِک خُدائ فرمائى، ”لار جوړه کړئ، لار جوړه کړئ. دا تياره کړئ او زما د خلقو د لارې نه هر خنډ لرې کړئ. ۱۵زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم. ۱۶زۀ به همېشه خپلو خلقو سره جنګ نۀ کوم، او تل تر تله به ترېنه خفه نۀ يم. کۀ ما داسې وکړل نو د خلقو نه به ساه وځى، هغه ژوندون ورکوونکى ساه چې ما تخليق کړې ده. ۱۷د هغوئ د بدترين لالچ په وجه زۀ هغوئ ته په قهر وم، نو په دې وجه ما هغوئ له سزا ورکړه او هغوئ مې رد کړل. خو هغوئ ضديان وُو او بيا بيا به خپلو لارو ته راواپس کېدل. ۱۸هغوئ چې څۀ کوى ما هغه ليدلى دى، خو باوجود د دې به زۀ هغوئ ښۀ کړم. زۀ به د هغوئ رهنمائى کوم او چې څوک غمژن وى نو زۀ به تسلى ورکوم. ۱۹زۀ به د هغوئ په ژبه باندې د حمد و ثناء الفاظ راولم. کۀ څوک لرې وى او کۀ نزدې وى، نو زۀ به هغه ټولو ته امن پېش کوم، او زۀ به ورله شفا ورکوم. ۲۰خو بدعمله خلق د چپې وهونکى سمندر په شان دى، چې هيڅکله په آرام کيږى نه او چپې يې ځان سره ګند ګريل راوړى.“ ۲۱زما مالِک خُدائ فرمائى، ”د بدعمله خلقو دپاره امن نشته.“