يوسفزئ
د تورات شريف اول کِتاب

د پېدايښت کِتاب - يوويشتم باب

د حضرت اِسحاق پېدا کېدل

۱مالِک خُدائ ساره له برکت ورکړو او خپله وعده يې ورسره پوره کړه. ۲اګر چې اِبراهيم په خپله ډېر بوډا وو، خو لکه څنګه چې خُدائ پاک ورته فرمائيلى وُو ساره اُميدواره شوه او هم په هغه صحيح وخت د هغې زوئ وشو. ۳اِبراهيم په خپل زوئ اِسحاق نوم کېښودو، ۴او چې اِسحاق د اتو ورځو شو، نو اِبراهيم هغه سنت کړو، هم هغه شان چې څنګه خُدائ پاک ورته حُکم ورکړے وو. ۵اِبراهيم د سلو کالو وو چې اِسحاق پېدا شو، ۶نو ساره وفرمائيل، ”خُدائ پاک زۀ خندولې يم. اوس چې هر څوک د دې نه خبر شى نو زما سره به خاندى. ۷د دې نه مخکښې چا د دې وئيلو جرأت کولے شو چې يوه ورځ به زۀ خپل ماشوم له سينه ورکوم؟ خو ګورئ، په زوړ عُمر کښې د اِبراهيم زما نه زوئ پېدا شوے دے.“ ۸چې ماشوم غټېدو او په خپله د روټۍ د خوړلو شو، نو په هغه ورځ اِبراهيم يو لوئ خېرات وکړو.

د بى‌بى هاجِرې او د حضرت اِسمٰعيل لرې لېږل

۹‏-۱۰يوه ورځ، ساره وکتل چې د هاجِرې زوئ اِسمٰعيل لوبې کولې، نو هغې اِبراهيم ته ووئيل، ”وينځه او د هغې زوئ وشړئ ځکه چې د وينځې زوئ به زما د زوئ اِسحاق په ميراث کښې شريک نۀ وى.“ ۱۱دې مسئلې اِبراهيم ډېر پرېشانه کړو، ځکه چې اِسمٰعيل خو هم د هغۀ زوئ وو. ۱۲خو خُدائ پاک وفرمائيل، ”اِبراهيمه، د خپلې وينځې او د هلک په حقله مۀ خفه کېږه. هم هغه شان وکړه چې څنګه درته ساره وائى ځکه چې هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى. ۱۳خو د وينځې زوئ هم ستا زوئ دے او د هغۀ د اولاد نه به يو لوئ قوم جوړ کړم.“ ۱۴بل سحر وختى اِبراهيم پاڅېدو او هاجِرې له يې د اوبو ډک مشک او روټۍ ورکړه. او دا يې ورله په اوږو کېښودل او د زوئ سره يې رُخصت کړه. او هغه لاړه او بيرسبع ته نزدې په صحرا کښې سرګردانه ګرځېدله، ۱۵او چې د هغوئ سره اوبۀ ختمې شوې، نو هاجِرې زوئ د يو بوټى لاندې کښېنولو. ۱۶او لږه لرې ترې کښېناسته، هغې د ځان سره ووئيل چې، ”زۀ دا نۀ شم زغملے چې د خپل زوئ مرګ ووينم.“ او هغه هلته ناسته وه سلګۍ يې وهلې او ژړل يې. ۱۷چې کله خُدائ پاک د هلک ژړا واورېده، نو د خُدائ پاک فرښتې د آسمان نه هاجِرې ته آواز وکړو او ورته يې وفرمائيل، ”هاجِرې، تۀ ولې پرېشانه يې؟ يرېږه مه. خُدائ پاک ستا د زوئ ژړا اورېدلې ده. ۱۸اوچت يې کړه او په غېږ کښې يې کښېنوه، ځکه چې زۀ به هغه د يو لوئ قوم پلار کړم.“ ۱۹بيا خُدائ پاک د هغې سترګې کولاو کړې او د هغې نظر په چينې يو کوهى پرېوتو. نو هغه چينې له لاړه او مشک يې د اوبو نه ډک کړو او هلک له يې اوبۀ ورکړې. ۲۰خُدائ پاک اِسمٰعيل له برکت ورکړو او چې هلک څنګه لوئ شو، نو د هغۀ نه يو تکړه تير انداز جوړ شو. ۲۱هغه د فاران په صحرا کښې اوسېدو، مور ورله يوه مِصرۍ جينۍ خوښه کړه او ورته يې وادۀ کړه.

د امن معاهده

۲۲تقريباً هم په هغه وخت ابى‌مَلِک او د هغۀ د لښکر مشر فيکُل اِبراهيم ته ووئيل، ”خُدائ پاک تا له په هر کار کښې برکت درکوى، ۲۳اوس زۀ غواړم چې تۀ د خُدائ پاک په نوم دا قَسم وکړې چې تۀ به زما سره دوکه نۀ کوې او همېشه به زما او زما د اولاد وفادار يې، لکه څنګه چې زۀ همېشه تا سره په دې مُلک کښې وفادار وم چې تۀ دلته مسافر وې.“ ۲۴نو اِبراهيم ورسره قَسم وکړو. ۲۵يوه ورځ، اِبراهيم ابى‌مَلِک ته شکايت وکړو چې، ”ستا يو څو نوکرانو زما په يو کوهى قبضه کړې ده.“ ۲۶ابى‌مَلِک ورته ووئيل، ”دا خو ما ستا نه په وړومبى ځل واورېدل. تا ما ته مخکښې ولې ونۀ وئيل؟ ما ته پته نشته چې دا چا کړى دى.“ ۲۷اِبراهيم ابى‌مَلِک ته ګډې او څۀ غواګانې ورکړې، نو د دوئ په مينځ کښې د امن معاهده وشوه. ۲۸اِبراهيم د خپلې رَمې نه اووۀ ګډې جدا کړې، ۲۹او ابى‌مَلِک ترې تپوس وکړو، ”تا دا اووۀ ګډې ولې جدا کړې؟“ ۳۰اِبراهيم جواب ورکړو، ”زۀ غواړم چې دا اووۀ ګډې زما نه قبولې کړې نو تۀ به ګواه يې چې ما دا کوهے کنستلے وو.“ ۳۱نو په هغه ځائ يې بيرسبع نوم کېښودو، ځکه چې دوئ دواړو دلته معاهده کړې وه. ۳۲چې کله په بيرسبع کښې معاهده وشوه، نو ابى‌مَلِک او د هغۀ د لښکر مشر فيکُل واپس د فلستيانو مُلک ته لاړل. ۳۳اِبراهيم په بيرسبع کښې د غز ونه وکَرله او د مالِک خُدائ د ابدى خُدائ عبادت يې وکړو. ۳۴او اِبراهيم ډېر وخت مسافر وو او د فلستيانو په مُلک کښې اوسېدو.