يوسفزئ

کوچنۍ پېغمبر

د حضرت عاموس نبى کِتاب - شپږم باب

د بنى اِسرائيلو تباهى

۱”په تاسو دې افسوس وى څوک چې په صيون کښې په آرام پراتۀ يئ، او په تاسو هم څوک چې خپل ځان د سامريې په غر محفوظ ګڼئ. تاسو په بنى اِسرائيلو کښې نامتو او مشهور يئ، چا له چې خلق د مدد غوښتلو دپاره ورځى. ۲تاسو کلنه ښار ته لاړ شئ او وګورئ چې هلته څۀ شوى دى. بيا د حمات لوئ ښار ته لاړ شئ، او بيا په فلستيه کښې د جات ښار ته ورکوز شئ. تاسو خو د هغوئ نه څۀ زيات ښۀ نۀ يئ؟ ولې ستاسو علاقه د هغوئ نه لويه ده څۀ؟ ۳تاسو دا نۀ منئ چې د مصيبت هغه ورځ به راشى، بلکې تاسو د بې‌اِنصافۍ حکومت قائم کړے دے. ۴په تاسو افسوس چې د هاتى په غاښونو په ښائسته کړے شوى پالنګونو کښې اودۀ کېږئ او په حُجره کښې په کټونو کښې غزېږئ. تاسو د خوراک دپاره د خپلو رمو نه د خوښې ګډورى او د خپل مال نه څربه سخى خوښوئ. ۵تاسو په سريندو کښې بې‌مطلبه سازونه غږوئ او خپل ځان د داؤد سره د برابرولو کوشش کوئ. ۶تاسو د ميو ډک جامونه څښئ او اعلىٰ عطر لګوئ، خو تاسو د خپل مُلک په تباهۍ څۀ خفګان نۀ کوئ. ۷نو ځکه تاسو به اولنى خلق يئ چې جلاوطن به شئ، او ستاسو مېلې او غزېدل به ختم شى.“ ۸قادر مطلق خُدائ په خپل ذات قسم کړے دے. مالِک خُدائ، ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ د يعقوب د غرور نه کرکه کوم، او د هغۀ مضبوطو قلعه ګانو نه نفرت کوم. زۀ به ښار او په دې کښې چې هر څۀ دى دشمن ته حواله کړم.“ ۹کۀ په يو خاندان کښې لس سړى پاتې وى نو هغوئ به هم مړۀ شى. ۱۰او چې کله د هغوئ يو خپلوان راشى څوک چې د هغوئ د مړو د دفن کولو ذمه وار وى او کور ته ورننوځى چې مړى رابهر کړى، نو هغه به د آخرى بچ شوى کس نه تپوس وکړى، ”آيا تا سره نور څوک شته؟“ نو هغه به وائى چې، ”نه،“ نو کله چې هغه ورته قسم خوړل غواړى، نو بيا به هغه ورته ووائى چې، ”چپ شه، مونږ له په کار دى چې د مالِک خُدائ نوم وانۀ خلو.“ ۱۱کله چې مالِک خُدائ حکم وکړى، نو بيا به هغه غټ او واړۀ کورونه دړې وړې کړى. ۱۲آيا آسونه په غټو کاڼو کښې منډې وهلے شى؟ آيا څوک په غوَيانو باندې سمندر قلبه کولے شى؟ خو تاسو اِنصاف په ګنډير بدل کړے دے او د صداقت مېوه مو په بدۍ بدله کړې ده. ۱۳تاسو د لودبار په فتح خوشحالى کوئ، او وايئ چې، ”آيا مونږ په خپل طاقت سره قرنَيم نۀ دے نيولے څۀ؟“ ۱۴مالِک خُدائ، ربُ الافواج په خپله فرمائى چې، ”اے بنى اِسرائيله، زۀ به ستا خلاف يو قوم درولېږم، چې په تاسو به د ليبو‌حمات نه تر عرابه وادۍ پورې ظلم کوى.“