يوسفزئ
تاریخى

د تواريخ دوېم کِتاب - يوويشتم باب

۱يهوسفط مړ شو او د داؤد ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهورام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.

د يهوداه بادشاه يهورام

۲د يهوسفط بادشاه د زوئ يهورام شپږ وروڼه وُو، عزرياه، يحى‌ايل زکرياه، عزرياه، ميکائيل او سفطياه. ۳خپل پلار هغوئ له ډېر سرۀ زر، سپين زر او قيمتى څيزونه ورکړل او هر يو يې د يهوداه د پَخو دېوالونو ښارونو مشر مقرر کړو. يهورام د ټولو مشر وو نو په دې وجه يې هغه د دې دپاره مقرر کړو چې د هغۀ نه پس بادشاه شى. ۴کله چې بادشاهى په پوره توګه د يهورام په لاس کښې وه، نو هغۀ خپل ټول وروڼه او د اِسرائيل څۀ مشران هم ووژل. ۵يهورام د دوو دېرشو کالو په عُمر کښې بادشاه شو او اتۀ کاله يې په يروشلم حکومت وکړو. ۶هغۀ د اخى‌اب بادشاه او د اِسرائيل نورو بادشاهانو په بدو مِثالونو باندې عمل وکړو، ځکه چې هغۀ د اخى‌اب يوه لور وادۀ کړې وه. هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه، ۷خو د مالِک خُدائ دا مرضى نۀ وه چې د داؤد شاهى خاندان تباه کړى، ځکه چې هغۀ د داؤد سره لوظ کړے وو او دا وعده يې ورسره کړې وه چې د هغۀ اولاد به د همېشه دپاره بادشاهى کوى. ۸د يهورام د بادشاهۍ په وخت کښې ادوم د يهوداه خِلاف بغاوت وکړو او يو خپل بادشاه يې مقرر کړو. ۹نو يهورام او د هغۀ آفسرانو خپلې ټولې جنګى ګاډۍ او لښکرې روانې کړې او د ادوميانو نه شپه په شپه راتاو شو او په هغوئ يې سخته حمله وکړه. ۱۰نو ادوم تر نن پورې د يهوداه نه آزاد دے. هم په هغه وخت کښې د لِبناه ښار هم بغاوت وکړو، دا هر څۀ ځکه وشول چې يهورام مالِک خُدائ د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک پرېښے وو. ۱۱هغۀ د يهوداه په غريزه علاقه کښې علاقائى عبادتخانه جوړه کړې وه او د يهوداه او د يروشلم خلق يې بې‌لارې کړى وُو. ۱۲الياس پېغمبر يهورام له يو خط ولېږلو، چې په هغې کښې ليکلى شوى وُو، ”مالِک خُدائ، ستا د پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک تا رد کوى، ځکه چې تا د خپل پلار يهوسفط بادشاه او د خپل نيکۀ آسا په نقش قدم مزل نۀ دے کړے. ۱۳تا د اِسرائيل د بادشاهانو په نقش قدم باندې مزل کړے دے او د يهوداه او يروشلم په خلقو دې د بُتانو عبادت کړے دے، لکه څنګه چې اخى‌اب او د اِسرائيل نورو بادشاهانو کړى وُو. تا خو خپل وروڼه هم ووژل، چې هغوئ ستا نه ښۀ سړى وُو. ۱۴نو اوس به مالِک خُدائ ستا خلقو له، ستا بچو او ستا ښځو له سخته سزا ورکړى او ستا هر څۀ به تباه کړى. ۱۵تۀ به د کولمو په سخت مرض باندې آخته شې چې هغه به ورځ په ورځ زياتيږى تر دې پورې چې کولمې به درنه بهر راوځى.“ ۱۶څۀ فلستيان او عرب د هغه ځائ سره نزدې اوسېدل چرته چې څۀ د ايتهوپيا خلق د سيند په غاړه دېره وُو. مالِک خُدائ هغوئ ولمسول چې د يهورام خِلاف جنګ له لاړ شى. ۱۷هغوئ په يهوداه حمله وکړه، شاهى محل يې لوټ کړو او د بادشاه د کشرى زوئ، اخزياه نه بغېر يې د بادشاه ټولې ښځې او زامن قېديان بوتلل. ۱۸بيا د دې هر څۀ نه پس، مالِک خُدائ په بادشاه باندې د کولمو سخت مرض راوستلو. ۱۹تقريباً دوه کاله دا مرض په مزه مزه زياتېدو تر دې پورې چې د هغۀ کولمې بهر راووتې او هغه په يو سخت تکليف کښې مړ شو. د هغۀ خلقو د هغۀ د عزت دپاره اور بل نۀ کړو لکه چې د هغۀ د پلار نيکۀ دپاره بل شوے وو. ۲۰يهورام د دوو دېرشو کالو په عُمر کښې بادشاه جوړ شوے وو او اتۀ کاله يې په يروشلم بادشاهى کړې وه. کله چې هغه مړ شو نو هيڅ څوک هم خفه نۀ وُو. هغوئ هغه د داؤد په ښار کښې ښخ کړو، خو په شاهى اديره کښې يې ښخ نۀ کړو.