يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - يو کم څلوېښتم باب

د بابل پېغام وړُونکى

۱تقريباً هم په هغه وخت د بابل بادشاه د بلدان زوئ مرودک‌بلدان خبر شو چې حزقياه بادشاه بيمار وو او اوس روغ شوے دے، نو مرودک‌بلدان ورله يو خط او يوه تُحفه ولېږله. ۲حزقياه پېغام وړونکو ته په خېر راغلے ووئيل او هغوئ ته يې خپل سپين زر، سرۀ زر، خپلې مصالحې او قيمتى تېل او ټول فوجى سامان او وسله وښودل. د هغۀ د ګودام په کوټو کښې يا د هغۀ د بادشاهۍ په بل ځائ کښې هم داسې څۀ پاتې نۀ شول چې هغۀ ورته ښودلى نۀ وُو. ۳بيا يشعياه پېغمبر حزقياه بادشاه له لاړو او تپوس يې ترې نه وکړو چې، ”دا سړى د کوم ځائ نه راغلى دى او هغوئ تا ته څۀ ووئيل؟“ حزقياه ورته وفرمائيل، ”هغوئ د يو لرې مُلک، بابل نه راغلى دى.“ ۴هغۀ ورته وفرمائيل، ”هغوئ په محل کښې څۀ وليدل؟“ حزقياه ورته وفرمائيل چې، ”هغوئ هر څۀ وليدل. د ګودام په کوټو کښې داسې څۀ نشته چې ما ورته ښودلى نۀ وى.“ ۵بيا يشعياه بادشاه ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ۶يو داسې وخت راروان دے چې ستا په محل کښې هر يو څيز، چې ستا پلار نيکۀ تر ننه پورې جمع کړى دى، نو هغه به بابل ته يوړے شى. هيڅ به هم پاتې نۀ شى. ۷ستا د خپل اولاد نه به څۀ بوتلے شى او هغوئ به د دې دپاره خصيان کړے شى چې د بابل بادشاه په محل کښې خِدمت کوى.“ ۸نو حزقياه بادشاه د دې په مطلب پوهه شو چې د هغۀ په ټول ژوند کښې به امن او سلامتيا وى، نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”تا چې ما له د مالِک خُدائ نه کوم پېغام راوړے دے هغه ښۀ دے.“